د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

د افغانستان لپاره د پاکستان ۳ لومړیتوبونه؛ "نړیوال دې طالبانو سره وغږیږي"


ارشیف، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له ملا برادر سره
ارشیف، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له ملا برادر سره

پاکستان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له دې هېواد سره په درېيو برخو کې کار وکړي.

له ۱۴ میلیونو افغانانو سره چې د لوږې له بحران سره مخامخ دي:

  • فوري مرسته وکړي.
  • د یوه ټول شموله حکومت ملاتړ وکړي.
  • او په افغانستان کې له طالبانو سره کار وکړي چې پر ټولو تروریستي ډلو برید وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر منیر اکرم پرون پنجشنبه له اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د راتلونکي رول په اړه د خپل حکومت لیدلوري څرګندې کړې، ویې ویل، پاکستان د سیمې له هېوادونو او نړیوالې ټولنې سره په تماس کې دی چې څرنګه د دغو درېيو لومړیتوبونو په اړه په ګډه کار وکړي.

ده ټینګار وکړ چې بشري مرستې باید تر ټولو مهم لومړیتوب وي او د امریکا او نورو هېوادونو له لوري د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدا د افغانستان لپاره بې ګټې کار دی ځکه چې له دې کبله طالبانو ته هېڅ ډالر یا بهرني اسعار نه پاتې کېږي چې خوراکي مواد پرې رانیسي یا تېل وارد کړي.

ښاغلي اکرم زیاته کړه: "انفلاسیون به زیات شي. په افغانستان کې به بیې نورې هم لوړې شي. د بې وزلۍ اندازه به نوره هم ډېره شي."

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر منیر اکرم
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر منیر اکرم

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر په عین حال کې لوېدیځوالو ته خبرداری ورکړ چې د دې په نتیجه کې به د مهاجرت بحران رامنځته شي او دا هغه شی دی چې دوی ورڅخه اندېښنه لري.

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، طالبانو له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په وروستۍ میاشت کې د افغانستان خاوره ډېره چټکه ونیوله او له دې سره د افغانانو له لوري پر پاکستان تورونه نور هم زیات شول چې پاکستان د طالبانو ملاتړ وکړ.

دوی وايي چې د طالبانو مشران او د کورنیو غړي په پاکستان کې مېشت وو او د طالب ټپیانو درملنه په پاکستان کې کېده.

خو ځینې کتونکي بیا وايي چې پر طالبانو د پاکستان نفوذ تر هغه څه چې دی، زیات ښودل کېږي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر هم دا خبره تاییدوي. ده وویل چې پر طالبانو د پاکستان په اغېز کې له مبالغې کار اخیستل کېږي.

د اکرم په وینا پاکستان تر نورو، افغانان ښه پېژني، د زور له لارې پر افغانانو کوم کار نه شي کېدای، د تېرو ۴۰ کلونو تجربې وښوده چې له بهره هېڅوک افغانان دیکته کولی نه شي. نو ښه لار د هغوی تشویقول، ورسره خبرې او مشورې دي.

XS
SM
MD
LG