د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۵

د کابل له هوايي ډګره الوتنې پیل شوې؛ امریکا: د مرستو رسولو لپاره اړین کار وشو


ارشیف
ارشیف

له شااوخوا یوې اوونۍ وروسته د افغانستان د هوايي چلند اداره د کورنیو پروازونو د پیل خبر ورکوي.

دغه ادارې تېره ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې لومړنۍ پرواز به د جمعې په ورځ له کابله مزار شریف ته ترسره شي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي دغه پرواز به د افغانستان په وخت ماسپښین درې بجې وي.

له بلې خوا طالبان وايي، د کابل هوايي ډګر به د نړېوالو پروازونو لپاره ډېر ژر فعاله شي.

د طالبانو د مطبوعاتو برخې یوه غړي بلال کریمي نن جمعه ازادي راډیو ته وویل، په هوايي ډګر کې د پاکولو چارې بشپړې شوي او ډېر ژر به تخنیکې چارې د بیا جوړېدو لپاره پیل شي.

کریمي زیاته کړه: "د کابل په هوايي ډګر کې د تخنیکي سیسټمونو د بیا جوړېدو چارې پیل شوي او هلته له قطر او ترکیې هېواد څخه راغلي ټیمونه په چټکۍ سره کار کوي، څو دغه میدان د ملکي او سوداګریزو الوتنو لپاره ژر تر ژره جوګه شي."

هغه وویل، د قطر او ترکیې یو تخنیکي ټیم ګډ کار کوي، څو د کابل نړیوال هوايي ډګر یو وار بیا د پروازونو جوګه وګرځوي، ځکه د امریکایانو له وتلو وروسته د هوايي ډګر ډېرې برخې زیانمنې شوې وې او وسایل یې تخریب شوي وو.

د افغانستان د هوايي چلند ادارې له لوري په خپاره شوېو راپورونو کې د حامدکرزي نړېوال هوايي ډګر څخه په کلني ډول ۱،۵ میلیونه وګړي د نړۍ ګوټ- ګوټ ته تک او راتک کاوه.

د معلوماتو له مخې له دې ډګره په میاشتني ډول له ۳۰۰ څخه تر ۵۰۰ کورني پروازونه کېدل چې شااوخوا ۵ سوه زره کسان یې د افغانستان ګوټ ګوټ ته انتقالېدل. همدا راز په میاشتني ډول شااوخوا ۴۰۰ نړېوال پروازونه کېدل.

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې له لوري د خپاره شوېو معلوماتو له مخې په دې هوايي ډګر کې شااوخوا ۷۶۰ امنیتي کمرې نصب شوي وو چې د ټول هوايي ډګر امنیتي وضعیت یې څاره.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس

د دې ادارې د معلوماتو له مخې د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګره په کلني ډول د هوايي ټرافیک له لارې په میلیونونو ډالر عواید ترلاسه کېده.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس تېره شپه ناوخته په یوې خبري غونډه کې وویل، امریکا افغانستان ته خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي.

هغه وویلي، موږ غواړو وګورو چې د کابل نړېوال هوايي ډګر څه ډول بیرته فعالیدلی شي؟ " موږ په څو دلیلونو غواړو چې هوایي ډګر فعال شي، یو دا چې کومې بشري مرستې چې موږ یې افغانستان ته استول غواړو ورسیږي، دا شان د سوداګریزو الوتنو ترڅنګ به دغه هوایي ډګر د دې جوګه هم شي چې موږ وکولای شو خپل اتباع چې د امریکا ویزه، اقامه او د کډوالۍ ځانګړي ویزې لري او هغه کسان چې له خطر سره مخ دي انتقال کړو."

د کابل هوايي ډګر د طالبانو تر راتلو وروسته د ملکي او تجارتي پروازونه په مخ تړلي و او یوازې بهرنیو هېوادونو په پوځي الوتکو کې خپل خلک او افغان همکاران بهر ایستل.

XS
SM
MD
LG