د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۵

طالبان: کله چې ټول بهرني ځواکونه ووځي، چمتو یو د کابل هوایي ډګر فعال وساتو


د کابل هوايي ډګر کې طالبان
د کابل هوايي ډګر کې طالبان

طالبان وایي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به د کابل نړیوال هوایي ډګر فعال وساتي.

د کابل له هوایي ډګره په وروستیو دوو اونیو کې چې امریکایي او د نورو متحدانو ځواکونو یې د بهرنیو وګړو او افغانانو د ایستلو لپاره عملیات پیل کړي، ټولې ملکي الوتنې درېدلې دي.

دغه عملیات چې بشپړېدو ته نژدې شوي ورسره داسې اندېښنې هم راپورته شوي چې ایا د کابل نړیوال هوایي ډګر به د اګسټ له ۳۱ مې وروسته چې ټول امریکایي ځواکونه به له دې هېواده ووځي، لازم تخنیکي وسایل او پرسول ولري چې ملکي الوتنې ورته بېرته پیل شي؟

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې د کابل هوایي ډګر به فعال وساتي او دې چارې ته یې بشپړ تیاری نیولی دی.

مجاهد زیاته کړه: "کله چې خارجي ځواکونه له میدانه ووځي، نو موږ د میدان لپاره د حفاظت پرسونل هم لرو او ټول تخنیککاران به هم په کار پیل وکړي او تخنیکې ستونزې یې هم حلېږي."

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، د کابل هوایي ډګر به فعال وساتي او دې چارې ته یې بشپړ تیاری نیولی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، د کابل هوایي ډګر به فعال وساتي او دې چارې ته یې بشپړ تیاری نیولی.

د ناټو د غړیو هېوادونو په ګډون د ملګرو ملتونو مرستندویه ټولنې غواړي چې د کابل نړیوال هوایي ډګر د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته پرانیستي وي، ځکه افغانستان چې سخت وچکالۍ او جګړو ځپلۍ، شااوخوا اتلس میلیونه وګړي یې بشري بېړنو مرستو ته اړتیا لري او د کابل هوایي ډګر د دغو مرستو په لېږدولو کې مهم رول لري.

که څه هم طالبان د دې هوایي ډګر د فعال ساتلو ژمنه کوي خو د راپورونو له مخې کابل هوایي ډګر کې د خلکو د ډېرې ګڼې ګوڼې او د چارواکو د بې پروایي له امله د دې هوایي ډګر ډېر تخنیکي او نور هغه وسایل چې د الوتکو له کښیناستو او پورته کېدو لپاره اړین دي، له منځه تللي یا ورته ډېر زیان رسیدلی.

د افغانستان د ملکي هوایي چلند د ادارې د الوتنو د خوندیتوب د سټنډرډ د برخې عمومي رییس غلام جیلاني وفا له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې د کابل هوایي ډګر ته د میلیونو ډالرو زیان رسیدلی.

دی وايي: "مثلاً د الوتکو د نشست سیسټم چې ایلیس ورته وایي، اینسټرومینټ لانډینګ سیسټم مطلق خراب دی. د کنټرول ټاور ډېرې مخابروي، د کمونکېشن ټولې دستګاوې یې خرابې کړي دي. د ارتباطاتو سیسټم خراب دی. د رن وې ډېر لایټونه په ډېرو ځایونو کې مات شوي دي. له ساختماني او د تجهیزاتو له پلوه په میلیونونو ډالره تاوان د کابل هوایي ډګر ته رسیدلی دی."

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د کابل د هوایي ډګر د فعال ساتلو برخه کې یو هېواد چې په دې وروستیو کې یې ډېر نوم اخېستل کېږي هغه ترکیه ده.

ترکي ځواکونو د ناټو د ماموریت په چوکاټ کې په تېرو شپږو کلونو کې د کابل د هوایي ډګر امنیتي چارې سمبالولې.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تېره ورځ وویل، د ځواکونو له خوا یې د کابل د هوایي ډګر د چارو د سمبالولو لپاره د طالبانو د غوښتنې په اړه تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

اردوغان وویل، پر دې غوښتنې غور کوي خو لومړی باید د کابل له امن کېدو ډاډه شي.

XS
SM
MD
LG