د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

د پوتین او بایډن لیدنه؛ پوتین: پردې هوکړه وشوه چې سفیران به خپلو دندو ته ستیږي


د امریکا د متحد ایالاتونو او د روسیې ولسمشران
د امریکا د متحد ایالاتونو او د روسیې ولسمشران

د امریکا د متحد ایالاتونو او روسیې د ولسمشرانو خبرې په جنیوا کې وروسته ترڅه باندې ۳ ساعتونو پای ته ورسېدې.

تر غونډې وروسته خبریالانو تمه لرله چې جو بایډن ښایي له ولادمیر پوتین سره په ګډه خبري غونډه کې برخه واخلي، خو داسې ونه شول.

د چهارشنبې (د غبرګولي ۲۶مه) د ورځې د دې غونډې له ویډیویي تصویرونو ښکاري چې د امریکا ولسمشر جو بایډن تر غونډې وروسته د خپلې بټې ګوتې له پورته کېدو سره خپل رضایت څرګندوي.

تر دې خبرو وروسته د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین خبریالانو ته وویل چې خبرې تر ډېره رغونکې وې.

پوتین زیاته کړه چې د دواړو لوریو ارزونه د ډېرو موضوعاتو په اړه بدله ده، خو دواړه د یوه بل د نظر د درک کولو او د نژدې کېدو د لارو چارو په لټه کې وو او موافقه وشوه چې د دواړو هېوادو سفیران به خپلو دندو ته ستنېږي.

ولسمشر ولادمیر پوتین خبریالانو ته وویل چې خبرې تر ډېره رغونکې وې.
ولسمشر ولادمیر پوتین خبریالانو ته وویل چې خبرې تر ډېره رغونکې وې.

پوتین وویل: "خپلو دندو ته د سفیرانو د ګرځېدو، د امریکا د سفیر ستنېدنه مسکو ته او د روسیې د سفیر واشنګټن ته، دا مو سره ومنله او دا مساله حل شوه. دوی به خپلو دایمي دندو ته ستانه شي، خو کله سبا یا بل سبا دا سوالونه تخنیکي اړخ لري."

د سفیرانو د ستنېدو مساله تر اوسه سپینې ماڼۍ نه ده تایید کړې.

په واشنګټن کې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف درې میاشتې مخکې وروسته تر دې چې ولسمشر بایډن ته یې د قاتل خطاب وکړ مسکو ته ولاړ. په مسکو کې د امریکا سفیر جان سولیوان هم دوې میاشتې مخکې مسکو پرې ایښی و.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د غونډې په درشل کې وویل چې دا د دوو پياوړیو ځواکمنو ترمنځ خبرې دي او داسې خبرې تل ښې وي: "زما په نظرمخامخ خبرې ښې دي، څو معلومه کړو چې چېرته مو ګډې ګټې دي او چېرته کولی شو چې همکارۍ سره وکړو او چېرته یې نه شو کولی، ترڅو موږ دوه پیاوړي ځواکمن د اختلافي مسایلو په اړه په عقل برابره او له وړاندوینې سره سمه لار خپله کړو."

پوتین هم وار له مخه هیله ښکاره کړې وه چې خبرې به ګټورې وي. د روسیې ولسمشر وویل چې روسیه او امریکا د اټمي ثبات لپاره ګډ مسوولیت لري او د ستارټ په تړون کې د بدلون لپاره به خبرې وکړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل د دوو پياوړیو ځواکمنو (روسیه او امریکا) ترمنځ خبرې دي او داسې خبرې تل ښې وي
د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل د دوو پياوړیو ځواکمنو (روسیه او امریکا) ترمنځ خبرې دي او داسې خبرې تل ښې وي

د اټمي وسلو د محدودولو د دې تړون پر تمدید په وروستیو کې دواړو لوریو سلا وکړه.

د روسیې ولسمشر د امریکا اندېښنې د کرملېن د سخت منتقد الکسي ناوالني په اړه رد کړې او ویې ویل چې ناوالني قانون تر پښو لاندې کړی او پوهېده چې له جرمني چې کله مسکو ته راستنېږي څه به پېښیږي.

ناوالني وروسته تردې چې په خپل هېواد کې سخت ناروغه شو، جرمني ته ولاړ او هلته معلومه شوه چې د نوویچوک په نوم په ګازو مسموم شوی دی.

د روسیې ولسمشر د اوکراین په ختیځ کې د روسیي ځواکونو د زیاتېدو په اړه د واشنګټن تر اندېښنو وویل چې کیف اوربند نه دی مراعات کړی.

اوکرایني ځواکونه له څو کلونو راهیسې له هغو بیلتون غوښتونکو سره په جګړه دي چې مسکو یې ملاتړ کوي. د روسیې ولسمشر وویل چې له خپل امریکایي سیال سره یې د ازادي اروپا/ازادي راډیو په اړه هم خبرې کړي دي چې داسې چلند ورسره شوی دی لکه واشنګټن چې له روسي رسنیو سره کړی دی.

پوتین بیا وویل چې مسکو او واشنګټن به د انټرنیټي بریدونو په اړه ډېر ژر خپلې مشورې پيل کړي او ده ادعا وکړه چې پر روسیې داسې ډېر بریدونه د امریکا له لوري کېږي.

دا غونډه په داسې وخت وشوه چې د دواړو هېوادونو اړیکې له سړې جګړې راوروسته تر بل هر وخت ساړه دي.

XS
SM
MD
LG