د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۵

په هند، کاناډا او اروپایي هېوادونو کې کرونا په کوم وضعیت کې ده؟


ارشیف، په هند کې د کرونا ویروس له امله د یوه مړه شوي کس د خاورو ته سپارلو مراسم
ارشیف، په هند کې د کرونا ویروس له امله د یوه مړه شوي کس د خاورو ته سپارلو مراسم

هندوستان په دې هېواد کې د کرونا ویروس ضد واکسین کمپاین نن بیا پیل کړ.

سره له دې چې دا هېواد د واکسین له کمي سره مخ دی، خو په دې کمپاین کې هر بالغ هندوستانی د واکسین د یوې ستنې مستحق دی.

د هندوستان د کرونا واکسین دا نوې پالېسي چې د مې میاشت کې رامنځته شوې هغه پېچلی سیستم پای ته رسوي چې یو شمېر ایالتونه په‌کې د کرونا واکسین د تطبیق په برخه کې له ستونزو سره مخ و.

هندوستان سره له دې چې نورې نړۍ ته د کرونا د واکسین لوی صادروونکی دی، په خپل کور کې ستونزو اړ کړ چې د 'کووېډ-۱۹' واکسین صادرات بند کړي. دې کار په نورو هېوادونو کې د واکسین کمپاینونه له ستونزو سره مخ کړي دي. تر اوسه د هندوستان د یو میلیارد او ۴۰۰ ملیونو وګړو یوازې درې نیم سلنه‌یې بشپړ واکسین شوي.

په وروستیو څو میاشتو کې هندوستان د کرونا وبا سخت وځپه، خو اوس د دې هېواد د روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې د کرونا ورځنۍ پېښې په تېرو درې میاشتو کې تر ټولو کم حد ته راښکته شوې دي.

هند کې د کرونا ویروس د ترلاسه کولو لپاره راټول شوي کسان
هند کې د کرونا ویروس د ترلاسه کولو لپاره راټول شوي کسان

بل‌خوا له کاناډا او مکسیکو سره به د امریکا متحده ایالاتو پولې لږترلږه د یوې بلې میاشتې لپاره تړلې وي.

دا د سوداګرو او پر پوله د مېشتو خلکو د هغو زیاتېدونکو غوښتنو سربېره ده چې وايي پر پولو دې کنټرول نرم شي.

کاناډا چې تېره اوونۍ له خپل اړخه د پولو د تړل پاتې کېدو اعلان وکړ، د کمپنیو او سیاحت د سکتور تر فشار لاندې دی چې پر پولو دې کنټرول نرم کړي.

پر پولو کې په اوښتو را اوښتو دا محدودیت د ۲۰۲۰ م کال د مارچ څخه په میاشتنۍ توګه بیا بیا غځېدلی دی.

په اروپا کې له روسیې تر پورتګال پورې هېوادونه د کرونا ویروس د ډېلټا بڼې اندېښمنوونکي خپرېدل تجربه کوي.

د کرونا ویروس دا بڼه لومړی هندوستان کې وموندل شوه او د ویروس د نورو بڼو په مقایسه په چټکۍ او اسانۍ خپرېدونکې ده.

ارشیف، د اروپا پر بیرغ د کرونا ویروس ضد واکسین
ارشیف، د اروپا پر بیرغ د کرونا ویروس ضد واکسین

د جرمني د اقتصادي څېړنې یو انستتیوت خبرداری ورکړی دی چې د کرونا د ډېلټا بڼې په خپرېدو کې زیاتوالی د اروپا اقتصاد د یو بل ګوزار سره مخ کولای شي.

په جرمني کې د کرونا ویروس دا هندي بڼه دا مهال یوازې د کرونا د نویو مثبتو پېښو ۶ سلنه جوړوي. په عمومي توګه د مې میاشتې راهیسې په جرمني کې په کرونا د اخته کېدو نوې پېښې راکمې شوې دي.

خو په بریتانیا، پورتګال او روسیه کې د کرونا ډېلټا بڼې زور اخیستی او دا هېوادونه‌یې اړ کړي چې د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره‌یې ځیني محدودیتونه ولګوي.

روغتیايي چارواکي وايي، د 'کووېډ-۱۹' واکسین د دې ویروس د ډېلټا بڼې په وړاندې هم مؤثر دی.

XS
SM
MD
LG