د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۷

د المپیک اړوند ۱۵۳ کسان په کرونا ویروس اخته شوي


د توکیو المپیک سیالۍ
د توکیو المپیک سیالۍ

د توکیو د المپیک تنظیموونکي وايي، د دې لوبو له پیل راهیسې د ۱۹ لوبغاړو په ګډون د المپیک اړوند ۱۵۳ کسان په 'کووېډ-۱۹' اخته شوي دي.

د المپیک نړیوالې کمېټې نن د جولای په ۲۶مه نېټه وویل چې له دې ډلې څخه ۱۶ کسان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

چارواکو ویلي دي چې په ویروس اخته کسان د توکیو د قرنطین مرکز ته بیول شوي دي.

د المپیک د ۲۰۲۰ کال لوبې له یو کال ځنډ وروسته د جولای په ۲۳مه د جاپان په پلازمېنه توکیو کې پیل شوې.

دا لوبې سږ کال د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د نندارچیانو له حضور پرته ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG