د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۳

د خوست سیمه ییزې رسنۍ: که مو ستونزې حل نه شي له فعالیته به ولوېږو


د خوست د سیمه ییزو رسنیو مسوولین
د خوست د سیمه ییزو رسنیو مسوولین

په خوست کې د سیمه ییزو رسنیو اقتصادي کمزوري، د هغوی تر منځ د خپرونو په چمتو کولو او بازار موندنه کې ناسالمه سیالي، د ځای او د دایمي برښنا نشتون یادې رسنۍ له ستونزو سره مخ کړي دي.

خوستي خبریالان وايي، که د سیمه ییزو رسنیو یادو ستونزو ته په اساسي ډول رسیدنه ونه شي، نو لېرې نه ده چې ځینې رسنۍ به له فعالیته ولویږي.

په خوست کې سیمه ییزې رسنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي

دوی یادې څرګندونې نن د شنبې (د غبرګولي ۲۹مه) په ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا د ټولنیزو رسنیو د اغېزو په اړه د یو ورځني ورکشاپ په څنډه کې ازادي راډیو ته وکړې.

په خوست کې د چنار راډیو خبریال شهزادالله حمیدي د سیمه ییزو رسینو ستونزې داسې یادې کړې: "رسنۍ اقتصادي مشکلات لري، د رسنیو د ودانیو د نشتون ستونزه ده، خپلې ودانۍ نه لري او په کرايي ودانیو کې له یو بل ځایه خپرونې کوي، د دې ترڅنګ د رسنیو ترمنځ د غیر سالم رقابت شتون دی، که هغه د اعلاناتو په برخه کې وي یا نورو برخو کې او که حالات همداسې دوام وکړي نو شاید ځینې رسنۍ له فعالیته ولویږي. "

د غرغښت راډیو ټلوېزیون خبریال محمدولي ارغوان هم په دې ولایت کې د رسنیو تر منځ ناسالمه سیالي، د هغوی اقتصادي ستونزې او د بازار موندنې په برخه کې د ګډو اصولو نشتون هغه موارد بولي چې په دې ولایت کې يې د سیمه ییزو رسنیو فعالیتونه اغېزمن کړي دي.

په تېرو شلو کالونو کې د راډيوګانو، ټلوېزیونونو او نورو ټولنیزو شبکو د فعالیتونو ترڅنګ چاپي رسنیو هم فعالیت پيل کړی، خو د هرې چاپي رسنۍ فعالیت له څه وخت وروسته بېرته دریدلی دی.

د تړون افغانستان اوونېزې د امتیاز خاوند سپین روان نورزی وايي، افغان حکومت او نورو بهرنیو ډونرانو د چاپي رسنیو برخې ته دوامداره پاملرنه نه ده کړې چې له کبله يې دا برخه له پیله کمزورې ده.

په خوست کې د رسنیو ځینې بنسټونه دي چې د خبریالانو د ستونزو د هوارولو په برخه کې کار کوي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر سیف الله حیات هم دې ولایت کې د امنیتي ستونزو ترڅنګ د رسنیو اقتصادي ستونزې یادوي چې په رسنیزو فعالیتونو يې منفي اغېز کړی دی.

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین د رسنیو یادې ستونزې من
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین د رسنیو یادې ستونزې من

حیات زیاتوي: "موږ ته په ځانګړي ډول د امنیتي ستونزو د کمولو، پر وخت د مالوماتو د راکولو او اقتصادي ستونزو په برخو کې وعدې راکړل شوي چې وخت نا وخت يې ښه نتیجه ورکړې، خو لکه څرنګه چې په کار ده، د دوی د اقداماتو داسې ښه نتیجه نه معلومیږي، زموږ هیله دا ده چې دا ستونزې هوارې شي. "

بل لوري ته د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین د رسنیو یادې ستونزې مني او وايي چې د حل په موخه يې د رسنیو له مسوولینو او اړوندو چارواکو سره پرله پسې ناستې کړي دي.

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس محمد انور زاهد وویل، د رسنیو او خبریالانو سره د همغږۍ په خاطر وخت په وخت ناستې لري، همداشان د رسنیو کارځایونو ته ورځي، ستونزې يې اوري او د حلولو لپاره يې د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې هلې ځلې کوي.

ښاغلي زاهد زیاته کړه: "په تېر کې هم څو وارې په دې توانیدلي یو چې د رسنیو لپاره اعلانات واخلو او بیا يې دوی ته ورکړو، څو دوی يې نشر کړي او خپلو مقاماتو سره هم موږ دا موضوعات شریک کړي دي، له یوه پلوه به دغه غږ زموږ تر لېرې سیمو رسیدلی وي او بل پلو به زموږ د محلي رسنیو لاسنیوی شوی وي. "

یاده دې وي خوست د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې د سیمه ییزو رسنیو فعالیتونه په کې پراخ دي.

دا مهال په دې ولایت کې ۴ سیمه ییز ټلوېزیونونه، ۱۴ راډیوګانې او یو شمېر چاپي رسنۍ فعالیت لري.

کتونکي انديښنه لري، که افغان حکومت او نړیوال ډونران د سیمه ییزو رسنیو د فعالیتونو د دوام لپاره د امنیتي او اقتصادي ستونزو د حلولو په ګډون په یو اساسي میکانیزم کار ونه کړي، ممکن د دې رسنیو ډېره برخه د اوږده مهال لپاره خپل فعالیتونه روان ونه ساتل شي.

XS
SM
MD
LG