د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

المپیکي سیالیو کې ۵ افغان لوبغاړي څوک دي، بریاوو ته یې هیلې شته؟


توکیو، المپیکي لوبو کې ګډون کوونکي افغان لوبغاړي
توکیو، المپیکي لوبو کې ګډون کوونکي افغان لوبغاړي

د ۲۰۲۱ میلادي کال د توکیو المپیکي نړیوالې سیالۍ پیل شوې، پنځه افغان لوبغاړي په دې سیالیو کې برخه اخیستې ده.

  • دا افغان لوبغاړي څوک دي؟
  • وړاندې يې کومې بریاوې خپلې کړي؟
  • او په المپیکي سیالیو کې يې بریاوو ته څومره هیلي شته؟

د افغانستان د المپیک ملي کمېټې یې په اړه ویلي، بېلابېلو ورزشونو کې برخه اخیستونکي دا پنځه افغان لوبغاړي تر ډېره ځوانان دي او د بریاوو ډېرې هیلې يې شته.

  • کیمیا یوسفي

۲۴کلنه کیمیا یوسفي د دوهم ځل لپاره په دې سیالیو کې برخه اخلي.

دا افغانه لوبغاړې چې د ۲۰۱۶ میلادي کال په المپیکي سیالیو کې د پام وړ لاسته راوړنه نه درلوده دا ځل هڅه کوي چې بریا خپله کړي.

کیمیا یوسفي د اتلتیک یا لنډ واټن د ځغاستې په سیالۍ کې چې سل متره کېږي خپل بخت ازمايي.

افغان لوبغاړې کیمیا یوسفي
افغان لوبغاړې کیمیا یوسفي

نوموړې که څه هم تردې دمه په نړیواله کچه کوم مډال نه دی ترلاسه کړی، خو په کوردننه یې د ځغاستې په سیالیو کې اتلولي ترلاسه کړې وه.

  • شاه محمود نورزی

۲۹ کلن شاه محمود نورزی هم د ځغاستې په سیالۍ کې برخه اخلي. دی په لومړي ځل په نړیوالو سیالیو کې راڅرګندیږي.

نوموړی د افغانستان د اتلتیک ملي لوبډلې غړیتوب لري او له دې وړاندې يې په افغانستان کې د سل متره منډې په سیالیو کې لومړی مقام خپل کړی دی.

  • فرزاد منصوري

۲۰ کلن فرزاد منصوري چې د المپیک سیالیو د تکواندو په رشته کې مقابله کوي، درې کاله وړاندې يې د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې ته لاره پیدا کړې وه.

نوموړي له دې وړاندې په کور دننه او بهر بېلابېل مډالونه ګټلي دي.

۲۰ کلن فرزاد منصوري
۲۰ کلن فرزاد منصوري

منصوري د افغانستان په استازولۍ په بېلابېلو اسیايي سیالیو کې برخه اخیستې او درې د طلا، درې د نقرې او یو د بُرنزو مډال يې ګټلی دی.

د المپیک ملي کمېټې ویلي، د هغه تېرو لاسته راوړنو ته په کتو ډېره هیله مندي شته چې د المپیک په سیالیو کې د سروزرو مډال خپل کړي.

فرزاد منصوري له افغانانو غوښتنه کړې چې د بریا لپاره يې دعاګانې وکړي: "اوس چې د المپیک سیالیو ته ټاکل شوي یو، له ټولو افغانانو غواړم چې دعاګانې راته وکړي چې دې سترو او مهمو سیالیو کې د افغانستان لپاره بریا خپله کړم، ما د دې سیالیو لپاره درې کاله هڅه کړې او باور لرم چې د افغانستان لپاره به مډال وګټم."

  • فهیم انوري

فهیم انوري چې شل کاله عمر لري بل هغه افغان لوبغاړی دی چې د المپیک سیالیو د لامبو وهنې په برخه کې به خپل بخت ازمايي.

دا لومړی ځل دی چې د لامبو یو افغان لوبغاړی د المپیک په سیالو کې برخه اخلي.

افغان لامبوزن فهیم انوري
افغان لامبوزن فهیم انوري

دی به د سل متره فري سټایل د لامبو وهلو په سیالیو کې هڅه کوي چې مډال وګټي.

نوموړي تردې دمه په نړیواله کچه کومه د پام وړکارنامه نه ده کړې، خو په کوردننه يې د ٣٠ لامبو وهونکو په منځ کې لومړی مقام خپل کړی.

د افغانستان د لامبو وهنې فدراسیون ویلي چې ښاغلی انوري له شپږو کلونو راهیسې د توکیو لوبو لپاره په چمتوالي بوخت وو.

  • مهدي یاوري

دغه شان بل افغان لوبغاړی چې د نښې ویشتنې په رشته کې به د مډال د ګټلو هڅه کوي ۲۶ کلن مهدي یاوري دی.

دی د لومړي ځل لپاره د المپیک په سیالیو کې برخه اخلي. نوموړي به له لس متره واټن څخه نښه ویشتنه کوي.

افغان نښه ویشتونکی مهدي یاوري
افغان نښه ویشتونکی مهدي یاوري

د المپیک د ملي کمېټې د معلوماتو پر بنسټ چې ښاغلي یاوري تردې دمه په کومه نړیواله سیالۍ کې برخه نه ده اخیستې، خو د نښې ویشتنې د نړیوال فدراسیون ټول معیارونه يې پوره کړي دي.

د افغانستان د المپیک ملي کمېټې په دې سیالیو کې د افغان لوبغاړو د ښه ځلېدا هیله ښودلې ده.

د دې کمېټې سکرتر جنرال یونس پوپلزي ازادي راډيو ته وویل چې یادو افغان لوبغاړو د دغو سیالیو لپاره پراخه تمرینات کړي او ښې لاسته راوړنې به ولري.

نوموړي زیاته کړه: "افغان لوبغاړي په ټوله کې دې سیالیو ته پوره تیار دي، نږدې یوه میاشت وړاندې مو په افغانستان کې د کرونا ویروس او ناامنۍ له امله لوبغاړي د تمریناتو لپاره بېلابېلو هېوادونو ته واستول، د منډې وهنې لوبغاړي په جاپان کې، د تکواندو لوبغاړي په قطر، دا شان د لامبو وهنې ورزشکار په روسیه او د نښې ویشتنې لوبغاړي مو په سویس کې تمرینات وکړل او په پوره تیاري سره د المپیک په سیالیو کې د ګډون په هدف توکیو ته راغلل."

د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې سکرتر جنرال یونس پوپلزی وايي چې افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د نښې ویشتنې په برخه کې وکړي.

دا شان به د روانې جولای میاشتې په ۲۷ مې د سې شنبې په ورځ د تکواندو افغان لوبغاړی د خپل سیال پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

د همدې میاشتې په ۲۹ مه او ۳۰ مه نېټه به د لامبو وهلو سیالۍ ترسره شي او د اګسټ له لومړۍ نېټې د همدې میاشتې تر درېیمې به د منډې وهنې سیالۍ وي.

افغانستان په وروستیو شلو کلونو کې دوه ځله د تکواندو په برخه کې د روح الله نیکپا او نثار احمد عبدالرحیمزي پرمټ د المپیک د بُرنزو مډالونه ګټلي وو.

د توکیو المپیک نړیوالې سیالۍ چې ټاکل شوې وه، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې ترسره شي، د کرونا ویروس د خپرېدو له امله یو کال وځنډېدې.

دا سیالۍ نن د جولای په ۲۳ مه پیل شوې او د اګسټ تر اتمې غځیږي، دې سیالیو کې د نړۍ د ۲۰۴ هېوادونو ۱۱۰۹۰ لوبغاړو برخه اخیستې ده. دا سیالۍ به د جاپان په ۴۲ وزرشي لوبغالو کې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG