د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۳

اروپايي ټولنه د افغان کډوالو په منلو کې د ګډ دریځ پر خپلولو ونه توانیده


یو شمېر کډوال
یو شمېر کډوال

اروپایي ټولنې له افغانستان او د افغانستان له ګاونډیو سره د مرستو د زیاتېدو وړاندیز وکړ، خو د ۲۷ غړیو هېوادونو دا ټولنه ونه توانېده چې د افغان کډوالو د منلو برخه کې یو ګډ دریځ خپل کړي.

اروپایي ټولنه هڅه کوي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال د کډوالو کړکېچ بیا تکرار نه شي.

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو پرون په بروکسل کې تر غونډې وروسته په ګډه اعلامیه کې وویل، دا ټولنه غواړي چې د سرحدونو د پیاوړي کولو او د مرستو د ورکولو له لارې د افغان کډوالو د ستر بهیر مخه ونیسي.

لویدیځو هېوادونو په تېرو دوو اونیو کې تر یو لک او شل زره ډېر هغه کسان چې تېرو دوو لسیزو کې یې د طالبانو پر ضد له دوی سره همکاري کړې ده له کابله ایستلي دي.

جرمني څومره افغانان منلي؟

د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل وایي، په دې ډله کې هغه ۴۰ زره کسان هم شامل دي چې په جرمني کې یې د اوسېدو اجازه ترلاسه کړې ده.

د دې سربېره چې تراوسه په سلګونو زره کسان له افغانستانه ایستل شوي دي لا هم ډېر نور افغانان شته چې ژوند یې په افغانستان کې له خطر سره مخامخ دی.

انګېلا مېرکل وایي، ۴۰ زره افغانانو په جرمني کې د اوسېدو اجازه ترلاسه کړې.
انګېلا مېرکل وایي، ۴۰ زره افغانانو په جرمني کې د اوسېدو اجازه ترلاسه کړې.

د اروپا د کورنیو چارو کمېشنر یلوا یوهانسون وایي، اروپایي ټولنه باید ښځې، ماشومان، قاضیان، خبریالان او د بشري حقونو فعالان ومني او دا هغه کسان دي چې تر شل کاله ازادیو او حقونو وروسته اوس د طالبانو له لوري له ستونزو سره مخامخېږي.

د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل پرون د اتریش له صدراعظم سباستیان کورز سره تر لیدو وروسته په برلین کې خبري غونډې ته وویل: "د اوس لپاره هڅې کېږي چې له طالبانو سره زموږ د ارتباط لاره مشخصه شي. موږ له خپل سفیر پوتزل، متحد ایالاتونو او یو شمېر نورو هېوادونو سره اساسي توافق کړی دی چې هغو کسانو ته په راتلونکي کې هم اجازه ورکړل شي چې له افغانستانه ووځي چې پاسپورټ لري او د هغو هېوادونو تایید ورسره وي چې دوی یې منلي دي، خو دا پروسه باید طالبان روښانه کړي."

جرمني له ۲۰۱۵ میلادي کال راپه دې خوا تر بل هر هېواد ډېر کډوال منلي دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر وایي، د اروپایي ټولنې ټول هېوادونه باید د کډوالو د منلو برخه کې خپله ونډه ولري، خو د اتریش صدراعظم سبستیان کورز وایي، هېواد یې د نورو افغانانو منلو ته چمتو نه دی او په ټوله اروپا کې به هم د افغان کډوالو د خپرېدو د پروګرام ملاتړ ونه کړي.

  • د پولنډ هڅې

د پولنډ حکومت هم د خپل هېواد له ولسمشره غوښتي دي چې د بلاروس له لوري د کډوالو د راتګ د مخنیوي لپاره پر پوله بیړنۍ وضعیت اعلان کړي.

  • کاناډا څومره افغانان منلي؟

خو بل لور ته د کاناډا حکومت اعلان کړی دی چې شااوخوا پنځه زره هغه افغان کډوال مني چې پر کابل د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د متحد ایالاتونو له لوري له افغانستانه ایستل شوي دي.

د کاناډا د کډوالو د چارو وزیر مارکو میندیچینو پرون وویل، کاناډا به د ډېرو افغانانو د منلو لپاره خپلې هڅې وکړي.

کاناډا نژدې اووه کاله مخکې خپل وروستی پوځي له افغانستانه وایست او په وروستیو کې شااوخوا درې زره اووه سوه افغانان له کابله وایستل دا هغه کسان وو چې پخوا یې له کاناډایي پوځیان سره کار کړی وو.

کاناډا مخکې ژمنه کړې وه چې تر شل زره ډېر افغان کډوال به ومني او په دوی کې به تر ډېره د ښځو فعالانې، د بشري حقونو مدافعان او خبریالان شامل وي چې د طالبانو تر واک لاندې یې په افغانستان کې ژوند له خطر سره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG