د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

هېل: په افغانستان کې اساسي خدمات د سقوط په حال کې دي


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • هېل

امریکايۍ انلاین خپرونه هېل د ملګرو ملتونو وروستي راپور ته د اشارې په ترڅ کې لیکي چې په افغانستان کې اساسي خدمات د سقوط په حال کې دي.

ملګرو ملتونو پرون د اګسټ په اوومه په یو راپور کې وویل چې په افغانستان کې اساسي خدمات د سقوط او له‌منځه تلو په حال کې دي ځکه هلته د مرستو او د خوړو د موادو زېرمې په ختمېدو دي.

هېل د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د سمون د ادارې یا اوچا ویاند یینس لاییرکې له قوله لیکي چې په ژنیو کې یې په یوه خبري غونډه کې ویلي، ملیونونه افغانان روغتیايي خدماتو او خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د سمون ادارې شااوخوا ۱۱ ملیونه افغانانو ته چې په روان کال کې د لوږې او وچکالۍ له ګواښ سره مخامخ دي، د بشري مرستو لپاره ۶۰۰ ملیون ډالره بېړنۍ بسپنه غوښتې ده.

هېل زیاتوي، د اوچا ویاند مرستندوی هېوادونه وهڅول چې د راروانې دوشنبې په ورځ له افغانستان سره د مرستو د جلبولو په هدف د نړیوال کنفرانس په درشل کې له افغانستان سره د مالي مرستو ژمنه وکړي.

د یکشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو له استازو سره د ملګرو ملتونو د پلاوي له کتنې وروسته دې سازمان ژمنه وکړه چې له افغانستان سره بشري مرستو ته به دوام ورکوي.

د بشري مرستو په چارو کې د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس ملیونونه اړو افغانانو ته د مرستو د رسولو پر اړتیا او ملاتړ ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د اګسـټ په ۱۵مه پر ټول افغانستان د طالبانو له ولکې وروسته د پیسو نړیوال صندوق، نړیوال بانک او د متحده ایالاتو د خزانې وزارت له افغانستان سره خپلې ټولې مالي مرستې بندې کړې دي.

  • نیوزویک

نیوزویک مجلې هم د افغانستان روانو حالاتو ته کتنه کړې او لیکي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو ضد مقاومت د ځپلو او په کابل کې د خپلې خوښې حکومت د جوړولو لپاره له طالبانو سره د پاکستان د مرستو د ادعاوو له کبله د افغانانو غوسه پارېدلې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې اسلام‌اباد کولای شي د افغانستان په راتلونکي کې مهم رول ولوبوي.

نیوزویک لیکي، پاکستان او د دې هېواد د پوځي استخباراتو اداره ای اس ای، له طالبانو سره تاریخي اړیکې لري چې په ۹۰مه لسیزه کې یې هم په جګړه‌ځپلي ګاونډي افغانستان کې واک ته د دې ډلې په رسولو کې مرسته کړې وه.

مجله زیاتوي، یو زیات شمېر افغانان اوس وېره لري چې افغانستان به یو ځل بیا د پاکستان تر واکمنۍ لاندې راشي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې مشر د تېرې شنبې په ورځ د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړ.

پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته دا افغانستان ته د یوه بهرني چارواکي لومړی سفر و.

فیض حمید کابل ته د سفر پر مهال خبریالانو ته ویلي و چې پاکستان غواړي د با ثباته او ټول‌شموله حکومت په جوړولو کې له افغانستان سره ګډ کار وکړي.

د افغانستان د پخوانیو حکومتونو چارواکو په وار وار ویلي دي چې د طالبانو مرکزونه په پاکستان کې دي او د دې هېواد پوځي استخباراتي اداره د طالبانو ملاتړ کوي، خو اسلام‌اباد دا تور بیا بیا رد کړی دی.

XS
SM
MD
LG