د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

له جګړو ورهاخوا؛ چارواکي: سږ ۳ میاشتې نورستان ته ۱۵۰۰۰سیلانیان ورغلي


د نورستان ښکلاګانو د زرګونه سیلانیانو پام ځان ته اړولی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

د نورستان ښکلاګانو د زرګونه سیلانیانو پام ځان ته اړولی

د نورستان چارواکي وايي، د نوي کال له پسرلي د جوزا تر وروستیو شپو ورځو د یاد ولایت طبیعي ښکلاګانو لیدلو ته له بېلابېلو ولایتونو شااوخوا ۱۵۰۰۰سیلانیان ورغلي چې دې کار نه یوازې د ملي پارک شهرت زیات کړی بلکې د سېمې خلکو ته يې هم ګټه رسولې ده.

د نورستان د طبیعي ښکلاګانو لیدونکي ورځ تر بلې په زیاتېدو دي. د یاد ولایت مسوولین وایي، وروسته له هغه د نورستان له ښکلي طبیعت،اوبو او یخې هوا څخه د خوند اخیستلو مېنه وال مخ په زیاتېدو دي چې نږدې دوه کاله وړاندې د چاپېریال ساتنې ادارې په غوښتنه ولسمشرغني نورستان د ملي پارک او د ژویو لپاره خوندي ځای اعلان کړ.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم ازادي راډیو ته وویل: "د نوي کال له پیله تراوسه پورې شااوخوا ۱۵۰۰۰ کسانو له نورستانه لېدنه کړې ده او دا لړۍ دوام لري."

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم

د نورستان دنګ غرونه د نښترو، ځڼغوزیو،څېړیو او پر نورو ونو زرغون دي، په سیندونو کې يې رڼې اوبه بهېږي، په ځمکه يې شین بخملین چمنونه غوړېدلي او له هرې خوا د ډول ډول مارغانو زړه وړونکي نغمې اورېدل کېږي.

په یادو شنو او زړه راښکونکو چمنونو کې رنګارنګ او ښکلي ګلان د نرې باد سره نڅا کوي. د ګلانو ښکلا او نڅا له جګړو د ستړو انسانانو زړونو کې هم مستې پیدا کړې، نوځکه خو څوک د ساز سرود الې غږوي او څوک هم ورته ناڅي.

نورستان ته خدای داسې زړه راښکونکې او ښکلې منظرې په برخه کړي چې په لېدو يې انسان نه مړيږي، نو همدا لامل دی چې د هرې ورځې په تېریدو يې د ښکلا انګازې تر لېرې لېرې ځایونو رسېږي او له هرې خوا يې لېدو ته جوپې جوپې سیلانیان روان دي.

سلطان محمد له کندهاره د نورستان لېدلو ته راغلی وايي: "هلته کندهار کې خو داسې ځاي نه و او دا فکرموهم نه دی کړی چې زموږ په ګران افغانستان کې دې داسې ښکلی ځای موجود وي. دلته چې موږ ناست یو، موږ ته خوب او خیال ښکاري. داسې ښکلې منظره او داسې په زړه پاک خلک چې بلکل تصور نه شو کولی."

عبدالرحیم له ننګرهار پارون ته تللی، د نورستان ښکلاګانې ستايي، خو په لاره کې د سړک له خرابوالي سرټکوي: "‌ډېر ښایسته ځای دی، ډېرې ښکلې او قدرتي منظرې لري. په زړه پورې ښکلا لري، خو بدبختانه سرکونه يې دومره خراب دي چې موږ یې د چکر په خوند پوه نه کړو. نوره ډېره ښایسته سیمه ده. له حکومته دا هېله ده چې د سړک دا کار زر بشپړ شي چې تر څو نورو خلکو ته هم دلته د راتګ زمېنه برابره شي."

سیلانیان او د سېمې اوسیدونکي وايي، د ملي پارک له نومول کېدو يې دا دی نزدې دوه کاله پوره کېږي، خولا هم یاد ولایت ته غځيدلې سړکونه کنډوکپر پراته دي.

د دوی په خبره چې د دمې او ډوډۍ خوړلو لپاره هوټلونه او نورې اسانتیاوې نه لري.

خو د نورستان والي بیا وایي چې د سړک جوړولو چارې او سیلانیانو ته يې د اسانتیاوو برابرولو هڅې پيل کړي: "د نورستان له طرفه پر ۲۳ کېلومتره سړک کار روان دی او درېیم لاټ قرارداد ته تللی دی. د هغې سربېره اوږده لاره ده او سړک خراب دی. موږ د ټولګټو وزارت جناب وزیرصیب او نورو مسوولینو سره اړېکې نېولي دي، د سړک هغه برخه چې د پخېدلو کار يې روان دی، هغه به هم چټک شي او کومې برخې چې قرارداد يي شاید وخت ونیسي، هغه به ترمیم کړو. یو څه هوټلونه جوړ شوي، په ۷ معیاري هوټلونو کار روان دی او نور پانګه وال مو هم هڅولي چې دلته پر هوټلونو او نورو برخو پانګونه وکړي."

د نورستان اوسیدونکی وايي، پخوا ختیځ او لویدیځ نورستان ته د افغانستان بادشاهان او امران د ښکار او سیل لپاره تلل او له ښکلا ګانو ډک دغه وطن کې به یې د رخصتۍ شپې ورځې تېرولې.

د دوی په خبره که بیا هم حالات برابر شي او امنیت تامین شي، نو نورستان ته به د بهرنیو او کورنیو سیالانیانو جوپې راماتې شي چې له همدې درکه به حکومت او ولس دواړه ډېره ګټه ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG