د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

امریکا ته د غني سفر او د افغانستان-امریکا د اړیکو نوی فصل


ارشیف، ولسمشر غني او ولسمشر جوبایډن
ارشیف، ولسمشر غني او ولسمشر جوبایډن

د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله تېره شپه واشنګټن ته د دوه ورځني سفر په مخه روان شول څو د امریکا د متحد ایالاتونو له ولسمشر جوبایډن او یو شمېر نورو چارواکو سره خبرې وکړي.

په دې سفر کې له افغان ولسمشر سره د ده لومړۍ مرستیال امرالله صالح، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د ملي امنیت د شورا سلاکار حمد الله محب او یو شمېر نور جګپوړي چارواکي ملګرتیا کوي.

ارګ په یوه بیان کې څرګنده کړې ده چې ولسمشرغني به د دې سفر په ترڅ کې د کانګرس له غړیو او یو شمېر نورو امریکایي چارواکو سره د افغانستان او امریکا د اړیکو د نوي فصل په باب خبرې وکړي.

د افغان حکومت د رسنیو د مرکز رییس دواخان مینه پال په دې هکله ازادي راډیو ته توضیحات ورکړل: "د افغانستان جمهور رییس به په دې سفر کې د امریکا د متحد ایالاتونو له ولسمشر او نورو چاراکو سره وګوري، د مجلسونو لویه برخه تر دې راڅرخي چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو نوی پړاو پیلېږي په دې برخه کې اقتصادي همکارۍ، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو اوږدمهاله ملاتړ او له ترورېزم سره د مبارزې برخه کې د امریکا او افغانستان د حکومتونو مشارکت شامل دي."

د افغان حکومت د رسنیو د مرکز رییس دواخان مینه پال
د افغان حکومت د رسنیو د مرکز رییس دواخان مینه پال

بل لور ته د ملي مصالحې عالي شورا وایي، واشنګټن کې به د خبرو اصلي ټکی د افغانستان د سولې بهیر وي.

جګ پوړی افغان پلاوی په داسې وخت کې واشنګټن ته روان دی چې طالبانو په وروستیو څو ورځو کې د افغانستان په شمال او جنوب کې یو شمېر ولسوالۍ نیولې دي او په ځینو سیمو کې عام خلک د طالبانو پر ضد پاڅیدلي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو ته د ولسمشر غني د امریکا له سفر سره مخالفت ښکاره کړ او ویې ویل: "د سفرونو په اړه، نو سفرونه خو کېږي مخکې هم شوي دي او بیا به هم کېږي البته هر هغه ګام چې زموږ د ولس او زموږ د هېواد د ازادۍ او استقلال او د ولس له ملي منافعو سره په ټکر کې وي هغه زموږ ولس ته قابل د قبول نه دی او نه د افغانستان اسلامي امارت ته قابل د قبول دی."

سپینې ماڼۍ ویلي دي چې د افغانستان د دې جګپوړي پلاوي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوامداره مشارکت نښه ده.

د امریکا د دفاعي پوهنتون استاد علي احمد جلالي
د امریکا د دفاعي پوهنتون استاد علي احمد جلالي

د امریکا د دفاعي پوهنتون استاد علي احمد جلالي ازادي راډیو ته د افغان پلاوي د سفر د اهدافو په اړه وویل: "اول دا چې څرنګه کولی شي چې امریکا د خپلو ځواکونو له وتلو وروسته امریکا د افغانستان له قواوو سره او له حکومت سره څرنګه، په څه ډول، په څه شرایطو، څه ډول مرسته وکړي. دوهم دا چې د سولې د خبرو د چټکتیا لپاره کوم کارونه باید وشي او په عین زمان کې په افغانستان کې د یوه سیاسي اتحاد د رامنځته کېدو لپاره کومې توصیې او کوم کارونه په کار دي."

د افغان ولسمشر د امریکا د سفر په اړه سپینې ماڼۍ په خپرې کړې اعلامیې کې ویلي دي چې امریکا به د افغانانو ترڅنګ وي څو ډاډه شي چې افغانستان بیا د ترهګرو په ځاله بدل نه شي.

په بیان کې وړاندې راغلې دي چې واشنګټن د افغان سولې د بهیر ملاتړ ته ادامه ورکوي او د افغانستان ټول جهتونه د سولې په خبرو کې د رښتوني مشارکت لپاره هڅوي څو دا شخړې ختمې شي.

XS
SM
MD
LG