د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۱

د افغان کرکټ نوی لوبډلمشر: لوبغاړو کې وړتیا وینو، د نړۍ هره لوبډله ماتولای شو


حشمت الله شهیدي
حشمت الله شهیدي

د کابل په کرکټ نړیوال لوبغالي کې د ملي لوبډلې ګڼ لوبغاړي تر سره لمر لاندې په تمریناتو بوخت دي.

حشمت الله شهیدي چې د مې میاشتې په ۳۱ مه نېټه د افغان کرکټ بورډ له لوري د پنځوس اوورېزو او ټېسټ لوبو لپاره د لوبډلمشر په توګه ټاکل شوی، په روان کمپ کې له ځوانو او پخوانیو لوبغاړو سره یو ځای تمرینات کوي.

نوموړي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، لوبډلمشري یو دروند مسولیت دی، خو ډاډه دی چې د خپلو لوبغاړو پر مټ به د نړۍ هرې لوبډلې ته ماتې ورکړي.

ښاغلي شهیدي زیاته کړه: "انشاءالله له همدا اوسه مو کوښښ ده، ارادې مو قوي دي انشاء الله او ډاډ ورکوم ټولو هېوادوالو ته زه خپلو لوبغاړو کې وړتیا وینم چې د نړۍ هره لوبډله ماتولای شو، خو د دې لپاره امادګي ډېره مهمه ده او دا سختیانې چې موږ اوس کوو دا به اینده کې د ګټلو لپاره حسابیږي."

د کرکټ افغان ملي لوبډله
د کرکټ افغان ملي لوبډله

له حشمت الله سربېره حمید حسن، ګلبدین نایب، رحمت شاه او ګڼ نور هغه لوبغاړي چې د فېټنس ټېسټ کې بریالي شوي دا مهال په ډله ییز ډول کابل کې تمرینات کوي.

د ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی شرف الدین اشرف وايي، حشمت الله شهیدي په ملي لوبډله کې ډېری وخت ښه ځلیدلی دی او په روان کمپ کې هڅه کوي ټول لوبغاړي په خپلو مهارتونو کار وکړي.

ښاغلي اشرف زیاته کړه: "دلته حشمت الله شهیدي او نور لوبغاړي په تمریناتو بوخت دي، اړتیا دا ده چې دلته ټول په خپلو مهارتونو باندې کار وکړو، ځکه چې ډېرې مهې لوبې را روانې دي او ښه امادګي زموږ لپاره ډېره ضروري ده."

د ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی شرف الدین اشرف
د ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی شرف الدین اشرف

افغانستان خپله وروستۍ شل اووریزه لوبه د تېرې مارچ میاشتې په وروستیو کې له زمبابوی سره ترسره کړې وه او له هغې وړاندې یې د کرونا له امله نږدې یو کال لوبې ونه کړې.

خو د ورکړل شوېو معلوماتو له مخې افغان لوبډله به روان کابل په سېپټمبر میاشت کې له پاکستان او له هغې وروسته به په نوومبر میاشت کې له اسټرالیايي لوبډلې سره ټېسټ سیالي ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG