د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۵

ګوښه شوی ولسمشر غني: خلک دې ما وبښي، د پیسو وړلو تورونه بې ځایه دي


ګوښه کړای شوی ولسمشر غني
ګوښه کړای شوی ولسمشر غني

تر شااوخوا شل ورځني غیابت وروسته محمد اشرف غني یو وار بیا له افغانستانه د وتلو سره اړوند په ځینو موضوع ګانو څرګندونې وکړې.

د چهارشنبې په ورځ یې په خپل ټوېټر باندې په یوه اوږده بیان کې څو مسالې یادې کړي.

له دې ډلې ده هغه تورونه په بشپړه توګه بې اساسه او غلط وبلل چې له میلیونونه ډالر یې له ځانه سره وړي دي او همداراز یې له خلکو بښنه غوښتې چې واکمني یې د سولې او ثبات له ټینګښت پرته پای ته ورسېده.

ده ویلي، ملګري ملتونه یا بله هره خپلواکه اداره دې د پیسو وړو مساله وڅېړي.

غني ویلي، د ده او مېرمنې شتمني یې رسماً ثبت ده او دی د ملګرو ملتونو یا بلې هرې خپلواکې ادارې له خوا په دې تړاو د هر ډول پلټنو هرکلی کوي.

د افغانستان دغه ګوښه کړای شوي ولسمشر ویلي، فساد داسې یوه وبا ده چې افغانستان یې کلونه په ګونډو کړی او د ولسمشر په توګه د ده اصلي هڅه دا وه چې له دې پدېدې سره مبارزه وکړي، خو ده ویلي داسې یوه بلا په میراث ورپاتې وه چې په اسانۍ او چټکۍ نه ماتېده.

کله چې د اګسټ په پنځلسمه محمد اشرف غني افغانستان پرېښود لومړی روسي رسنیو راپور ورکړ او ورپسې په کور دننه او بهر راپورونه او ګونګوسې ګډې شوې چې د افغانستان جمهور رییس له لسګونه میلیونه ډالرو سره 'وتښتېد'.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د طلوع نیوز ټلوېزیون سره په یوه مرکه کې چې د چهارشنبې په شپه خپره شوه همدا مساله مطرح کړه چې غني له میلیونونه ډالره نغدو پیسو سره له هېواد ووت.

بلېنکن یې په ځواب کې وویل: "په هغې باندې زه نه پوهېږم. څه چې زه پوهېږم دا دي چې هغه هېواد پرېښود. په یوه ډېر کم وخت کې امنیتي ځواکونه د یوه بنسټ په توګه ونړېدل او حکومت هم دا شان."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په دې مرکه کې دا راز وویل چې غني له ده سره له افغانستانه تر وتلو یوه شپه مخکې ټيلیفوني خبرې کړې وې او ده ته یې ویلي و چې تر مرګه پورې وطن نه پرېږدي.

بلېنکن وویل، نه پوهېده چې غني وطن پرېږدي او نه امریکا ورته د دې کار اسانچاري کړې.

د افغانستان لېرې کړای شوي ولسمشر په خپل پروني بیان کې یو وار بیا ویلي، هېواد یې ځکه د ارګ ماڼۍ د امنیتي ټیم په سپارښتنه پرېښود چې نه یې غوښتل یو وار بیا د ۱۹۹۰ مې کلونو په څېر کوڅه په کوڅه جنګ پیل شي.

هغه زیاته کړې: "د کابل پرېښودل زما د ژوند تر ټولو سخته پرېکړه وه، خو زه باوري وم دا یوازینۍ لار وه چې ټوپک غلي وساتل شي او کابل له شپږو میلیونو کسانو سره خوندي وساتل شي."

ښاغلي غني له افغانستان د وتلو په درېیمه شپه د اګسټ په ۱۸مه هم یو بیان ورکړی و او ویلي یې و، که نه وای وتلی سخته جګړه به پیل شوې وای او ډېرې وینې به تویې شوې وای.

محمد اشرف غني په پروني بیان کې خپګان ښودلی چې د افغانستان د ځینو پخوانیو رهبرانو په څېر په دې ارمان کې پاتې راغی چې افغانستان سولې او سوکالۍ ته ورسوي.

له افغانستانه د وتلي ولسمشر غني پيغام
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:09:23 0:00

هغه ویلي: "له خپلو خلکو بښنه غواړم چې ما په متفاوته شکل پای ته ونه شوای رسولی."

هاخوا د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلېنکن د غني په اړه وپوښتل شول چې ایا د سولې په وړاندې خنډ وو که څنګه؟ هغه یې په ځواب کې وویل: "زه اوس وخت علاقمند نه یم چې شا ته وګورم. کافي وخت شته چې د تېرو شلو کلونو محاسبه وکړو. ځکه څه چې په تېرو څو میاشتو کې وشول دا د هغو مسایلو یوه مجموعه ده چې په تېرو شلو کلونو کې پېښ شوي."

ښاغلي بلېنکن وویل، اوس نو د طالبانو کړنې څارل کېږي، خو امریکا د افغانستان له خلکو سره خپلو ژمنو ته متعهده پاتې کېږي او په سیاسي، ډپلوماټیک او اقتصادي لحاظ به خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

د اګسټ په پنځلسمه طالبانو په کابل ولکه ټینګه کړه او محمد اشرف غني له خپلو ډېرو نږدې همکارانو سره چې د راپورونو له مخې د چارو ادارې د رییس فضل محمود فضلي او د ملي امنیت د سلاکار نومونه په کې شامل دي له افغانستان ووت.

له هماغه راهیسې ګڼو افغانانو ښاغلی غني د افغانستان د سقوط لامل یاد کړی او سختې خبرې یې ورته کړي، خو یو شمېر نورو بیا د هغه کارونه ستایلي هم دي.

XS
SM
MD
LG