د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۵

خلک: ارزګان کې د یو شمېر مارغانو نسل د ورکېدو په حال کې دی


د ترینکوټ یوه هټۍ
د ترینکوټ یوه هټۍ

د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ او ولسوالیو په خپله غېږه کې د زیاتو باغونو، ځنګلونو، غرونو اوبو او ښه اب او هوا د لرلو ترڅنګ دغه ولایت بېلابېل مارغان هم لري.

د ترینکوټ ښار ترڅنګ د سیند پر غاړه ځنګلونه او باغونه د زیات شمېر مارغانو استوګن ځایونه بلل کیږي او دا ځنګلونه د خپلې ښکلا تر څنګ د هغه مرغانو د غږونو ښکلا هم لري چې هر مرغه تر یولک افغانیو پورې بیه لري.

ارزګان کې مېلمه مارغان د مېله کوونکو پام هم ځان ته ور اړولی، خو مېله کوونکي وايي دغه ځنګلونه هغه د پخوا پرتله ښه غږ لرونکي مارغان نه لري.

ارزګان کې مېلمه مارغان د مېله کوونکو پام هم ځان ته ور اړولی
ارزګان کې مېلمه مارغان د مېله کوونکو پام هم ځان ته ور اړولی

جاوېد چې د کلونو راهیسې د خپلو ملګرو سره هره جمعه ځنګلونو ته ځي، ازادي راډيو ته یې وویل: "له خپلو ملګرو سره دا ۱۵ کاله کېږي چې هره جمعه او یا هم نورې ورځې ځنګلونو ته ځم، پخلۍ هم کوو ، ځکه دا سیمه ښه اب او هوا او ښه غږ لرونکي مارغان لري، خو دغه ځنګلونو کې دا څو کاله کېږي ښه غږ لرونکي مرغان ورک شوي چې د پخوا پرتله خوند په کې نه دی پاتې."

د ترینکوټ اوسیدونکي وايي، دا ښه غږ لرونکي مارغان یوازې دا سیمې نه لري، بلکې د دغه ولایت ولسوالۍ او غرونه تر دې نور هم ښه مارغان لري.

  • دا مارغان ولې د ورکېدو په حال کې دي؟

د ترینکوټ ښار یو تن هټیوال ۵۵ کلن محمد جان وايي، ځینې کسان د ارزګان ولایت مارغان یو شمېر هېوادونو ته قاچاقوي: "له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې د مارغانو پر پیر او پلور بوخت یم، له دې ولایته بهرنیو هېوادونو ته داسې مارغان قاچاقېږي چې نورو ولایتونو کې نشته او هر مارغه ان تر دوه لکه افغانیو پورې بیه لري، د دې مارغانو له ډلې باز، زرکه، تورچوړو، ګل سر، سایره او بلبل نورو هېوادونو کې زیاته بیه لري، خلک يې نیسي او پر موږ یې پلوري له موږه یې بیا نور پیري او بهرنیو هېوادونو ته یې اړوي، لکه پاکستان، ایران او نور هېوادونو ته."

محمد جان وايي، ل دغه ولایت ته د مارغانو قاچاق د ښه غږ لرونکو او نور مارغانو شمېر۹۰ سلنه راکم کړی.

محمد جان وايي، ځینې کسان د ارزګان ولایت مارغان یو شمېر هېوادونو ته قاچاقوي
محمد جان وايي، ځینې کسان د ارزګان ولایت مارغان یو شمېر هېوادونو ته قاچاقوي

نوموړی زیاتوي، له پاکستانه یو شمېر کسان راځي او دلته د ترینکوټ غرونو کې درې میاشتې د یو مارغه نیولو لپاره تیروي او په وینا یې مخکې به د مارغانو سیلونو ګرځېدل: "دا مارغان اوس زیات کم شوي، ښکاریان زیات شول،له پاکستانه خلک راځي او د یوه باز د نیولو لپاره درې او یا هم څلور میاشتې تیروي او بیا یې نیسي، مخکې زیات و، پخوا به موږ دغه کرکان نیول، په یوه ورځ به مو تر سلو زیات نیول، خو اوس په ټولو سیمو کې جالونه خلکو ورته ځوړند کړي وي او یو لا نه پیداکېږي."

د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې چارواکي وايي، په افغانستان کې ۱۳۸ ډوله داسې ژوي او مرغان شته چې جدي ساتنې ته اړتیا لري.

د ارزګان ولایت د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مسوولین هم د مرغانو د قاچاق مساله تائیدوي وايي، دغه کړنه د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې ترسره کېږي.

د ارزګان ولایت د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مشر عبدالهادي اڅکزی
د ارزګان ولایت د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مشر عبدالهادي اڅکزی

د یادې ادارې مشر عبدالهادي اڅکزي ازادي راډيو ته وویل، دوی به په دې اړه لا نوره پلټنه هم وکړي: "په ارزګان ولایت کې د مرغانو ښکار او قاچاق د اندېښنې وړ موضع ده، موږ په دې اړه لا نورې پلټنې هم کوو، دا کار چې څوک کوي غیر قانوني دی، موږ که په دې برخه کې هر یو کس ونیسو، د هغه سره قانوني چلند کوو، زما غوښتنه له خلکو دا ده چې د مارغانو د ښکار او له قاچاقه دې لاس واخلي."

د چاپیریال ساتنې مشر زیاتوي دغه ولایت کې د مارغانو د ورکېدو بل لامل روانې جګړې هم دي، تېرو څو کلونو کې په وار -وار داسې راپورونه خپاره شوي چې د افغانستان په یو شمېر سیمو کې عربان د نادره مرغانو ښکار کوي، خو تر اوسه په دې اړه کوم اقدام نه دی شوی.

یو شمېر افغان څېړونکي وايي، ژوي او مارغان د افغانستان له طبیعي منابعو څخه شمېرل کېږي او افغان حکومت باید د دې د ساتلو او خوندي کولو لپاره جدي پام وکړي.

XS
SM
MD
LG