د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۱

ناټو: افغانستان کې امنیتي وضعیت ننګونو سره مخ دی او باید پر خبرې وشي


ارشیف، افغان امنیتي ځواکونه
ارشیف، افغان امنیتي ځواکونه

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي، په داسې وخت کې چې د نړیوالو ځواکونو د وتلو پر مهال وسله‌والو طالبانو یو شمېر سیمې نیولي، ده د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره د ټیلیفوني مکالمې پر مهال یو ځل بیا د افغانستان د پوځي ملاتړ د ژمنې ډاډ ورکړ.

ینس سټولټنبرګ په ټویټر کې لیکلي دي، خوښ یم چې نن مې له ولسمشر غني سره خبرې وکړې.

سټولټنبرګ دا هم لیکلي دي چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت له ګواښه ډک دی چې د خبرو اترو له لارې یو جوړجاړي ته اړتیا لري.

سټولټنبرګ زیاته کړه چې ناټو به د افغانستان ملاتړ ته ادامه ورکړي، هم به‌یې تمویل کړي هم به هلته ملکي حضور ولري او هم به په بهر کې افغان ځواکونه وروزي.

د افغانستان امنیتي وضعیت ته د اندیښنو په لړ کې تېره شنبه د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر هم د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ ژمنه وکړه.

جو بایډن له ولسمشر غني سره د ټیلیفوني مکالمې پر مهال ټینګار وکړ چې واشنګتن به د افغانستان پراختیایي هڅو او له دغه هېواد سره بشري مرستو ته ادامه ورکړي. ولسمشر بایډن زیاته کړه چې واشنګټن به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي څو د ځان دفاع وکړي.

بل‌خوا په داسې حال کې چې د افغانستان په جګړه کې په ملي او نړیواله کچه د ملکي تلفاتو د زیاتوالي په اړه اندېښنې زیاتې شوي، د افغانستان دفاع وزارت وايي، په جګړه کې د ملکیانو ژوند ته ځانګړې پاملرنه کوي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۰۵» ازادي راډيو ته وویل چې په جګړه کې د ملکیانو ژوند ورته مهم دی.

دی وايي: "له لاسه وتلیو سیمو د بېرته نیولو، د ستراتېژیکو سیمو او د ولایتونو مرکزونو د امنیت د خوندیتوب لپاره عملیات روان دي، د هرې ورځې په تېرېدو پرمختګونه کوو، د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمې راکمېږي، په ډېر احتیاط سره زموږ عملیات اجرا کېږي چې له یوې خوا دښمن ته زیان واوړي او له بلې خوا د ملکیانو ژوند خوندي شي."

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي، جګړه کې ملکیانو ژوند ورته مهم دی
د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي، جګړه کې ملکیانو ژوند ورته مهم دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر، یوناما په خپل تازه راپور کې وايي، د ۲۰۲۰ میلادي کال د لومړیو شپږو میاشتو پرتله د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي وګړو مرګ‌‌ژوبله ۴۷ سلنه زیاته شوې.

په دغه راپور کې ویل شوي چې د دې مرګ‌‌ژوبلې ډېر مسؤلیت چې ۶۴ سلنه کېږي د حکومت مخالفو وسله‌‌والو ته ورګرځي چې طالبان، غير مسؤل وسله‌‌وال او داعش په ترتيب د دې تلفاتو مسؤل ګڼل شوي.

خو طالبانو دغه راپور یو اړخیز بللی او هغه‌یې رد کړی.

د یوناما په راپور کې همداراز ویل شوي چې ۲۳ سلنه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه هم د ملکي تلفاتو عاملین دي.

په ورته وخت کې دفاع وزارت په اعلامیه کې ویلي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸۷ طالبان وژل شوي، ۱۱۲ ټپيان او ۲ نور نیول شوي دي.

د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو عمومي ویاند اجمل عمر شینواري تېره ورځ ویلي و چې له سقوط شویو ولسوالیو یې تر دا مهاله له ۳۰ زیاتې بېرته نیولې.

طالبانو ادعا کړې چې له ۱۹۰ زیاتې ولسوالۍ نیولې، خو حکومت وايي چې د ځینو ولسوالیو مرکزونه‌یې بل ځای ته انتقال کړي.

د افغانستان د وسله والو ځواکونو عمومي ویاند اجمل عمر شینواری وايي، له سقوط شوېو ولسوالیو یې تر دا مهاله له ۳۰ زیاتې بېرته نیولې.
د افغانستان د وسله والو ځواکونو عمومي ویاند اجمل عمر شینواری وايي، له سقوط شوېو ولسوالیو یې تر دا مهاله له ۳۰ زیاتې بېرته نیولې.

د امریکا دفاع وزارت هم روانه اوونۍ ویلي چې له نیمايي زیاتو ولسوالیو کې د طالبانو نفوذ پراخ شوی.

په وروستیو اوونیو کې طالبانو د څو مهمو بندرونو په شمول په افغانستان کې پراخې سیمې لاندې کړې دي.

له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره د افغانستان د حکومت د سقوط په اړه اندېښنې زیاتې شوي، خو په ورته وخت کې د سولې هڅې هم روانې دي.

د افغان دولت پلاوي د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ د جولای په ۱۷مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له مشرانو سره وکتل، خو دې غونډې څه پرېکنده نتیجه نه‌لرله، یوازې دواړو لورو ژمنه وکړه چې نورو خبرو ته به ادامه ورکړي.

په ورته وخت کې په کابل کې د افغانستان د سولې کور په نوم له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ ترڅنګ د تېرو ۲۰ کلونو د لاسته راوړنو پر خوندیتوب ټینګار کړی.

د افغانستان د سولې کور غړې نګینه یاري په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "زموږ ناسته د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو نه د ملاتړ او همدا شان د دوو لیسیزو لاسته راوړنو د خوندیتوب په هدف ده."

د افغانستان د سولې کور په اعلامیه کې راغلي چې له طالبانو سره باید سوله وشي نه معامله، دوی همدارنګه ټنیګار کوي چې سیاسي اړخونه باید په سوله کې له خپلو شخصي ګټو تېر شي او ملي فکر وکړي.

XS
SM
MD
LG