افغانستان
د پاکستان کورنیو چارو وزیر څرګندونو ته د افغانستان بهرنیو چارو وزیر غبرګون

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په اسلاماباد کې د افغان سفیر د لور د قضیې په تړاو د پاکستاني چارواکو څرګندونې غیر مسلکي او له وخت مخکې بللې دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد پرون ویلي و چې درې ټکسيوانان یې په دې تړاو پوښتلي. هغه وروسته جیو نیوز ته ویلي چې د سفیر لور تښتول شوې نهوه، بلکې د ده په خبره د هند استخباراتو هسې شور جوړ کړی و.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر نن له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې دا ډول څرګندونې دوه اړخیزې اړیکې او د څېړنو اعتبار ته جدي زیان رسوي.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې افغانستان چمتو دی څو د یادې پېښې د څېړنې په برخه کې له پاکستان سره همکاري وکړي او د همدې لپاره یو پلاوی پاکستان ته لېږي چې د هغوی د موندنو په رڼا کې به د افغان سفیر او ډیپلوماتانو د بېرته ورګرځېدو په تړاو پرېکړه وکړي.
په اسلاماباد کې د افغانستان د سفیر نجیبالله عليخېل لور سلسله عليخېل جمعه له اسلاماباده وتښتول شوه او د افغان حکومت په خبره تر څو ساعتونو وروسته په داسې حال کې خوشې شوه چې سخته شکنجه شوې وه.
په اسلاماباد کې د افغان سفیر د لور تښتونې او شکنجې افغان حکومت او افغانان په غصه کړي او افغان ولسمشر د دې پېښې په غبرګون خپل سفیر او لوړپوړي ډیپلوماتان له پاکستان ورغوښتي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د بشري حقونو شورا افغانستان کې د نړیوالو قوانینو د (جدي سرغړونو) په اړه بحث کوي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا نن دوشنبه پریکړه کوي چې افغانستان کې د نړیوالو قوانینو د نقض په اړه د څیړنې یو میکانیزم رامنځته کړي او که نه.
د فرانس پریس د خبر له مخې په جینوا کې میشته دغه شورا به نن د هغه پریکړه لیک پر طرحه بحث وکړي چې ډنمارک د اروپایي ټولنې په استازیتوب وړاندېز شوی دی.
په طرحه کې د څیړنې د یوه داسې پلاوي جوړښت هم شامل دی چې په افغانستان کې د نړیوالو قوانینو د ډېرو جدي سرغړونو په اړه شواهد راټول کړي.
د اروپایي ټولنې یوه ویاند د نوم نه ښودو په شرط فرانس پریس ته ویلي " له کره سلا مشورو وروسته سږ کال اروپایي ټولنې هوډ کړی چې د افغانستان په اړه یو پریکړه لیک صادر کړي چې د ځواب ورکونې او خپلواکې څیړنې میکانیزم په کې وي.
ټاکل شوې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر ریچارد بېنیټ، چې افغانستان ته ممنوع الدخول شوی، غونډې ته د خپلو موندنو راپور وړاندې کړي.
بېنیټ په خپلو راپورونو کې په ځلونو د طالبانو هغه تګلارې غندلي چې له مخې یې د افغانانو په ځانګړې توګه ښځو او نجونو لومړني حقونه نقض شوي دي.
بنګله دیش دریمه لوبه هم وګټله؛ راشدخان ومنله چې افغان ټیم خرابه لوبه وکړه

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم دریمه شل اووریزه لوبه هم وبایلوده.
کپټان راشد خان ومنله چې ټیم یې ښه لوبه ونه کړه او له اول سره یې په توپوهنه، بالنګ او ډګر ساتنه کې تېروتنې وکړې.
دا لوبه په شارجه کې وشوه چېرته چې افغان لوبډلې په اول بټنګ سره ۱۴۳ منډې وکړې. بنګله دیشي لوبغاړي په اتلسو اورونو کې هدف ته ورسېدل.
په دې سره بنګله دیش درې پر صفر له افغانستانه د شل اورویزو لوبو سیریز وګاټه.
تمه ده افغان لوبډله له بنګله دیش سره دری یو ورځنۍ لوبې هم وکړي چې په هغه ټیم کې به حشمت الله شهیدي د افغانستان لوبډلمشر وي.
په کندهار کې د طالبانو د ټولو والیانو او ولسوالانو درې ورځنۍ غونډه

د طالبانو د حکومت ټول والیان او ولسوالان د دریو ورځو لپاره کندهار ته وربلل شوي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ایکس پاڼه لیکلي دا والیان او ولسوالان د یوه درې ورځني سیمینار لپاره کندهار کې غونډ شوي.
د هغه په خبره په دغه سیمینار کې والیانو او ولسوالیو ته د هغوی د کاري استقامتونو، د قوانینو د ښه تطبیق او له خلکو سره د ښه چلند په اړه معلومات ورکول کېږي او ویناوې ورته کېږي.
مجاهد نه دي ویلي چې دا والیان د طالبانو له مشر ملا هیبت الله سره ګوري که څنګه.
د طالبانو د حکومت ټول والیان داسې وخت کندهار ته ورغلي چې په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر لږ تر لږه څلور ځله د بګرام اډې د نیولو په اړه څرګندونې کړې وې.
تر څنګ یې د طالبانو حکومت تېره اوونۍ په ټول هېواد کې د لږ تر لږه دریو ورځو لپاره انټرنېټ او مخابراتي خدمتونه هم بند کړي وو.
طالبان غواړي د پولیسو رنجر بدل کړي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي غواړي پولیسو ته د اوسنیو رنجر موټرو پر ځای نور موټر وسپاري.
د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع په خپله ایکس پاڼه په دې اړه یو ویډیويي پيغام خپور کړی.
قانع ویلي د کورنیو چارو وزارت مشرتابه دا پرېکړه د دې لپاره کړې چې نوي موټر د افغانستان له جغرافیې سره سازګاره وي او لا اغېزمن تمام شي.
د راپورونو له مخې د افغانستان له پولیسو سره یو وخت لږ تر لږه شل زره رنجر موټرې وې چې سلګونه یې د پرزو د کمښت، ناسم ترمیم او ډېرو نورو عواملو په سبب کباړ شوي.
هر رنجر لږ تر لږه ۳۰ زره ډالره تمام شوی وو.
د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د مرستو پر سر د څار ادارې سیګار د راپور په اساس لږ تر لږه ۵۰ زره موټر د افغانستان اردو ته ورکړل شوې وې چې یواځې یې د ساتنې او ترمیم لپاره تر ۴۰۰ میلیونو ډالرو زیاتې پيسې لګول شوي.
د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له بنده د خبریال مهدي انصاري د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کوي

د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له بنده د افغان خبریال مهدي انصاري د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې.
ایمنسټي انټرنیشنل پرون پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې وویل چې د طالبانو قضايي سیسټم په تېرو څلورو کلونو کې د هغو کسانو د ځپلو په وسیله بدل شوی دی چې د طالبانو پر سختو فرمانونو، پالیسیو او اقدامونو انتقاد کوي.
بیان زیاتوي چې د طالبانو حکومت د خبریالانو او د مدني ټولنو او بشري حقونو د فعالانو د خپلسرو نیونو، په غیرقانوني ډول زندانونو ته د خلکو د بیولو او جبري اعترافونو له لارې غواړي د هغوی آواز غلی کړي.
مهدي انصاري نژدې یوکال مخکې د کابل له دشت برچي سیمې څخه ونیول شو او وروسته لومړنۍ محکمې د طالبانو پرضد د تبلیغ په تور په یونیم کال حبس محکوم کړ.
طالبانو تېره اونۍ یوه ویډیو خپره کړه چې ظاهرا نوموړی پکې خپل جرم مني خو د افغانستان د خبریالانو مرکز د پنجشنبې په ورځ وویل چې له مهدي انصاري څخه اعترافونه په زور اخیستل شوي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د بنګلدېش پر وړاندې دریمه شل اووریزه لوبه کوي

ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن له بنګلدېش سره په دریمه شل اووریزه سیالۍ کې مخامخ شي.
دا لوبه د کابل د ماښام په ۷ بجو د شارجې د کرکټ په لوبغالي کې په پام کې ده. د دواړو لوبډلو ترمنځ دوه مخکینۍ شل اووریزې لوبې دواړه بنګلدیش ګټلې دي.
افغانستان او بنګلدیش به د لوبو په دې لړۍ کې پر شل اووریزو لوبو سربېره درې یوورځنۍ لوبې هم وکړي. دا سیالۍ د اکتوبر په اتمه پیلېږي او د اکتوبر تر ۱۴مې پورې دوام کوي.
د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د بارانونو او سېلونو د راوتلو اټکل

د هواپېژندنې ادارې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د بارانونو او په نتیجه کې یې د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی.
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې په یو بیان کې ویلي دي چې نن یکشنبې (د تلې ۱۳مه) په پلازمېنه کابل، بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کاپیسا، پنجشیر، پروان، بغلان، کندز، بامیان، میدان وردګو، لوګر، خوست او پکتیا ولایتونو کې د باران، تالندې او بریښنا او ورسره د سېلابو د راوتلو احتمال شته.
د افغان لوبغاړي فرید بشارت پرله پسې څوارلسمه بریا

د ګډو رزمي ورزشونو یا ام ام اې افغان لوبغاړي فرید بشارت خپل امریکايي سیال کریس ګوتیرز ته ماتې ورکړه.
بشارت او سیال یې بېګا ناوخته په لاس ویګاس کې د ام ام اې د معتبر سازمان یو اف سي په بلنه د مبارزې قفس ته ننوتل.
بشارت چې په هېڅ لوبه کې یې ماته نه ده خوړلې، د لوبڅارانو د پرېکړې له مخې د دې لوبې ګټونکی اعلان شو او په دې توګه یې خپله څوارلسمه پرله پسې بریا هم ثبت کړه.
د څارونکو په باور د غېږو نیولو او د سیال د کنټرول مهارت د فرید بشارت په بریا کې اساسي رول درلود.
د افغانستان او پاکستان د فوټبال ملي لوبډلې د آسیايي جام د غوراوي په دریم پړاو کې لوبه کوي

په پام کې ده چې د افغانستان او پاکستان د فوټبال ملي لوبډلې د آسیاي جام د غوراوي په دریم ګروپي پړاو کې راتلونکې اونۍ لوبه وکړي.
د ټاکلي پلان په اساس دواړه لوبډلې به د تلو راتلو په دې پړاو کې یوځل د راروانې پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر ۹مه) او دوهم ځل د سه شنبې په ورځ (د اکتوبر ۱۴مه) سره مخامخ شي.
په دې پړاو کې ۲۴ لوبډلې په شپږو ګروپونو کې لوبې کوي. افغانستان په E ګروپ کې له پاکستان، سوریې او میانمار سره یوځای دی. افغان لوبډلې له سوریې او میانمار پر وړاندې خپلې مخکینۍ لوبې بایللې دي.
د آسیايي جام لوبې په ۲۰۲۷ کال کې ترسره کېږي.
د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر وايي، له افغانستان سره د خبرو لپاره د ده طرحې ته د اسلام آباد غبرګون هیله من کړی

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر وايي چې د ډیورنډ پر کرښه د پرتو سیمو د ناامنیو په اړه د طالبانو له حکومت سره د خبرو لپاره د ده وړاندیز ته د پاکستان د مرکزي حکومت غبرګون امېدبښونکی دی.
د ډان ورځپانې د راپور له مخې علي امین ګنډاپور پرون په خپل دفتر کې یوې غونډې ته وویل چې د یو دایمي حل لپاره له افغانستان سره خبرې ضروري دي.
ښاغلي ګنډاپور ادعا وکړه چې د افغانستان بې ثباتي د خیبرپښتونخوا پر نظم ناوړه اثر کوي. په راپور کې د اسلام آباد د غبرګون په اړه څه نه دي ویل شوي.
ګنډاپور یوه اونۍ مخکې په پېښور کې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند یوې غونډې ته د وینا پرمهال هم ویلي و، چې ایالتي حکومت د تروریستي ډلو پرضد د پاکستان د پوځ د عملیاتو ملاتړ نه کوي.