د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

په جلال اباد کې د کرکټ 'ګلبهار' اکاډمۍ فعاله شوه


په جلال اباد کې د کرکټ نوې اکاډمي
په جلال اباد کې د کرکټ نوې اکاډمي

په جلال اباد ښار کې د ګلبهار په نوم د کرکټ یوه معیاري اکاډمۍ جوړه او ګتې اخېستنې ته وسپارل شوه.

دغه اکاډمۍ چې د افغانستان د کرکټ بورډ د مسوولانو او د کرکټ د یو شمېر لوبغاړو له خوا پرانېستل شوه، د جلال اباد ښار ختیځ کې د اکرام قریشي په نوم د یوه سوداګر له خوا جوړه شوې ده.

ښاغلي قریشي وایي، د ۲لکه او ۸۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت یې د ګلبهار په نوم کرکټ اکاډمۍ ځکه جوړه کړه چې په خبره یې، له کرکټ سره د ځایي ځوانانو مینه بې کچې خو د لوبې کولو او معیاري زده کړو لپاره یې هېڅ هم نه لرل.

د قریشي په خبره، دغه اکاډمۍ یې پر خپلې شخصي شااوخوا ۳ جریبه ځمکه جوړه کړې چې د کرکټ اړوند ټولې اړتیاوې او اسانتیاوې په کې په پام کې نیول شوي دي.

دی پر نورو سوداګرو هم غږ کوي چې د ځوانانو د استعدادونو د سمې روزنې لپاره پانګونه وکړي، څو ځوانان د نشو پرځای سم لوري ته وهڅول شي: "ما ډېر داسي لوبغاړي لیدل چې نورو هېوادونو ته به تلل او په دې خاطر به بېرته خپه راتلل چې په افغانستان کې به ورته داسې یوه اکادمۍ نه وه چې دوی په کې خپل تمرینات وکړي او تجربې په کې ترلاسه کړي، نو له ماسره داسې یو احساس پیدا شو چې په جلال اباد کې به یوه داسې اکاډمۍ جوړه کړم چې زده کړې په کې وشي او ځوانان مو له نشو او نورو شیانو منعه شي."

د ګلبهار اکاډمي
د ګلبهار اکاډمي

هاخوا د کرکټ یو شمېر افغان لوبغاړي خوښ دي چې په خپل هېواد کې یې د لومړي ځل لپاره یوه اکاډمۍ چې د نړۍ په ډېرو کمو هېوادونو کې یې ساری لیدل کېږي، جوړه شوې ده.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی رئیس احمدزی د ګلبهار کرکټ اکاډمۍ د ننګرهاري ځوانانو لپاره نېک بختي بولي او زیاتوي چې په دې سره به ځوان لوبغاړي لا پیاوړي شي.

دی وايي: "ننګرهار د کرکټ کور دی، زه دا د ننګرهار خوش قسمتي بولم، کاش چې دغسې سهولتونه زموږ په وخت کې هم وای، دغه لوبغاړي ډېر نېکه بخته دي چې په داخل د افغانستان کې موږ دغسې تجاران لرو او دغسې پانګونه کوي او یو بهترین سهولت یې برابر کړی دی، یعنې یقین وکړئ چې دا څومره سفرونه چې موږ کړي، ډیر ځایونو ته تللي یوو، نو په ډېرو کمو هېوادونو کې مو داسې پرمختللې اکاډمۍ لیدلي دي."

د افغانستان د کرکټ پخوانی لوبغاړی او د ګلبهار کرکټ اکاډمۍ یو روزونکی کریم صادق وایي، په اوس وخت کې شته سهولتونو ته په کتو به نوي ځوانان په ډېرې اسانۍ سره د کرکټ له ډیرو نویو تجربو برخمن شي.

دی وايي: "هر هغه لوبغاړی چې په ټېنس بال لوبېدلی وي او یا ۴۰ سلنه کورنی استعداد ولري، انشاء الله دلته به یې ډېر ښه پالش کېږي او ډېر لنډ وخت کې به جوړېږي، ډېر خوشبخته دي، اوس ماشاالله داسې سهولتونه دي او نړیوال روزونکي دي، موږ شااوخوا دېرش کاله د کرکټ تجربه لرو، ډیر زحمت به ورسره باسو چې د کرکټ په نړۍ کې د افغانستان د راتلونکي نسل نوم روښانه وي."

د افغانستان کرکټ بورډ له دغې اکاډمۍ سره همکارۍ ته ژمن دی
د افغانستان کرکټ بورډ له دغې اکاډمۍ سره همکارۍ ته ژمن دی

هاخوا د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسوول حکمت حسن وایي، د افغانستان کرکټ بورډ په یوازې ځان نه شي کولی چې د هېواد ټولو سیمو ته څنګه چې په کار ده، رسیده ګي وکړي او په خبره یې، دوی په دې برخه کې د خصوصي سکټور ملاتړ ته اړ دي.

ښاغلي حسن د دغې اکادمۍ د پرانېستې پر مهال وویل، د افغانستان کرکټ بورډ له دغې اکاډمۍ سره همکارۍ ته ژمن دی او زیاتوي چې د وسایلو، روزونکو او نورو تخنیکي برخو کې به له دې اکاډمۍ سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

حسن زیاته کړه: "د افغانستان کرکټ بورډ دغسې اکاډمیو ته چې په ښه کیفیت او معیار سره جوړېږي، ښه راغلاست وایي او له جوړوونکو یې مننه کوي، نو دا زموږ په پلان کې دي چې د خصوصي سکټور کار وستایو او ورسره ترڅنګ ولاړ یوو، همکاري هم ورسره کوو، هر ډول همکاري چې په کار وي، موږ تیار یو څه چې زموږ په وس کې وي."

د یادونې وړ ده چې تردې وړاندې هم د کرکټ ځینې لویې او وړې اکاډمۍ په ننګرهار کې وې او شته، خو د کرکټ د لوبغاړو په خبره، هسې چې په کار ده معیاري نه دي او باید کار ورته وشي.

XS
SM
MD
LG