د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۵

د کندهار پر هوايي ډګر برید؛ مسوول: ځغاستلیکه یې تخریب شوې نن جوړیږي


د کندهار هوايي ډګر
د کندهار هوايي ډګر

د کندهار هوايي ډګر مسوول وايي، د دې هوايي ډګر ځغاستلیکه چې تېره شپه د راکټي بریدونو له امله تخریب شوې وه، د بېرته جوړولو کار یې پیل شوی.

مسعود پښتون ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه شااوخوا اته بجې د نامعلوم لوري د کندهار پر هوايي ډګر درې توغندۍ وتوغول شول چې یوه یې د هوايي ډګر پر ځغاستلیکه یا رنوې لګېدلې چې یوه برخه یې تخریب شوې.

د ښاغلي پښتون په وینا د توغنديو د لګېدو په پېښه کې چاته ځاني زیان نه دی رسیدلی، خو د لنډمهال لپاره دغه هوايي ډګر ته ټولې الوتنې لغوه شوي دي.

د نوموړي په خبره د ځغاستلیکې د بېرته جوړولو کار یې پیل شوی او د نن ورځې تر پایه به بشپړ شي: "اته نیمې بجې درې راکټونه راغلي، یو یې پر رنوې لګیدلی، د نن ورځې تر پایه هڅه کوو چې جوړه یې کړو."

دا په تېرو دوو ورځو کې پر کندهار هوايي ډګر دوهمه راکټي حمله ده.

د وړمې شپې په پېښه کې چې درې توغندي د هوايي ډګر او هوايي لوا ترمنځ لګیدلې وه، ځاني او مالي تلفات یې نه لرل.

په عین وخت کې د کندهار اوسیدونکي پر هوايي ډګر د برید وروسته د ملکي پروازونو بندېدو ته اندېښمن شوي.

تر اوسه د دې بریدونو مسوولیت چا نه دی منلی.

د کندهار د میرویس روغتون د مسوولانو په وینا وروستیو جګړو له امله تر ۵۰۰ زیات مړي او ټپیان دغه روغتون ته وړل شوي
د کندهار د میرویس روغتون د مسوولانو په وینا وروستیو جګړو له امله تر ۵۰۰ زیات مړي او ټپیان دغه روغتون ته وړل شوي

د کندهار پر هوايي ډګر په داسې حال کې راکټي بریدونه کېږي چې په کندهار ښار کې د جګړې نن ۲۲ ورځې پوره کېږي.

د کندهار د میرویس روغتون د مسوولانو په وینا د دغه جګړو له امله تر ۵۰۰ زیات مړي او ټپیان دغه روغتون ته وړل شوي چې ډېره برخه يې ملکیان دي او د متقابلو ډزو، راکټي بریدونو، بمبار او چاودونو له امله مړه او ټپيان شوي.

د کندهار د کډوالو چارو ریاست د معلوماتو پر اساس په تېرو ۲۲ ورځو کې د دغه سیمو او نژدې ولسوالیو څخه شااوخوا ۲۲ زره کورنۍ له خپلو کورنو راوتلي او په دولتي تاسیساتو او د ښار نورو برخو کې یې اړولي دي.

دا مهال د کندهار شپږمه اوومه او اتمه حوزه له وسله والو طالبانو سره ده او د دیارلسمې، پنځمې او ۱۵مې حوزې په ساحه کې لا هم جګړه روانه ده او وسله وال طالبان د ښار مرکزي سیمو ته د داخلېدو هڅه کوي.

XS
SM
MD
LG