د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۷

د ناړۍ-اسعداباد سړک لاهم تړلی؛ خلک: طالبانو ماینونه خښ کړي او تېږي راغورځولي


په غازي اباد او اسمار ولسوالیو کې د ناړۍ او اسعداباد ترمنځ غځېدلی سړک
په غازي اباد او اسمار ولسوالیو کې د ناړۍ او اسعداباد ترمنځ غځېدلی سړک

د کونړ ولایت په غازي اباد او اسمار ولسوالیو کې د ناړۍ او اسعداباد ترمنځ غځېدلی سړک لا هم د ټرافیکو پر مخ تړل شوی دی.

ځايي اوسیدونکي وايي، وسله والو طالبانو په کې ماینونه خښ کړي او له غره يې ورته تېږي راغورځولي دي چې له امله یې دوی ته ګڼې ستونزې پیدا کړي.

محمد ابراهیم نورستانی او نور قومي مشران چې د لارې تړل کېدو له امله په مرکز اسعداباد کې بند پاتې وايي، له لسو ورځو زیات کېږي چې وسله والو طالبانو په اسمار او غازي اباد کې عمومي سړک بند کړی.

خلک وايي طالبانو د اسعداباد او ناړۍ ترمنځ پر غځیدلي سړک ماینونه ښخ کړي او له غره یې تېږې ورته راغورځولي دي.
خلک وايي طالبانو د اسعداباد او ناړۍ ترمنځ پر غځیدلي سړک ماینونه ښخ کړي او له غره یې تېږې ورته راغورځولي دي.

ښاغلي نورستاني زیاته کړه: "د غازي اباد بېلابېلې لارې د اسمار له حدوداتو پیل تر ناړۍ پورې ټولې لارې طالبانو بندې کړي. قومونه ډېرو ستونزو سره مخ دي، ان دا چې ناروغان او مړي هم له یوې بلې ولسوالۍ ته څوک نه شي انتقالولی."

عبدالقادر کوهستانی بیا وایي، طالبانو د سړک بندولو ترڅنګ د غازي اباد ولسوالۍ پر مرکزي کلیو د څښاک او د ځمکو خړوبولو اوبه هم بندې کړي چې په خبره یې د لارې بندېدو د خوراکي موادو نرخونه لوړ کړي او د اوبو نشتون ټول چاپیریال ته زیان رسولی دی.

کوهستاني زیاته کړه: "اوبه يې پرې بندې کړي، پایپونه يې ویجاړ کړي. پایپ سکیم يې په تبرونو وهلي دي. هېڅ خلکو ته اوبه نشته. سبا او بېګاه پرې دا ړندې مرمۍ وریږي. له اسمار ولسوالیه واخله د نورستان تر برګیمټال پورې ټوله لاره د غازي اباد له امله بنده ده."

هاخوا د کونړ امنیتي مسولین وایي، عملیات يي پیل کړي او ډېر ژر به یاده لاره له هر ډول موانعو پاکه کړي.

د کونړ امنیه قوماندان سمونوال محمد یوسف مظلومیار
د کونړ امنیه قوماندان سمونوال محمد یوسف مظلومیار

د کونړ امنیه قوماندان سمونوال محمد یوسف مظلومیار چې د نورو افغان ځواکونو سره د لارې د پاکولو په عملیاتو بوخت دی ازادي راډیو ته وویل: "د اسمار او غازي اباد په ساحو کې عملیات روان دي. تقریباً دوه ځله مو دغه لاره د ترافیکو پر مخ خلاصه کړه. طالبان په لارو کې بمونه ږدي، په لارو کې تېږي اچوي .۱۲ ماینونه تر اوسه موږ خنثی کړي او دغو عملیاتو کې مو دښمن ته درنه مرګ ژوبله اړولې. زه تاسو ته ډاډ درکوم چې ولسونه موږ سره دي او ډېر ژر به دا لاره د ترافیکو پرمخ خلاصه کړو."

دغو لسو ورځو کې وسله والو طالبانو او حکومتي ځواکونو پر یو بل خپلو بریدونو ته دوام ورکړی، حکومتي مسولین د هر برید وروسته وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوې کوي، خو تر دې دمه وسله والو طالبانو په غازي اباد کې پر ولسي وګړو د اوبو او سړک بندولو او همدا راز د شوېو نښتو په اړه کوم نظر نه دی څرګند کړی.

د ناړۍ او اسعداباد ترمنځ پر غځیدلي سړک د نورستان د کامدیش او برګیمټال اوسیدونکي هم تګ راتګ کوي چې د لارې بندېدو سره هغوی له نورو خلکو زیاتو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

XS
SM
MD
LG