د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

امریکا د دغه هېواد ملکي الوتکو ته اجازه ورکړه چې کابل ته الوتنې وکړي 


د کابل هوايي ډګر
د کابل هوايي ډګر

د امریکا د هوايي چلند فدرالي ادارې چهارشنبه ناوخته د امریکا ملکي الوتکو او پیلوټانو ته اجازه ورکړې چې کابل ته پرواز وکړي، څو د زرګونو کسانو د لېږد په برخه کې د هغه هېواد له پوځیانو سره مرسته وکړي.

رویټرز خبري اژانس د امریکا د هوايي چلند د فدرالي ادارې د اعلامیې په حواله راپور ورکړی چې د کابل هوایي ډګر ته ټول مرستندویه پروازونه باید د امریکا د دفاع وزارت په اجازه ترسره شي.

د اعلامیې له مخې دفاع وزارت په خپله له دې امر مستثنا دی.

د پنټاګون چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي چې ایا د کابل له نړیوال هوایي ډګره به د زرګونو کسانو د لېږد لپاره د ملکي برخې له پیلوټانو او الوتکو‌ څخه استفاده وکړي که نه؟

امریکا داسې وخت کابل ته د خپلو ملکي الوتکو د الوتلو اجازه ورکړې چې دا پنځمه ورځ ده طالبانو په پلازمېنې کابل ولکه ټينګه کړې.

ښار ته د طالب وسله والو په راتګ سره لسګونه زره کسانو د حامدکرزي نړیوال هوایي ډګر په لور وخوځېدل او هر یوه هڅه کوله چې په شته الوتکو کې ځانونه له افغانستانه وباسي، خو د راپورونو له مخې امریکا او نورو اروپايي هېوادونو هغو خلکو ته چې تمه ده دوی یې ولېږدوي، مخکې له مخکې احوال ورکړی او بې له سنده څوک په الوتکو کې نه وړي.

د خلکو د ګڼې ګوڼې د کمولو لپاره په هوايي ډګر کې شته امریکايي پوځیانو او طالب وسله والو هوايي ډزې هم کړي دي.

مخکې ورځو کې د یو شمېر خلکو د مرګ ژوبلې راپورونه هم خپاره شوي وو.

تازه ازادي راډیو ته د کابل یوې اوسیدونکې د یوه پیغام په استولو له طالب وسله والو شکایت کړی چې په هوايي ډګر کې په ورټولو عامو خلکو ډېر زور زیاتی کوي.

د خلکو د ګڼې ګوڼې د کمولو لپاره په هوايي ډګر کې شته امریکايي پوځیانو او طالب وسله والو هوايي ډزې هم کړي دي.
د خلکو د ګڼې ګوڼې د کمولو لپاره په هوايي ډګر کې شته امریکايي پوځیانو او طالب وسله والو هوايي ډزې هم کړي دي.

دی وايي: "خلک وهي، ټکوي. چا سره چې اسنادونه دي هغه هم نه پرېږدي چې تېر شي. او دا چې خلکو همداسې هجوم ور وړی څوک چې اسناد نه لري هغه هم هلته ولاړ دي. نو یو ظلم او ستم دی. ښځې وهي، سړیان وهي شلاق ورسره دی. د خلکو په منځ کې ډزې کوي. مرمۍ چې په هر چا ولګېده پروا یې نه کوي."

طالبانو لا په خلکو باندې د زور زیاتي د شکایتونو په تړاو کومه تبصره نه ده کړې، خو په خواله رسنیو باندې ګڼو خلکو د هوايي ډګر د نظم په ساتنه کې د امریکایانو او طالبانو د پاتې راتلو تر څنګ هغه کسان هم ملامته کړي چې په هوايي ډګر کې یې ګډوډي رامنځته کړې ده.

د سپینې ماڼۍ چارواکو د چهارشنبې ناوخته د اګسټ په ۱۸مه وویل چې د اګسټ له ۱۴مې څخه تراوسه پورې کابو ۶۰۰۰ کسان له افغانستانه دې هېواد ته لېږدول شوي دي.

د امریکا دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ د کابل د نړیوال هوایي ډګر کنټرول په لاس کې واخېست.

د امریکا د ولسمشر د پرېکړې له مخې زرګونه امریکايي پوځیان د عسکرو د خوندي ایستلو د بهیر لپاره په کابل هوایي ډګر کې مېشت شوي او ښايي د اګسټ تر یوې دېرشمې ور هاخوا هم امریکايي ځواکونه هلته پاتې وي څو د وتلو بهیر په بشپړه توګه سرته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG