د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۷

د شېخ زاید پوهنتون په روغتون کې د اکسیجن د تولید دستګا فعاله شوه


آرشیف، د اکسیجن د تولید دستګا
آرشیف، د اکسیجن د تولید دستګا

د خوست چارواکي وایي، د شېخ زاید پوهنتون په کادري روغتون کې یې د اکسیجن د تولید دستګا فعاله کړه.

د خوست د عامې روغتیا مشر حبیب شا انصاري وایي، دا دستګا به چې پرون جمعه(د غبرګولي ۲۸مه) پرانیستل شوه، هره ورځ شل بالونه اکسیجن تولید کړای شي.

انصاري ازادي راډیو ته وویل: "دا په ورځ کې د شلو بالونو په اندازه د اکسیجن د تولید ظرفیت لري، په خوست کې اړتیا ډېره ده، خو موږ سره په عاجلو واقعاتو کې لومړنۍ مرسته کولای شي، موږ هره ورځ تقریباً د اکسیجن ۱۲۰ بالونو ته ضرورت لرو."

په افغانستان کې د کرونا د پیښو له زیاتوالي سره روغتونونه د اکسیجن له کمښت سره مخ شوي دي.

تېره اوونۍ د عامې روغتیا وزارت وویل، د اکسیجن لپاره د دوی ورځنۍ اړتیا له لس زره ډبو پورته ده، حال دا چې ټول افغانستان کې خصوصي سکټور یوازې د اړتیا نیمایي برخه تولیدولی شي.

په افغانستان کې پرون د کرونا د مثبتو پېښو شمېر له یو لک او پنځو زرو واوښت او له دې کبله د څه باندې څلور زره کسانو د مړینې شمير ثبت شوی دی.

اندېښنې بیا دا دي چې نارسمي شمېرې له دې ډېرې زیاتې دي.

XS
SM
MD
LG