د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

افغانستان کې پر امنیتي پېښو او د ملېشو پر رامنځته کېدو د نیویارک ټایمز لیکنه


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د مخ پر زیاتېدونکو امنیتي پېښو او د طالبانو او داعش د حملو د مخنیوي لپاره د ملېشو رامنځته کېدو ته کتلي دي.

په دې مقاله کې راغلي، په داسې حال کې چې امریکا او ناټو ځواکونه له افغانستانه وځي، د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرې هم د پام وړ نتیجې ته نه‌دي رسېدلي، عادي خلکو ملېشې رامنځته کړي یا وايي چې دوی غواړي وسلې ترلاسه کړي.

په دې مقاله کې د ذولفقار امېد په نوم د یوه هزاره قوماندان یادونه شوې چې وايي دی ۸۰۰ وسله‌وال لري چې د ده په وینا د هزاره مېشتو افغانانو د سیمو دفاع کوي.

لیکوال وايي، د وسلو او وسله‌والو د رامنځته کولو سرعت ته په کتو د ۱۹۹۰مې لسیزې د مجاهدینو جګړه راپیادېږي چې سیالو ملېشو زرګونه ملکیان ووژل او د کابل ګڼې برخې يې ویجاړې کړې.

د لیکوال په باور، د ملېشو یو داسې حرکت چې که له دولت سره هماهنګه هم وي، ښايي د ولسمشر غني حکومت له ماتېدو سره مخامخ کړي او یو ځل بیا افغانستان پر جګړه‌مارانو ووېشي.

په دې مقاله کې لولو چې یو شمېر قوماندانانو له هغه راهیسې چې له امریکا سره‌یې د طالبانو د واکمني په سقوط کې مرسته کړې وه، په بشپړه توګه خپلې ملېشې له‌منځه نه‌دي وړي.

په دې لړ کې د شمالي ائتلاف د قوماندان احمد شاه مسعود د زوی احمد مسعود یادونه شوې ده.

مقاله یادونه کوي چې احمد مسعود یو څو زره وسله‌وال راټول کړي چې ځیني يې زاړه ملېشه قوماندانان دي چې د طالبانو او روسیې پر وړاندې يې جګړه کړې وه. د دې ترڅنګ په مقاله کې د عبدالرشید دوستم، عطا محمد نور، اسماعیل خان، کامران علیزي نومونه هم یاد شوي چې وسله‌وال لري.

  • واشنګټن اګزمېنر

واشنګټن اګزمېنر خپرونې بیا په افغانستان کې د جو بایډن د ادارې د پالېسۍ په اړه لیکلي دي.

په لومړي سر کې لولو چې د امریکا ولسمشر جو بایډن له هغو کسانو وو چې په افغانستان او عراق کې يې د امریکا د جګړې د پیلولو په برخه کې د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش سره مرسته کړې وه.

خو اوس بایډن ژمنه کړې ده چې له افغانستانه به د سپټمبر تر ۱۱مې ټول امریکايي ځواکونه وباسي.

وروسته په مقاله کې لولو چې د جمهوري غوښتونکي ګوند ګڼ غړي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د پرېکړې ملاتړ کوي، خو په کانګرس کې د دې ګوند مشرتابه له دغې پرېکړې سره مخالفت کوي.

د مقالې په پای کې راغلي چې د بایډن ملاتړي په دې باور دي چې که د افغانستان جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي، دا به د بايډن لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وي.

XS
SM
MD
LG