د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

اروپا کې سیلابونو له ۱۵۰ زیات کسان وژلي ډېری یې جرمني کې دي


جرمني کې راوتلو سیلابونو ۱۳۳ تنه وژلي
جرمني کې راوتلو سیلابونو ۱۳۳ تنه وژلي

په لویدیځه اروپا کې وروستیو سختو سیلابونو تر ۱۵۰ زیات کسان وژلي دي، دې ویجاړونکي سیلابونو یوازې په جرمني کې ۱۳۳ کسان وژلي دي.

جرمني د اروپا په هغو څلورو هېوادونو کې چې د دې اوونۍ په پیل کې د درنو ورښتونو وروسته سیلابونو په کې ویجاړۍ رامنځته کړي، تر ټولو زیات ځپلی دی.

په بلجیم کې د سیلابونو له کبله لږ تر لږه د شل کسانو د مړینې راپور ورکړل شوی،دا سیلابونه د سیمې د خلکو په وینا تر ټولو ناوړه او ویجاړونکي ګڼل شوي دي.

اروپايي رسنۍ وايي، په جرمني او بلجیم کې لږ تر لږ شل ښارګوټي له سختو ورښتونو وروسته له ناڅاپي او چټکو سیلابونو اوبو لاندې کړل.

دې سیلابونو په ځینو سیمو کې سړکونه ویجاړ کړي او یو شمېر سیمو ته یې لاسرسی ستونزمن کړی دی.

همدارنګه موبایل ټیلیفونونه او انټرنیټ هم په ځینو ځایونو کې پرې شوی چې ورسره د ورکو شوېو کسانو د شمېر اټکل ستونزمن شوی دی.

دې سیلابونو په ځینو سیمو کې سړکونه ویجاړ کړي او یو شمېر سیمو ته یې لاسرسی ستونزمن کړی دی.
دې سیلابونو په ځینو سیمو کې سړکونه ویجاړ کړي او یو شمېر سیمو ته یې لاسرسی ستونزمن کړی دی.

د ژغورنې ډلو هڅه کوله چې په وړو کښتیو یا هلیکوپټرو کې د سیلاب ځپلو سیمو اوسیدونکو ته ځان ور ورسوي او د واکې – ټاکي یا مخابرې په وسیله اړیکې ټینګوي.

د جرمني د کولن ښار جنوب لویدیځ کې د ایرفتستاد "Erftstadt" په نوم ښارګوټي کې د سیلاب طغیاني اوبو ګڼ شمېر کورونه نړولي، موټرې یې له ځان سره وړي او وېره ده چې څو کسان به دغلته سیلابونو کې مړه شوي وي.

د جرمني جمهور رییس فرانک والټر شټاینمر نن شنبه (د چنګاښ ۲۶مه) دغه ښارګوټي ته ورځي، څو اوښتی زیان له نژدې وګوري.

راپورونه وايي، د جمعې په ورځ ناوخته هم چې د سیلابونو له پیل نژدې دوه ورځې وتلې وې، د ځینو سیلاب ځپلو ښارګوټو کوڅي تر اوبو لاندې وې، خو ویل کېږي چې اوس اوبه په کمېدو دي.

چارواکي وايي، دوی د کورنو په لاندې منزولو او نورو ماتو ګوډو کې د جسدونو لټون کوي. له دې سره دا شکونه پیدا شوي چې د سیلابونو قربانیانو هڅه کوله چې د اوبو د پمپونو یا لاس په وسیله له کورنو اوبه وباسي چې د سیلاب زیاتیدونکو اوبو لاندې کړي دي.

جرمني چارواکي وايي چې د بیړنیو خدمتونو ادارې به په راتلونکو ورځو کې هم په شمالي سیلاب ځپلو ایالاتونو راین ویسټفالیه او راینلنډ پلاټینیټ کې لټون ته دوام ورکړي.

بلجیم کې راوتلو سیلابونو ۲۰ تنه وژلي
بلجیم کې راوتلو سیلابونو ۲۰ تنه وژلي

د سیلاب له کبله په جرمني کې د مړو شوېو کسانو په ډله کې هغه ۱۲ کسان هم شامل دي چې د سېنځېګ په نوم ښارګوټي کې د معیوبینو سره د مرستې په یو مرکز کې اوسېدل او د 'اهر' په نوم سیمې ته د څېرمه سیند د اوبو د راپورته کېدو پر مهال یې ونه شوه کولی وتښتي.

په بلجیم کې هم چارواکو تایید کړې چې د سیلابونو له کبله د مړو شوېو کسانو شمېر شل تنو ته رسیدلی دی، شل تنه نادرګه دي او په یوه سیمه کې د زرګونو نورو لپاره برښنا پرچاو شوې ده.

د بلجیم صدراعظم الکساندر دي کارو دا سیلابونه په دې هېواد کې د لیدل شوېو سیلابونو تر ټولو زیات ناورین پنځونکي بللي دي.

لوکزامبورګ او هالنډ کې هم د درنو وروښتونو وروسته په ځینو ښارګوټو کې سیلابونه راوتلي وو.

د اروپايي کمېسیون مشرې اورسولا ون دیرلاین د وروستیو سیلابونو شدت په نړۍ کې د اقلیم د بدلون څرګنده بېلګه بللې ده او ویلي یې دي دا څرګندوي چې د اقلیم د بدلون د مخنیوي لپاره باید په چټکي عمل وشي.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG