د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

پر بایډن نیوکې؛ پولیټیکو: ولې نوموړي له افغانستانه امریکايي ځواکونه وایستل؟


ولسمشر بایډن
ولسمشر بایډن
  • هیل ورځپاڼه

هیل ورځپاڼه لیکي، افغانستان د دوهم ځل لپاره د داسې چا لاسونو ته لویدلی چې د منځنیو پیړیو نظر لري او دا د هغو افغانانو لپاره چې په معاصره نړۍ کې مودرڼ ژوند غواړي یوه تراژیدي ده.

دغه کسان اوس هڅې کوي چې له افغانستانه ووځي.

  • واشنګټن ایګزاماینر

بلې امریکایي ورځپانې واشنګټن ایګزاماینر د دې کسانو په اړه مقاله خپره کړې ده.

د دې مقالې په پیل کې د امریکا د متحد ایالاتونو د دفاع وزیر په وینا راغلي دي چې امریکا په افغانستان کې دومره ځواکونه نه لري چې له هغو امریکایانو او افغانانو سره چې د وتلو جوګه دي، مرسته وکړي.

د ورځپاڼې په باور شااوخوا شپږ زره امریکایي پوځیان په کابل کې د حامد کرزي د هوایي ډګر امنیت ساتي او له افغانستانه د شوې ژمنې له مخې د ټولو امریکایي پوځیانو د وتلو لپاره تر دوو اونیو لږ وخت پاتې دی.

واشنګټن ایګزاماینر وړاندې لیکي:

د حامد کرزي هوایي ډګر ته تللې لار د طالبانو په لاس کې ده او پردې مزدحم سړک هغو خلکو ته چې بیروبار جوړوي ګواښ کوي او وهي یې.

ورځپاڼه بیا لیکي چې د امریکا سفارت هم په کابل کې تر میدان پورې د خلکو د خوندي تګ تضمین نه کوي.

وروسته تردې چې طالبانو د یکشنبې په ورځ کابل ونیو، د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن په خپلې لومړۍ مرکه کې ټینګار وکړ چې د هغو امریکایانو مخه نه ده نیول شوې چې هوایي ډګر ته ولاړ شي چې پاسپورټ لري او په دې برخه کې له طالبانو سره موافقه هم شوې ده.

  • پولیټیکو

پولیټیکو خپرونې هم پر همدې موضوع لیکنه خپره کړې ده او لیکي، جمهوري غوښتونکي د ولسمشر بایډن پر اداره انتقاد کوي چې ولې یې له افغانستانه ځواکونه وایستل؟

د خپرونې په باور جمهوري غوښتونکي په دې برخه کې یوه خوله دي، خو په افغانستان کې د امریکا د متحدانو د پریښودو پرسر د یو شمېر جمهوري غوښتونکو نظر بدل دی.

د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وخت په امریکا کې د کډوالو له زړې پالیسۍ سره مخالفت کېده.

اوس چې د امریکا په زرګونو افغان متحدان د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو له لوري له ګواښ سره مخامخ شوي دي، د خپرونې په باور دا مساله یې پیچلې کړې ده.

  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼې بیا د ملګرو ملتونو د پخواني مرستیال مارک مالوچ براون لیکنه خپره کړې ده.

د دې مقالې په پیل کې ښاغلی براون لیکي، د نولس سوه اتیایمو کلونو په ترڅ کې چې ده د ملګرو ملتونو د پلان جوړونکي په توګه کار کاوه ورته تراژیدي یې لیدلې وه چې د شوروي اتحاد پوځیان له افغانستانه وتل.

بیا د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د مسوول په صفت د طالبانو تر سقوط وروسته د بیارغاونې د هڅو شاهد و.

دی بیا لیکي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید سمدستي لاس په کار شي، څو په افغانستان کې د یوناما ونډه چې له کابله پرته نورو ولایتونو کې استازي لري، پياوړې شي.

ښاغلی براون په دې مقاله کې دې ته هم اشاره کوي چې افغانستان کې بشري وضعیت ته ژوره اندېښنه لري او لیکي چې په اوړي کې لا د راپورونو له مخې د افغانستان نیمایي خلکو بېړنیو مرستو ته اړتیا لرله، د دغه هېواد له لسو کسانو یو تن له خپله کوره بې ځایه شوی دی.

ښاغلی براون پر دې ټینګار کوي چې د افغانستان د وضعیت د ښه کېدو لپاره باید د ملګرو ملتونو ونډه پراخه شي او دې برخه کې هم د افغانستان دننه واکمنان او هم ټول نړیوال مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG