د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۸

جنیوا کې له افغانستان سره د بسپنې راټولولو یو لوی کنفرانس جوړېږي


ارشیف، د جنیوا غونډه
ارشیف، د جنیوا غونډه

په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په دې هېواد کې د یوه بشري ناورین د احتمال خبرداری ورکړل شوی، ټاکل شوې ملګري ملتونه سبا د سویس په جنیوا کې له افغانستان سره د بسپنې راټولولو یو لوی کنفرانس جوړ کړي.

له افغانستان سره د بسپنې راټولولو په دغه نړیوال کنفرانس کې به چې سبا دوشنبې به یې د سویس جنیوا ښار کوربه وي، ملګري ملتونه هڅه کوي چې نړیوال د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان سره د عاجلو مرستو ژمنې وکړي، څو په دې هېواد کې له میلیونونو بې وزلو کسانو سره د ژوند ژغورنې بشري مرستې دوام وکړي.

ملګرو ملتونو د جنیوا د کنفرانس په اړه په یوه بیان کې ویلي چې دا سازمان له میلیونونو بې وزلو افغانانو سره د بشري مرستو دوام ته ژمن دی او ټینګار یې کړی چې د پرمختیا برخه کې لاسته راوړنې باید خوندي شي، څوله افغانستان سره د لنډمهاله او اوږدمهاله ثبات لپاره بشري مرستې دوام ومومي.

ملګرو ملتونو سازمان له میلیونونو بې وزلو افغانانو سره د بشري مرستو دوام ته ژمن دی
ملګرو ملتونو سازمان له میلیونونو بې وزلو افغانانو سره د بشري مرستو دوام ته ژمن دی

په بیان کې دغه راز ویل شوي چې له افغانستان سره د بشري مرستو د تړاو یوه مهمه برخه دا ده چې د ښځو او نجونو حقوق، خوندیتوب او هوساینه ډاډمنه شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش ویلي چې افغانسان له یوه بشري ناورین سره مخامخ دی او هیله یې ښودلې چې د وزیرانو په سطحه دغه کنفرانس به وکولی شي چې له افغانستان سره د مرستو لپاره مالي سرچینې زیاتې او بشري مرستې له خنډ او ځنډ پرته اړو کسانو ته ورسول شي.

ګوتیرش په یوه ټویټ کې ویلي چې افغان ماشومان، ښځې او سړیان اوس تر بل هر وخت زیات د نړیوالې ټولنې ملاتړ او پیوستون ته اړتیا لري.

ګوتیرش چې په خپله هم په دې کنفرانس کې ګډون کوي، تر دې مخکې له نړیوالې ټولنې غوښتي و چې افغانستان ته دې د نغدو پیسو ورکولو بهیر پیل کړي ترڅو دا هېواد له اقتصادي سقوط سره مخامخ نه شي.

ګوتیرش د تیرې جمعې په ورځ د افغانستان د روان وضعیت په اړه په یوه خبري غونډه کې وویل، نړیوالې ټولنې ته پکار ده چې په افغانستان کې د یوه داسې بحران د مخنیوي لپاره لارې چارې ولټوي چې هغه به نه یوازې د افغانانو لپاره یوه غمیزه وي بلکې لا بې ثباتۍ ته به لاره هواره او د هغو ترهګرو ډلو لپاره به یوه تحفه وي چې تراوسه هلته فعالې دي.

ګوتیرش دغه راز وویل چې د ملګرو ملتونو وجهي صندوق IMF ته پکار ده چې هغه شااوخوا ۴۴۴ میلیونه ډالر چې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو راهیسې یې کنګل کړي، استثنایي ازادې کړي یا یې افغانستان ته د ورکولو لپاره مېکانېزمونه جوړ کړي. پر دې سربیره د افغانستان د مرکزي بانک شااوخوا نهه میلیارده ډالره هم په بهرنیو په تېره بیا د امریکا په بانکونو کې کنګل شوې او د طالبانو اداره ورته لاس رسۍ نه لري.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش

د ملګرو ملتونو د احصایي له مخې د افغانستان د ۳۸ میلیونه وګړو نژدې نیمایي یې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري او له هرو درېیو افغانانو یو یې نه پوهېږي چې بل ځل خواړه له کومه کړي؟

مخکې له دې چې طالبان واک ته ورسېږي، په افغانستان کې د سختې وچکالۍ او د خپرې شوې کرونا وبا له امله شااوخوا اتلس میلیونخ وګړي عاجلو مرستو ته اړ و.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام UNDP په وروستۍ سروې کې ویلي چې که له افغانستان سره عاجلې مرستې ونه شي نو د دې خطر شته چې د دې هېواد نژدې ۹۷ سلنه وګړي د راتلونکي ۲۰۲۲ کال تر نیمایي پورې، د بې وزلۍ کندې ته ولویږي.

د دغې سروې له مخې په اوس وخت کې د افغانستان په سلو کې ۷۲ وګړي د لوږې تر کرښې لاندې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG