د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

پنټاګون د خپلو ډیپلوماتانو د ساتنې او افغان پوځ لپاره نوې طرحه عملي کوي


ارشیف، افغان امنیتي ځواکونه
ارشیف، افغان امنیتي ځواکونه

په افغانستان کې له تر ټولو ستر پوځي او هوايي اډې بګرام نه د امریکايي عسکرو له وتلو وروسته، پنټاګون افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت د بدلون طرحه تایید کړې ده.

د دې طرحې موخه، کابل کې د امریکا د ډیپلوماټیک حضور د امنیت ساتنه او تر خوا یې له افغان پوځ سره د اړیکو ساتل دي.

د پنټاګون ویاند جان کربي د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۱مه) رسنیو ته وویل، د امریکا دفاع وزیر جنرال لوېډ اسټن دا طرحه منلې ده او ژر به په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو مشر جنرال سکاټ مېلر خپل ټول پرسونل جنرال فرانک مککېنزي ته وسپاري.

د پنټاګون ویاند جان کربي
د پنټاګون ویاند جان کربي

ښاغلي کربي زیاته کړه: "په خوندي او منظمه توګه د سرتېرو راایستل موږ ته دا اسانتیا برابروي چې افغانستان کې اوسنی ډېپلوماټیک حضور وساتو. د افغانستان د خلکو او حکومت ملاتړ وکړو، څو افغانستان بیاځلي د ترهګرو لپاره په خوندي ځای بدل نه‌شي او زموږ هېواد و نه ګواښي."

یوازې تېره یوه شپه او ورځ کې د بدخشان ۷ ولسوالۍ د طالبانو لاسته لوېدلې .

امریکا داسې مهال د خپلو ډیپلوماټانو د امنیت د ساتنې او ترخوا یې د افغان پوځ سره د اړیکو د ساتلو په فکر کې ده چې په افغانستان کې لاهم جګړه ګرمه ده.

یوازې تېره یوه شپه او ورځ کې د بدخشان ۷ ولسوالۍ د طالبانو لاسته لوېدلې دي.

سیمه‌ کې چارواکو ازادي راډیو ته ویلي، تشکان، تګاب، کشم، وردوج، یفتل، شهر بزرګ او درایم هغه ولسوالۍ دي چې طالبانو نیولي دي.

د دې ترخوا د فیض اباد ښار د اتمې ناحیې یوه برخه هم د طالبانو لاسته لوېدلې ده، خو د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه په دې اړه څه نه وايي.

له دې پرته په غزني، لغمان، ننګرهار، هلمند، کندهار، فاریاب، جوزجان، بغلان، ارزګان، فراه او ځینو نورو ولایتونو کې هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ جګړې خبرونه ورکړل شوي دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت په دې جګړو کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې د اوښتو خبره کوي، خو دا ډله یې نه مني.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جان ساکي وايي، د افغانستان شخړه پوځي حل نه لري
د سپینې ماڼۍ ویاندې جان ساکي وايي، د افغانستان شخړه پوځي حل نه لري

له دې ټولو سره-سره، سپینه ماڼۍ د خبرو له لارې د افغانستان د شخړې په پای ټینګار کوي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جان ساکي د جمعې په ورځ رسنیو ته وویل، د افغانستان شخړه پوځي حل نه لري او متحده ایالات له ډیپلوماټیکو لارو د ستونزې په حل ټینګار کوي.

نوموړې وايي: "لکه د نورو امریکایانو او مشرانو په څېر له اوږدې مودې جمهور رییس هم دا احساس کاوه چې د افغانستان جګړه له پوځي لارې نه شي ګټل کېدای. له همدې امله موږ له مذاکراتو او ډیپلوماتیکو لارو د خبرو ملاتړ کوو او په دې برخه کې به ګډ کار ته دوام ورکړو."

دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې بیا د سولې لپاره پیل شوې هڅې هغه ډول چې اړینه ده پایله نه لري او تر خوا د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي او طالبانو ترمنځ د نږدې لس میاشتو خبرو وروسته، لاهم په افغانستان کې د جګړې په کمېدو یا اوربند هېڅ ډول هوکړه نه ده شوې.

XS
SM
MD
LG