د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۳

خامنه اي: د خوزستان مظاهره چیان دې دښمن ته وسله په لاس نه ورکوي


د ایران خوزستان کې مظاهرې
د ایران خوزستان کې مظاهرې

ایت الله علي خامنه اي د ایران د وچکالۍ ځپلي جنوب لویدیځ ولایت خوزستان خلکو ته خبرداری ورکړ چې دښمن ته دې وسله په لاس نه ورکوي.

خوزستان د ایران د ۳۱ ولایتونو په ډله کې هغه ولایت دی چې د تېلو پراخې زېرمې لري. د ایران لوی مذهبي مشر ومنله چې د اوبو کمښت جدي ستونزه ده او ویې ویل د دې سیمې خلک د اوبو د کمښت له کبله د نارضایتي د ښودلو په خاطر ګرم نه دي، خو هغه ټینګار وکړ چې خلک دې له احتیاطه کار واخلي.

د ایران لوی مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي
د ایران لوی مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي

خامنه اي په دې وینا کې چې د ایران د مذهبي مشر پر رسمي وېب پاڼه خپره شوه وویل، دښمن د انقلاب، هېواد او د خلکو د ګټو پرضد له هرې وسیلي کار اخلي، خو ده زیاته کړه چې خلک باید احتیاط وکړي او هغوی ته دې پلمه په لاس نه ورکوي.

خامنه اي وویل، دی د دې نارضایتي د څرګندولو په خاطر د خوزستان پر خلکو انتقاد نه کوي ځکه د ده په وینا د اوبو ستونزه کوچنۍ نه ده په تېره د خوزستان په اقلیم کې.

په همدې حال کې د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار ټولنې د ایران پر امنیتي ځواکونو تور لګولی چې د معترضانو د ځپلو لپاره یې له خورا زیات او غیر قانوني زور څخه کار اخیستی دی.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې د دې تاوتریخوالي په ترڅ کې اته کسان چې یو تنکی زلمی هم په کې شامل دی وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرې میشل باشلي د خوزستان اوسنی حال ناورین وباله
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرې میشل باشلي د خوزستان اوسنی حال ناورین وباله

د خوزستان ډېری اوسېدونکي اقلیت عربان دي چې تل له تبعیضي چلنده شکایت لري.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرې میشل باشلې پرون جمعه د زمري په لومړۍ نېټه له ایراني چارواکو غوښتنه وکړه چې په خوزستان کې د معترضانو د ځپلو لپاره د بې حده زور او فشار پرځای په دې ولایت کې د اوبو د کمښت د دایمي ستونزې پر وړاندې مبارزه وکړي.

مېرمن باشلې د خوزستان اوسنی حال هغه ناورین وباله چې علت یې، د دې په وینا د اوږدو کلونو په ترڅ کې د ایران د حکومت نه پاملرنه او بې تفاوتي ده.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG