د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

امریکا کې د کرونا مثتبې پېښې زیاتې شوي؛ ۲۴ساعتونو کې تر ۱۶ زرو اوښتي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د امریکا په متحد ایالاتونو کې د هغو کسانو په منځ کې د کرونا مثتبې پيښې زیاتې شوي دي چې تراوسه یې واکسین نه دی کړی.

په متحد ایالاتونو کې تېره اوونۍ هره ورځ شااوخوا دیارلس نیم زره کسان په کورونا اخته کېدل، خو نوې مثبتې شمېرې په ۲۴ ساعتونو کې تر شپاړسو زرو اوښتي دي.

د دغو مثبتو پېښو نیمایي د ډیلټا ډول دي، دا ډول کرونا ژر خپریږي.

په متحد ایالاتونو کې د کرونا مثبتې پېښې په داسې وخت کې زیاتې شوي دي چې په دغه هېواد کې د کرونا د خپرېدو د مخنیوي لپاره اکثر بندیزونه لېرې شوي دي.

XS
SM
MD
LG