د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۵

د افغانستان په روان وضعیت د ملګرو ملتونو د مرستندویه ټولنو اندېښنې


د کابل ښار یوه څنډه
د کابل ښار یوه څنډه

د ملګروملتونو مرستندویه ټولنو په افغانستان کې روان وضعیت په تېره د بشري حقونو او د ملکیانو د ژوند د خوندیتوب له پلوه د اندېښنې وړ بللی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ، د روغتیا د نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې صندوق یا یونېسف مسولینو پرون د اتریش په پلازمېنه ویانا کې په یوه مجازي کنفرانس کې ګډون کړی و.

  • د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ وایي، د ملګرو ملتونو غړیو هېوادونو ته په کار ده چې پر طالبانو له خپل نفوذه کار واخلي، څو دا ډله د ملکي خلکو ژوند خوندي کړي.

د دې کمېشنرۍ ویاند روپرټ کالویلي پرون سې شنبې د اتریش په پلازمېنه ویانا کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د ملګرو ملتونو غړي مسولیت لري چې په افغانستان کې د وضعیت د کراري لپاره له خپلو امکاناتو کار واخلي او د هغو ډلو د ژوند خوندیتوب یقیني کړي چې له خطر سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ ویاند روپرټ کالویلي
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ ویاند روپرټ کالویلي

کالویلي زیاته کړه، د طالبانو ویاندویان په وروستیو بیانونو کې هغو خلکو ته چې له پخواني حکومت سره یې کار کړی، د عفوې او ښځو او نجونو ته د کار کولو او زده کړې په ګډون یو لړ ژمنې کوي چې باید پرهغوعمل وکړي، خو پخوانیو تجربو ته په پام په دې برخه کې ځینې شکونه هم شته:"په ډېرو خلکو کې خورا وېره خپره ده او تېر تاریخ ته په کتو هغه د درک وړ ده."

  • د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاندې شابیا مانتو وویل، دا کمېشنري د روان وضعیت په ترڅ کې چې د بدلېدو په حال کې دی، د ښځو او نجونو او د هغو کسانو چې په اوس یا تېر وخت کې له حکومت، نړیوالو سازمانونو یا نړیوالو پوځیانو سره همکاري کړې، په ګډون د ملکي وګړو له بشري حقونو څخه تیریو ته اندېښنه لري.

نوموړې د روان کال له پیل راهیسې د جګړو او ناامنیو له امله د بې ځایه شوېو کسانو شمېر له ۵۵۰ زرو زیات وښود او زیاته یې کړه چې که څه هم په اوس وخت کې له افغانستانه ګاونډیو هېوادونو ته د تلونکو کسانو شمېر کم دی، خو وضعیت په چټکۍ د بدلېدو په حال کې دی.

نوموړې زیاته کړه چې دغه وضعیت ته په پام یې له هېوادونو غوښتي چې بېرته خپل هېواد ته د افغانانو له جبري ستنولو ډډه وکړي: "دې ته په پام چې د هېواد په ډېرو برخو کې امنیتي او د بشري حقونو وضعیت په چټکۍ خراب شوی او یو بشري بېړنۍ حالت رامنځته شوی، UNHCR اوس پر هېوادونو غږ کوي چې د هغو افغانانو جبري ستنول ودروي چې مخکې د نړیوال خوندیتوب مستحق نه دي پېژندل شوي."

  • د روغتیا نړیوال سازمان

د روغتیا نړیوال سازمان who ویاند تاریک یاشاریویچ هم په ویانا کې انلاین کنفرانس ته وویل چې په افغانستان کې روان وضعیت پر روغتیایي کمزوري سیستم لا ناوړه اغېز کړی او روغتیایي اساسي توکي او تجهیزات له کمبود سره مخامخ شوي.

یاشاریویچ دغه راز وویل، په کابل هوایي ډګر کې ګډوډیو هم د روغتیایي عاجلو وسایلو او درملو رسول له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړي دي.

  • یونېسف

په افغانستان کې د ملګروملتونو د ماشومانو د ساتنې صندوق یونېسف د فعالیتونو او بېړنو چارو مشرمصطفي بن مسعود دغه کنفرانس ته په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړوباله او ویې ویل، دا هېواد د ماشومانو د اوسېدو لپاره له ستونزو ډک ځای دی او وضعیت یې لا د خرابېدو په حال کې دی.

هغه زیاته کړه، د روان ۲۰۲۱ کال لپاره یې اټکل کړی چې له هرو دوو افغان ماشومانو یو به یې خورا له خوارځواکۍ سره مخامخ وي.

هغه وویل، په افغانستان کې د اتلس میلیونه وګړو چې بشري مرستو ته اړتیا لري، نیمایي ېې ماشومان دي.

XS
SM
MD
LG