د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

له افغانستانه د نورې نړۍ د امنیت ګواښلو په اړه اندېښنې په خپل ځای دي؟


امریکا کې د سېپټمبر د ۱۱مې له پېښې وروسته
امریکا کې د سېپټمبر د ۱۱مې له پېښې وروسته

په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم د امریکا له شل کلنې جګړې وروسته، یو ځل بیا هغه ډله په دې هېواد واکمنه ده چې متحده ایالاتو يې رژیم ړنګ کړ.

له طالبانو سره د امریکا د جګړې یوه لویه موخه له ترهګرو په ځانګړې ډول القاعده شبکې سره د‌ دې ډلې ټینګې اړیکې وې.

که څه هم د امریکا جمهور رییس جو بایډن په افغانستان کې د خپل ماموریت له پای وروسته وویل، هغه موخه یې په لاس راوړې چې دوی پسې افغانستان ته راغلي وو، خو ښکاري چې امریکا او لویدیځ ملګري یې لا هم په دې اړه اندېښمن دي.

تازه د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لوېډ اسټن ویلي، ښایي القاعده په افغانستان کې یو ځل بیا حضور پیدا کړي.

د پنټاګون مشر چې منځني ختيځ ته په سفر راوتلی، په کویټ کې خبریالانو سره خبرو کې هیله ښودلې چې طالبان به په خپله خاوره کې القاعده ډلې ته ځای ور نه کړي.

د امریکا جمهور رییس جو بایډن په افغانستان کې د خپل ماموریت له پای وروسته وویل، هغه موخه یې په لاس راوړې چې دوی پسې افغانستان ته راغلي وو
د امریکا جمهور رییس جو بایډن په افغانستان کې د خپل ماموریت له پای وروسته وویل، هغه موخه یې په لاس راوړې چې دوی پسې افغانستان ته راغلي وو

هغه زیاته کړې: "امریکا په افغانستان کې د القاعده د فعالېدو ګواښ ته متوجه ده او د له‌منځه وړو لپاره یې بشپړ چمتووالی هم لري."

د طالبانو او امریکا ترمنځ په دوحه کې د شوي تړون یوه برخه، د القاعده په ګډون له ټولو ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرېکون دی، هغه څه چې طالبان ورته ځان ژمن ښیي.

د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمد وثیق ازادي راډیو ته رالېږلي پیغام کې په دې اړه د دوی په پخواني دریځ ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره به د بل هېڅ هېواد په ضد نه کارول کېږي.

خو له القاعده او نورو ډلو سره د طالبانو د اړیکو د پرېکون په اړه د ملګرو ملتونو‌ د امنیت شورا او د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا پلټونکې ادارې سیګار راپورونه چې د دوحې له هوکړې وروسته خپاره شول، ښيي چې طالبانو له دې ډلو سره پټې اړیکې ساتلي دي.

هغه راپور چې طالبانو بیا رد کړ.

د القاعده سربېره افغانستان ته بل ورپېښ ګواښ د داعش ډلې دی.

هغه ډله چې د تېرې اګسټ میاشتې په ۲۶مه یې د کابل حامد کرزي هوايي ډګر په نښه کړ، چېرې چې د ۱۳ امریکايي عسکرو په ګډون نږدې ۱۷۰ تنه په کې ووژل شول او ۲۰۰نور ټپیان شول.

امریکا داعش هم د ځان او خپلو متحدینو لپاره جدي ګواښ بولي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال فرانک مککېنزي په دې وروستیو کې ویلي، له دې ډلې سره د مبارزې لپاره به له طالبانو سره په مشوره عمل وکړي.

خو د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي و، د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته، د افغانانو د امنیت پر وړاندې هېڅ ګواښ نه‌شته.

د فبروري په ۱۸ مه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د پرځېدلي حکومت د ملي امنیت عمومي رییس احمد ضیا سراج یو شمېر خبریالانو سره ناسته کې ویلي و، د القاعده د وسله‌والو سربېره په افغانستان کې د ازبیکستان اسلامي غورځنګ، تاجیکستان اسلامي غورځنګ او د ختیځ چین د ترکستان د وسله‌والو په ګډون ۱۰زره بهرني ترهګر شته چې موخه یې منځنۍ اسیا ته د جګړې غځول دي.

XS
SM
MD
LG