د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

ویسا:روانه افغان جګړه تر پخوانۍ هغې ظالمانه او ړنده بریښي


کابل چاپ ورځپاڼې
کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو بیا هم د تل په څېر د روانې جګړې پر وضعیت عواملو، زیانونو او څرنګوالي په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

د ازادي راډیو خبریال د دغه ورځپاڼو غورچاڼ په یوه راپور کې رانغاړلی دی، د دې تړوني په کېکاږلو سره یې ولولئ:

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې لیکلي، داسې ښکاري چې افغانستان د نوي ډول جګړې کندې ته ولوېد، د لیکوال په باور دا جګړه تر پخوانۍ هغې ظالمانه او ړنده بریښي.

په سرمقاله کې راغلي، سمه ده چې جګړه طالبانو روانه کړې، خو په اور باندې یې تېل د ارګ واکمنان ور اچوي، په دې منځ کې ملت دی چې مرګ ژوبلې، دربدرۍ، فقر او ظلمونه ګالي.

په سرمقاله کې یادونه شوې، طالبان په قطر کې خبرې ځنډوي او په جدیت د خبرو میز ته نه کیني، د لیکوال په باور شاید د طالبانو محاسبه دا وي چې یوه میاشت وروسته امریکایان په مکمله توګه له هېواده ووځي او دوی به په ډاډه زړه د زور له لارې واک ترلاسه کړي.

ویسا لیکي:

داسې ښکاري چې دواړه لوري یعنې هم دولت او هم طالبان سخت غولیدلي دي، دوی د خپل وطن د ورانۍ لوبه ګرمه کړې، داسې لوبه چې پرته له شخصي لنډ مهاله ګټې د بریا او سرلوړۍ هېڅ نښه په کې نه لیدل کېږي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، که د جوبایډن د خروج له اعلان وروسته د پېښو بهیر ته دقیق نظر وکړو وینو دا هر څه چې مخې ته راغلي د یو دقیق پلان پر اساس تنظیم شوي، مګر د افسوس ځای دا دی چې د پلان عملي کوونکي په خپله افغانان دي چې هر لوری یې د یو شعار لاندې په دې ویجاړوونکې لوبې کې لوبول کېږي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان لیکي، په دې ورځو او شپو کې په افغانستان کې سوځونکې او وژونکې جګړه اوج ته رسېدلې، د نړیوالو ځواکونو د وتلو له اعلان وورسته دولت زیاتې سیمې له لاسه ورکړي او اوس دولت هڅه کوي چې هغه بېرته ونیسي چې د جګړې زیاتره قربانیان ملکي وګړي دي.

په سرمقاله کې راغلي، له دې سره امریکايي او ناټو ځواکونو له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ او په ځیني ځایونو کې امریکايي هوايي ځواک په جګړه کې له افغان ځواکونو په ملاتړ هوايي بریدونه وکړل.

د لیکوال د معلوماتو له مخې د جګړې د ډګر له ګرمېدو سره د سولې خبرې شاته شوې او له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

د سرمقالې د لیکوال په باور نه هم دولت طالبان او نه هم طالبان دولت له منځه وړلای شي، تر ډېره به جګړه هېواد او تباهي او د افغانانو د وژنې لامل شي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، له نړیواله ټولنه، افغان دولت او طالبان باید د سولې لاره خپله کړي او سولې ته د رسېدو لپاره باید ښکېلې خواوې انعطاف ښکاره کړي.

  • ماندګار

ماندګار ورځپاڼې لیکلي چې د افغانستان جغرافياوي موقعیت له مخې د ځان غوښتونکو، جاه طلبو او اټمي هېوادونو کې پروت دی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، مخ ته راغلي وضعیت ته په کتو روسیې د افغانستان په پولو کې نظامي مانورې پیل کړې چې د طالبانو په ګډون د القاعدې ورته نورو ډول ډار لري.

لیکوال ټینګار کوي چې د سیمې هېوادونه باید له افغان دولت ملاتړ وکړي، څو افغانستان وتوانېږي، له خپل جفرافیوي موقعیته ښه ګټه واخلي.

XS
SM
MD
LG