د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۳

چارواکي: ۲ اوونیو کې د کندز جګړې ۴۲ تنه ووژل؛ خلک: له مالي پلوه ډېر زیانمن یو


د کندز د جګړې یو تن ټپي
د کندز د جګړې یو تن ټپي

په کندز ولایت کې د روغتیايي کارکوونکو په وینا په تېرو څه باندې دوو اونیو کې چې جګړو زور اخېستی او ان د کندز ښار څنډو ته رسیدلې، نژدې ۶۰۰ ټپیان او ۴۲ مړي روغتونونو ته وړل شوي دي.

ددوی په وینا دا جګړه په ولسوالیو او د کندز ښار په څنډو کې په شدت روانه ده او هره ورځ له خلکو قرباني اخلي.

د کندز ښار د سې درک د سیمې اوسېدونکی ۴۰ کلن امیرخان وايي، تازه یې پر کور د هاوان مرمۍ لګېدلې، کور یې کنډواله شوی او یو زوی یې هم ټپي شوی.

دی زیاتوي: "ټول عالم د کندز خساره لېدلې. کورونه یې بمبار شوي او اولادونه یې وژل شوي، پر کور مې درې هاوانه ولګېدل، مهمانخانې مې اور واخېست او زوی مې هم ټپي شو. اوس په دې وران کور کې پراته یو، نه ګلېم، نه توشکې او نه کور لرو ان اوبه او برښنا هم نشته ده."

د کندز د جګړې یو تن ټپي ماشوم
د کندز د جګړې یو تن ټپي ماشوم

د کندز ښار د چله مزار د سیمې ۳۸ کلنه زرمینه له خپلو ۶ ماشومانو سره د 'دورې سر' ښار ګوټي کې په یوې خالي نومره کې ژوند کوي وايي، جګړې یې خاوند وواژه او زلمی زوی یې ورټپي کړ.

زرمینې ازادي راډیو ته وویل: "ورکه ورانه ده راباندې، توره شپه کې مو دې سیمې ته ځانونه را ورسول. دلته اوس له مجبورۍ په سره لمر کې پراته یو، الله دې پر موږ رحم وکړي."

د کندز ښار د کله ګاو د سیمې اوسېدونکی ۴۵ کلن خان محمد هم د روانې جګړې له زیانه خوندي نه دی پاتې وايي، په جګړو کې ورته د مالي زیان ترڅنګ ځاني زیان هم رسیدلی.

نوموړي ازادي راډیو ته زیاته کړه: "نه مو پر حکومت زور رسیږي او نه پر طالب، د دوی د جګړو زیان موږ وینو، له پاسه پر موږ د دوی مرمۍ را اوري، کورونه یې را کنډواله کړل، یوزاې ۵ لکه افغانۍ ماته زیان راواړه. د همسایه کور کې د هاوان مرمۍ ولګېده ۷- ۸ غوایان مې تلف شول. مور او پلار مې دواړه زخمیان شول اخر دا دولت پر موږ څه کوي دا موږ خپل ملت بولي او که نه؟"

د کندز د عامې روغتیا د چارواکو د معلوماتو پر بنسټ، په تېرو ۱۴ ورځو کې د دې ولایت حوزوي روغتون ته ۵۹۸ تنه ټپیان او ۴۲ مړي راوړل شوي چې ۹۶ سلنه یې ملکي وګړي دي.

د کندز ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر احسان الله فضلي
د کندز ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر احسان الله فضلي

د نوموړي ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر احسان الله فضلي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: " زموږ روغتیايي مرکزونو ته په دې ۱۴ ورځو کې ۵۹۸ ټپیان او ۴۲ مړي راوړل شوي، په وخت سره د ټولو خدمت شوی، څوک بستر دي او څوک رخصت دي. په دې کې ۹۶ سلنه ملکي وګړي دي او پاتې ۴ سلنه یې نظامیان دي."

د یادونې وړ ده، دا هغه شمېر دی چې په رسمي توګه ثبت شوي، خو ښايي د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې غیر رسمې شمېر له دې هم لوړ وي.

کندزیانو د نورو افغانانو په څېر هېلې درلودې چې ګواکې په قطر کې به د سولې روانې خبرې عملي شي او د سولې په اړه به د دوی خوبونه په حقیقت بدل شي، خو اوس نه یوازې له سولې ناهیلې دي بلکې ګڼ کندزیان د خپل سر د خوندي کولو په لټه دي، هغه څه چې دې ورځو کې کندز کې ستونزمن دي.

XS
SM
MD
LG