د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

ایران کې پيل شوي د ولسمشرۍ انتخابات؛ ډېری ایرانیان: مخکې تر مخکې ولسمشر ټاکل شوی


د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي صندوق ته د رأی اچونې پر مهال
د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي صندوق ته د رأی اچونې پر مهال

په ایران کې د ولسمشرۍ انتخابات نن جمعه پیل شول. د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره هم‌مهاله د ښاروالیو او کلیوالي شوراګانو انتخابات کېږي.

محسن رضايي میرقاید، ابراهیم رئيسي، امیر حسین قاضي‌زاده هاشمي او عبدالناصر همتي د ایران د ولسمشرۍ د ۱۳مې دورې لپاره څلور کاندیدان دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر په وینا په دې انتخاباتو کې ۵۹ ملیونه او ۳۱۰ زره تنه د رأی ورکولو په شرایطو برابر دي.

ایراني چارواکو ویلي چې د دوی له سروې‌ګانو څرګندېږي چې له دې شمېر کسانو څخه به له ۳۷ تر ۴۷ سلنې پورې خپلې رایې وکاروي.

دا انتخابات په داسې وخت کې کېږي چې له ایرانه بهر او په ایران کې دننه یو شمېر سیاسي ډلو د انتخاباتو د بایکاټ کولو غوښتنه کړې ده.

د رایو د مرکزونو له پرانیستل کېدو سره سم، د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌يي د رأی ورکولو یوه ګرځنده مرکز ته ورغی او د رایې له اچولو وروسته‌یې دا انتخابات یو ملي ازمیښت وباله او پر خلکو یې غږ وکړ چې ګډون په‌کې وکړي.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي د رأی ورکولو پر مهال
د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي د رأی ورکولو پر مهال

د رایو مرکزونه د سهار په اووه بجې پرانیستل شول او د شپې تر ۱۲ بجو به پرانیستي وي.

په ایران کې دا انتخابات په داسې حال کې کېږي چې ډېر ایرانیان باور لري چې د کاندیداتورۍ د سختو شرایطو په وسیله دوی ته مخکې تر مخکې ولسمشر ټاکل شوی دی.

د ایران شورای نګهبان د مهمو اصلاح غوښتونکو څېرو کاندیداتوري رد کړه.

په عین حال کې دا انتخابات په داسې مهال کېږي چې د ایران د اقتصادي وضعیت د خرابېدو، ناوړې ادارې او د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله خلک په غوسه دي.

عمومي باور دا دی چې د قضائیه قوې رئيس ۶۰ کلن ابراهیم رئيسي به چې یو سخت‌دریځی ملا دی، د حسن روحاني ځای ناستی شي.

رئيسي یو له هغو قاضیانو دی چې د ۱۹۸۸ م کال په چټکو محاکمو کې یې ګډون درلود او په لړ کې یې زرګونه سیاسي بندیان په اعدام محکوم او په دار وځړول شول.

د بشري حقونو ادارې دا اعدامونه د بشریت پر ضد جنایتونه بولي.

د رئيسي اصلي سیال او یوازنی منځلاری کاندید عبدالناصر همتي دی.

د ایران ولسمشرۍ انتخاباتو نوماند ابراهیم رئیسي
د ایران ولسمشرۍ انتخاباتو نوماند ابراهیم رئیسي

لویو اصلاح غوښتونکو ډلو د همتي د کمپاین ملاتړ نه‌دی کړی او په نظرپوښتنو کې هم داسې نه‌ښکاري چې ډېر خلک دې رایې ورکړي.

د سخت‌دریځو په منځ کې د رئيسي دوه سیالان د ایران د اټمي پروګرام پخوانی مرکچي سعید جلیلي او د پارلمان غړی علیرضا زاکاني دوه ورځې وړاندې یعنې د انتخاباتي کمپاین په وروستۍ ورځ له کاندیداتورۍ تېر شول. دواړو له خپلو پلویانو وغوښتل چې رئيسي ته رایې ورکړي.

دوه نور سخت‌دریځي د ایران د سپاه پاسداران پخوانی قوماندان محسن رضايي او د پارلمان لومړی مرستیال رئيس امیر حسین قاضي‌زاده هاشمي انتخاباتو ته ولاړ دي.

په دې انتخاباتو کې به د ایران تر نورو انتخاباتو ډېر لږ کسان خپلې رایې وکاروي او داسې شک کېږي چې له دې کبله به د انتخاباتو د پایلو مشروعیت له پوښتنو سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG