د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۹

ریلیف وېب: موږ د افغانستان خلک یوازې نه‌شو پرېښودلای


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ د هغو افغانانو د یوې ډلې په اړه لیکلي چې د اېس‌ای‌وي یا د امریکا د کډوالۍ په ځانګړو ویزو د امریکا ویرجینیا ایالت ته رسېدلي.

ورځپاڼې لیکلي چې د ٢٠٠ مسافرو لومړۍ الوتنه د جمعې په سهار متحده ایالاتو ته ورسېده او دا ډله به د اقامې د غوښتنې وروستي پړاوونه د ویرجینیا په فورټ لي اډه کې بشپړ کړي.

واشنګټن پوسټ د امریکا د کورني امنیت د سلاکار د مرستیال راس ټراورز په حواله لیکلي چې د افغانانو دا لومړۍ ډله په افغانستان کې د متحده ایالاتو په دوه لسیزه مأموریت کې د دوی د همکارۍ او قربانیو په خاطر د ځانګړې ویزې له مخې امریکا ته لېږدول شوې.

د هغه په وینا، تمه کېږي چې ٢،٥٠٠ نور افغانان هم چې د تېرو دوه لسیزو راهیسې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو سره کار کوي، د ځانګړې کډوالۍ د پروګرام په چوکاټ کې ډېر ژر امریکا ته ورسېږي.

امریکایي چارواکو ویلي چې دا هڅې د بهرنیو چارو، د دفاع او روغتیا وزارتونو او بشري خدماتو څانګې د استازو له‌خوا په ګډه همغږۍ شوي.

په دوام کې لولو چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د پنجشنبې په ورځ په کوېټ کې و او هلته‌یې د امریکا له متحدینو وغوښتل ځینو هغو افغانانو ته پناه ورکړي چې غواړي د طالبانو د ګواښ په خاطر افغانستان پرېږدي.

په ورته وخت کې د متحده ایالاتو کانګرس، د رایو په اکثریت سره یوه اضطراري لایحه تصویب کړه چې له مخې به‌یې د هغو افغانانو لپاره د امریکا د ویزو شمېر زیات شي چې په افغانستان کې یې د امریکایانو ترڅنګ کار کړی.

د دې دوه میلیارد او ۲۰۰ ملیونه ډالري لایحې له مخې دغو افغانانو ته به ۸،۰۰۰ اضافي ویزې ورکړل شي او ۵۰۰ ملیونه ډالر به هم د هغوی د ځای پر ځای کولو، سرپناه او نورو اړینو خدمتونو لپاره ځانګړې شي.

د روان کال د مې په لومړۍ نېټه له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو د بهیر له پیل سره، د هېواد په بېلابېلو برخو کې ناامني زیاته شوې. دې چارې د هغو افغانانو د برخلیک په اړه اندېښنې راپورته کړي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې له امریکایانو سره کار کړی دی.

ډېری دغو افغانانو ویلي چې د بهرنیو سرتېرو له وتلو وروسته ممکن دوی د طالبانو له جدي ګواښ سره مخامخ شي.

  • ریلیف وېب

له بلې خوا، ریلیف وېب یا د بشردوستانه چارو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر انلاین خپرونې، "موږ د افغانستان خلک یوازې نه‌شو پرېښودلای" تر سرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړې ده.

ریلیف وېب لیکلي، له دې سره چې افغان سرتېري د افغانستان له ځینو برخو څخه وځي، بشري مرستو ته اړتیا ډېرېږي او نړیواله ټولنه باید له لوږې او بې‌وزلۍ سره مخ زرګونه افغان مېرمنې، نارینه او ماشومان هېر نه‌کړي.

په دوام کې راغلي چې افغانستان له لسیزو راهیسې نا امنیو او طبیعي پېښو لکه زلزلې او وچکالۍ ځپلی دی، مګر ۲۰۲۰ کال په دغه هېواد کې د کرونا ویروس ډراماتیک خپرېدو خلکو او د دوی معیشت باندې نوی بار اچولی او په روغتیایي خدماتو یې جدي فشار راوړی.

ریلیف وېب همداراز لیکلي، د جګړې زیاتوالی اوس افغان ملکي وګړي په لوی خطر کې اچوي او بشري مرستو ته د هغوی لاسرسی کموي.

د بشردوستانه چارو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر انلاین خپرونې ریلیف وېب په پای کې لیکلي چې د جولای له ۱۴مې راهیسې ۲۷۰،۰۰۰ افغانان د امنیت په لټه کې له خپلو کورونو تښتېدلي دي.

XS
SM
MD
LG