د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

ارګ: د سولې مذاکرو د پرمخ بېولو لپاره به یو 'باصلاحیته' پلاوی وټاکل شي


ارګ
ارګ

جمهوري ریاست وايي، په پرونۍ غونډه کې چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ جوړه شوې وه، پرېکړه وشوه چې د دولت له اړخه دې ژر تر ژره یو باصلاحیته پلاوی وټاکل شي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند محمد امیري ازادي راډیو ته وویل، غونډه کې چې سیاسي او جهادي مشران هم په کې حاضر و، دا هم وویل شول چې دغه بلاصلاحیته پلاوی دې د سولې مذاکرو ته چمتو کړای شي.

دی وايي: "په دې غونډه کې سیاسي او جهادي مشرانو او رهبرانو د بې ثباتۍ، تاوتریخوالي او د هېوادوالو د اواره کېدو د پراختیا د مخنیوي لپاره د ولسمشر د دریځ ملاتړ وکړ. دغه راز پرېکړه وشوه، یو باصلاحیته هیئت دې ژر تر ژره د دولت له لوري وټاکل شي او مذاکرو ته چمتو کړای شي."

جمهوري ریاست نه دي ویلي چې د دغه بل لوړ رتبه هیئت په ترکیب کې به څوک شامل وي او مشري به یې د چا پر غاړه وي؟

خو د دولت یوه هیئت چې مشري یې د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله کوله تېره چهارشنبه په قطر کې خپلې درې ورځنۍ مذاکرې پای ته ورسولې.

قطر چې د وسله والو طالبانو سیاسي دفتر په کې دی، پرون له وسله والو طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې خپلې حملې بندې او اوربند وکړي.

عبدالله عبدالله کوله تېره چهارشنبه په قطر کې خپلې درې ورځنۍ مذاکرې پای ته ورسولې.
عبدالله عبدالله کوله تېره چهارشنبه په قطر کې خپلې درې ورځنۍ مذاکرې پای ته ورسولې.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې قطر پرون شنبه په پلازمېنه دوحه کې په یوه غونډه کې پر طالبانو غږ وکړ چې خپل یرغلیز عملیات بند کړي او د اوربند غوښتنې ومني.

بل خوا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم په ټویټر کې لیکلي چې د دوی د قطر د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او ورسره هیئت د قطر د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره په کتنه کې د افغانستان پر وروستیو تحولاتو خبرې وکړې.

د محمد نعیم د ټویټ په حواله ښاغلي برادر ویلي چې دوی له نړۍ او نړیوالې ټولنې سره د مثبت تعامل غوښتونونکي دي او غواړي ستونزې د خبرو له لارې حل شي.

د سولې له هڅو سره- سره په افغانستان کې د جګړو شدت او د وسله والو طالبانو له خوا د ولسوالیو او د ولایتونو د مرکزونو د نیولو لړۍ روانه ده چې د زرګونو کورنیو د بې ځایه کېدو سبب شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر، نور الرحمن اخلاقي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، کابل ته د بې ځایه شوېو د لویو جوپو ورتګ د یوه بحراني حالت سبب شوی دی.

دی وايي: "اساسي ستونزه دا ده کله چې خلک په ډله ییز ډول بې ځایه کېږي، د دې موضوع مدیریتي مسئله او تخنیکي امکانات چې دغو کسانو ته د مرستو رسولو سبب شي، هغه موضوع ده چې موږ له موسساتو سره ورباندې خبرې کړې دي. دوی د دغو ظرفیتونو زیاتولو هڅه کوي، هڅه کوو ژر د دغو بې ځایه شوېو مرسته وکړو. په کار ده د هغو خلکو مننه وشي چې د خپلې شپې ډوډۍ له بې ځایه شوېو سره نیمايي کوي او پارکونو ته ورځي. دوی په هېڅ مرحله کې دا اړ خلک یوازې نه دي پرېښي."

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر، نور الرحمن اخلاقي وویل چې کابل ته د بې ځایه شوېو د لویو جوپو ورتګ د یوه بحراني حالت سبب شوی
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر، نور الرحمن اخلاقي وویل چې کابل ته د بې ځایه شوېو د لویو جوپو ورتګ د یوه بحراني حالت سبب شوی

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر وايي، رسمي شمېرې ښيي چې په وروستیو ورځو کې یوازې کابل ته څه باندې ۲۰ زره کورنۍ کډه شوي، خو اټکل دا دی چې د دوی شمېر ښايي شا او خوا ۴۰ زره کورنۍ وي.

وزیر وايي، د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې ژوند ګډوډ شوی، ځکه هغه پخوانی نظم نه شته، خلک هلته کار و بار نه لري، دولتي مامورین مجبوره شوي نورو ځایونو ته کډه وکړي.

ولسمشر محمد اشرف غني پرون د داخلي بې ځایه شوېو د مرستې لپاره په جوړه شوې غونډه کې له خپله اړخه له دغو کورنیو سره د ۴۰ میلیونه افغانیو مرستې اعلان وکړ.

XS
SM
MD
LG