د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۸

ولسمشر غني له پاکستانه افغان سفیر او لوړپوړي ډیپلوماتان کابل ته وروغوښتل


ولسمشر غني
ولسمشر غني

په اسلام‌اباد کې د افغان سفیر د لور سلسله علي‌خېل د تښتونې او ربړونې قضیې اوس د افغانستان او پاکستان ترمنځ نوی ډیپلوماتیک کړکېچ رامنځته کړی دی.

افغان ولسمشر د دې پېښې په غبرګون له پاکستانه افغان سفیر او نور ډیپلوماتان کابل ته ورغوښتي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو یکشنبه ناوخته په یوه اعلامیه کې لیکلي: "په پاکستان کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سفیر د لور د اختطاف په دوام د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مشرۍ له لوري، په پاکستان کې افغان سفیر او لوړپوړي ډیپلوماتان د هغوی د بشپړ امنیت خوندیتوب، د تهدیدونو تر رفع کېدلو، د اختطافچیانو تر نیول کېدلو او محاکمه کېدلو پورې کابل ته راوغوښتل."

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې یادونه شوې چې نږدې راتلونکي کې یو پلاوی د دې قضیې د څېړلو لپاره پاکستان ته ځي څو تر موندنو وروسته د راتلونکو اقداماتو په اړه پرېکړه وشي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یادې پرېکړې د څرنګوالي په اړه لا زیات جزئیات نه‌دي خپاره کړي او نه‌یې د ازادي راډیو ټيلیفونونو ته ځواب ویلی.

ارشیف
ارشیف

اخوا د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن شپه ناوخته په خپل ټویټر د ولسمشر د پرېکړې د خبر تر څنګ لیکلي: "د افغان سفیر د لور تښتونې او بیا شکنجې زموږ د ملت روان زخمي کړی. زموږ د ملت روان شکنجه شوی دی."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په شپه له پاکستانه د افغان سفیر او نورو لوړپوړو ډیپلوماتانو د ورغوښتلو په تړاو د افغان ولسمشر په پرېکړې ناخوښي ښودلې او هغه‌یې د تأسف وړ بللې.

په دې تړاو په اعلامیه کې زیاته شوې چې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له افغان سفیر سره کتلي او هغه ته‌یې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هیله ښودلې چې افغان حکومت په خپله پرېکړه بیا کتنه وکړي.

په پاکستان کې د افغانستان د سفیر نجیب‌الله علي‌خېل لور سلسله علي‌خېل جمعه د جولای ۱۶مه له اسلام‌اباده تښتول شوې وه.

افغان حکومت او په اسلام‌اباد کې افغان سفیر اعلان وکړ چې سلسله علي‌خېل څو ساعته وروسته داسې وخت خوشې شوې چې سخته ربړول شوې وه.

اسلام‌اباد کې افغان سفیر نجیب‌الله علي‌خېل
اسلام‌اباد کې افغان سفیر نجیب‌الله علي‌خېل

د دې پېښې په سبا یعنې شنبه د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ او هغه ته‌یې اعتراض واوراوه.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د دغه هېواد کورنیو چارو وزارت ته امر کړی و چې په ۴۸ ساعتونو کې دا قضیه وڅېړي.

د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد په اسلام‌اباد کې خبریالانو ته وویل چې درې ټکسي‌وانان د افغان سفیر د لور په قضیه کې پوښتل شوي او د ده په خبره دا قضیه به ژر بشپړه شي.

شېخ رشید زیاته کړې: ​"د ټولو درې واړو ډرېورانو مرکې (اعترافات) موجود دي. څه چې هغې (د سفیر لور) بیان ورکړی د همغې مطابق په دوسیه کې ثبتېږي. هغوی شکایت کړی او موږ هم لیکلی. د صدراعظم عمران خان امر و چې په ۴۸ ساعتونو کې دا قضیه وپلټل شي، که ۴۸ ساعتونو کې نه‌شوه په ۷۲ کې دا دوسیه بشپړېږي."

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید

په پاکستان کې د افغان سفیر د لور د تښتونې قضیې په کور دننه او بهر سخت غبرګونونه وپارول.

په کابل او ننګرهار کې یکشنبه مظاهرې وشوې او ګډونوالو یې د پاکستان حکومت په دې قضیه کې ښکېل او تورن وباله.

د کابل د مظاهرې سلګونه ګډونوالو په یوه پرېکړه‌لیک کې چې د پوهنتون استاد او مدني فعال محمود مرهون ولوست د یادې پېښې د عاملینو د محاکمې او د پاکستان په وړاندې د رسمي شکایت د ثبتولو غوښتنه وکړه.

ده وویل: "موږ د افغانستان پر اسلامي جمهوریت غږ کوو چې له پاکستان سره ټولې ډیپلوماتیکې اړیکې بې له ځنډه قطعه کړي. موږ د افغانستان اسلامي جمهوریت څخه دا هم غواړو چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان په اړه د پاکستان پر وړاندې دعوا پرانیزي."

د یکشنبې شپې ناوخته د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم هم په یوه ټویټري بیان کې د افغان سفیر د لور تښتونه غندلې ده.

د محمد نعیم په ټويټ کې راغلي: "په پاکستان هېواد کې د یوې افغانې نجلۍ اختطاف یو اسلام او بشر ضد عمل او ظلم دی چې موږ يې په کلکو ټکو غندو او د پاکستان له حکومت څخه غواړو چې د جنایت‌کارانو د نیولو او مجازات کولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي."

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم

پاکستان تر دې مخکې هم تورن شوی و چې د افغانستان له ډیپلوماتانو یې پوره ساتنه نه‌ده کړې او مخکې هم د افغان استازو ژوند په خطر کې لوېدلی.

په خواله رسنیو د ګڼو غبرګونونو په ډله کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه بنسټګر او د پاکستان د پارلمان غړي محسن داوړ په خپل فېس‌بوک لیکلي و چې د افغان سفیر د لور د تښتونې قضیه خورا شرموونکې ده او عاملین‌یې باید ژر تر ژره ونیول شي.

هغه زیاته کړې چې د سلسله علي‌خېل تښتونه همغه پیغام لري چې د عبدالخالق فراهي اختطاف لاره.

په اسلام‌اباد کې پخوانی سفیر عبدالخالق فراهي ۲۰۰۸ کال د سپتمبر پر ۲۲مه په رڼا ورځ د پېښور له حیات‌اباده تښتول شوی و، که څه هم په دغه پېښه کې د هغه ساتونکي ته زیان نه‌و اوښتی، خو موټر چلوونکی یې په ډزو وژل شوی و.

دی د ۲۰۱۰ کال په نومبر کې په یوه سرحدي سیمه کې د یو لړ پېچلو پوځي عملیاتو په پایله کې راخوشې شو.

XS
SM
MD
LG