د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

هشت صبح: طالبان هڅه کوي د ولایتونو مرکزونه هم سقوط کړي


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل کې چاپېدونکو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره په افغانستان کې د روان خراب امنیتي وضعیت د طالبانو لاس ته د ولسوالیو او سوداګریزو بندرونو لوېدو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونه ولسوالۍ لاندې کړې او هڅه کوي چې د ولایتونو مرکزونه هم سقوط کړي.

د ورځپاڼې له قوله، تر اوسه دې ډلې څلور سوادګریز بندرونه هم نیولي او ځینې مهمې لویې لارې یې هم تر کنټرول لاندې راوستي.

د ورځپاڼې سرلیکنه کې راغلي، د طالبانو دوو میاشتو وروستیو پرمختګونو زرګونه کورنۍ بې‌ځایه کېدو ته اړ کړې، د سوداګریزو بندرونو له نیول کېدو سره د سوداګریز عادي بهیر په ځانګړې توګه له شماله سوېل ته ستونزمن شوی چې په دې سره ایران له افغانستان سره سوداګریزې چارې په ټپه درولې دي.

د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې، طالبانو په دې وروستۍ اوونۍ کې هڅه پيل کړې چې په شمال، شمال ختیځ او سوېل کې د ځینو ولایتونو مرکزونه تر واک لاندې راولي.

هشت صبح په حکومت نیوکه کوي چې د طالبانو د وروستیو پرمختګونو پر وړاندې څه ډول چې لازمه وه اقدام‌یې نه‌دی کړی چې دې چارې طالبان زړور کړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت بیا وایي، ځینې ولسوالۍ یې د خلکو د امنیت د خوندي کولو لپار بل ځای ته انتقال کړي چې دا د ولسوالیو د سقوط معنی نه‌لري.

هشت صبح په پای کې وړاندیز کوي چې هغه هېوادونه چې د افغانستان په قضیه کې زړه راښکون لري، سر له اوسه باید فعال شي، له هغې ډلې، چین، روسیه امریکا او پاکستان کولای شي، په طالبانو فشار راوړي چې په افغانستان کې جګړه ودروي او د سولې خبرو ته ځانونه چمتو کړي.

  • مسیر

مسیر ورځپانې لیکلي، طالبان په دوو وروستیو میاشتو کې د ۱۵۰ ولسوالیو د نیولو ادعا کوي، خو حکومتي چارواکي دا ادعا ردوي او وايي، په ځینو ولسوالیو کې یې تاکتیکي شاتګ کړی چې ژر به‌یې بېرته ونیسي.

مسیر په خپله سرلیکنه کې لیکلي، طالبانو ځانونه د ځینو ولایتونو تر مرکزونو رسولي چې دې چارې خلک اندېښمن کړي او ځیني بیا له بد حالت وېرېږي او اوس له هر چا سره همدا پوښتنه ده چې افغانستان کوم لوري ته روان دی؟

د سرمقالې لیکوال دې پوښتنې ته په ځواب کې لیکلي چې په افغانستان کې بدلونونه ډېری وخت د وړاندوینې او اټکل وړ نه‌وي. ډېر کله حالات په ډراماتیک ډول بدلېږي او ډېر څه د پخوا خلاف شي.

مسیر په پای کې وړاندیر کوي چې دواړو اړخونو ته پکار ده چې دا حالت درک کړي، افغانستان په لوی لاس د جګړې لوري ته یو نه‌سي، دوی باید د جګړې پر ځای پر سوله تمرکز وکړي، اوربند باید وشي، بندیان خوشې شي او همداسې نور ګامونه باید واخیستل شي، څو واقعي سولې ته لاره هواره شي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼي بیا لیکلي، په افغانستان کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو خوا ته روان دی او هغه سیمې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې راغلي، خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي.

د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، طالبانو په نیول شویو سیمو کې سخت قوانین تطبیق کړي.

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي چې خلک دې د طالبانو پر ضد وسله پورته کړي او نه دې پرېږدي چې یو ځل بیا افغانستان د طالبانو لاس ته ولوېږي.

د سرمقالې په پای کې یادونه شوې چې نه‌یوازې دا د یو کس دنده ده، بلکې ټول خلک باید خپل مسؤلیت ادا کړي او د طالبانو پر وړاندې ودرېږي.

XS
SM
MD
LG