د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

اروپا ته د افغان پناه غوښتونکو د ورتګ په اړه د اروپايي اتحادیې پلان


یونان کې یو شمېر کډوال
یونان کې یو شمېر کډوال

اروپايي اتحادیه افغانستان او د دغه هېواد ګاونډیو هېوادونو ته د نوي مالي مرستې په ورکولو غور کوي چې اروپا ته د افغان پناه غوښتونکو د ورتګ له محدودولو سره مرسته وکړي.

په افغانستان کې د طالبانو له لوري د جګړې له تشدید سره باور کېږي چې ډېر شمېر افغانان به له خپل هېواده مهاجرت ته مجبوره شي.

په همدې حال کې د افغانستان د امنیتي وضعیت د خرابېدو له کبله دېرشو غیرحکومتي موسسو پرون پنجشنبه (د چنګاښ ۳۱مه) له اروپايي اتحادیې او د دې اتحادیې له غړیو حکومتونو وغوښتل چې خپل هېواد ته د افغانانو بېرته ستنول سمدستي ودروي.

دوی ویلي چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان امنیتي وضعیت خورا خراب شوی او د سږکال له پیله تراوسه پورې نژدې ۳ لکه تنه تازه د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي.

د طالبانو له لوري د جګړې له تشدید سره باور کېږي چې ډېر شمېر افغانان به له خپل هېواده مهاجرت ته مجبوره شي.
د طالبانو له لوري د جګړې له تشدید سره باور کېږي چې ډېر شمېر افغانان به له خپل هېواده مهاجرت ته مجبوره شي.

په افغانستان کې د جګړو له لاسه د بې ځایه شوېو کسانو شمېر درې نیم میلیونه تنو ته رسېږي.

غیر حکومتي موسسو ویلي چې که افغانان په اوسني حالت کې افغانستان ته واستول شي، ژوند به یې له خطر سره مخامخ شي.

دوی همدا راز د پناه غوښتونکو د چارو له مسوولانو غوښتي چې د افغانستان امنیتي حالاتو ته په کتو په اروپايي هېوادونو کې د هغو ټولو افغان پناه غوښتونکو قضیې له سره وارزوي چې د پناه غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.

ناروې او فنلنډ اعلان کړی چې د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو بهیر دروي او د اروپايي اتحادیې دوو چارواکو او یوه دیپلومات رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د دې اتحادیې غړیو هېوادونو ته د نورو افغان پناه غوښتونکو د نه ورتګ لپاره پر یوه طرحه کار کېږي.

د دې پلان پر اساس به افغانستان، پاکستان، ایران او د سیمې نورو هېوادونو ته نوره مالي مرسته ورکړل شي.

د روان جولای په ۱۱مه د افغانستان حکومت له اروپايي هېوادونو غوښتنه کړې وه چې لږ تر لږه د درېيو میاشتو لپاره خپل هېواد ته د افغانانو ستنول وځنډوي.

د ملګروملتونو د کډوالو لویه کمېشنري یا 'یو.اېن.اېچ.سي.ار' وايي، د افغانانو د بې ځایه کېدو یا د خپلو مېنو د پرېښودو اصلي علت ناوړه امنیتي حالات دی.

دا اداره همدا راز وايي، بې ځایه شوېو کسانو ورته ویلي چې د وسله والو ډلو له لوري ځورول کېدل او په لارو کې یې ماینونه ايښودل کېدل.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سلاکار او د نشریاتو رييس عبدالباسط انصاري وايي چې پر امنیتي وضعیت سربېره، بې وزلي، بې روزګاري او کرونا هم د افغانستان د خلکو ستونزې ډېرې کړي نو اوسني شرایط د کډوالو د بېرته راستنولو لپاره مناسب نه دي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سلاکار او د نشریاتو رييس عبدالباسط انصاري
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سلاکار او د نشریاتو رييس عبدالباسط انصاري

ښاغلي انصاري دا هم وویل چې په داسې حالاتو کې د کډوالو بېرته راستنول به لویه اندېښنه وي او له اروپايي هېوادونو غواړي چې په اوسنیو شرایطو کې د افغانانو بېرته ستنول وځنډوي.

د ملګروملتونو د هغه راپور له مخې چې په جون میاشت کې یې خپور کړ، د روان ۲۰۲۱ د جنورۍ او مارچ د میاشتو ترمنځ ۵۷۳ ملکي افغانان وژل شوي چې د هغو په منځ کې ۶۴ ښځې او ۱۵۱ ماشومان دي.

د ملګروملتونو په وینا له دې داسې ښکاري چې د تېر ۲۰۲۰ کال د ورته مودې پرتله د ملکي تلفاتو شمېر په سلو کې ۲۹ زیات شوی دی.

اروپايي اتحادیې د روان میلادي کال لپاره افغانستان ته د ۵۷ میلیونه یورو بشري مرسته په پام کې نیولې ده، خو دا لا څرګنده نه ده چې د نویو کډوالو د مخنیوي لپاره به افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ته څومره مرسته ورکړي.

XS
SM
MD
LG