د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

خبریالان: د خبریال حقپرست د وژل کېدو قضیه دې د جګړې ښکېلې خواوې وڅېړي


وژل شوی خبریال حقیظ الله حقپرست
وژل شوی خبریال حقیظ الله حقپرست

د جمعې په ورځ (د غبرګولي په ۲۲مه) په لوګر کې یو شمېر خبریالانو او د رسنیزو بنسټونو استازو د یوې ناستې په ترڅ کې د دې ځای د یو سیمه ېیز خبریال حفیظ الله حقپرست وژل کېدل وغندل او د جګړې له ښکېلو خواوو يې غوښتنه وکړه چې یاده پېښه دې په جدیت وڅیړي.

حفیظ الله حقپرست د جون په ۹مه د لوګر مرکز اړوند د کلنګار په عرب خان کلا سیمه کې د طالب وسله والو او حکومتي عسکرو ترمنځ جګړه کې هغه مهال ووژل شو چې په خپله کرونده کې په کار بوخت وو.

خبریالانو او د رسنیو استازو وویل، په دې وروستیو کې د دا ډول پېښو زیاتوالي افغان خبریالان د خپل ژوند د خوندیتوب په اړه له سختو اندېښنو سره مخامخ کړې دي.

د لوګر خبریالان: د حقپرست د وژلو عاملین دې مجازات شي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:20 0:00

د باران رسنیز ګروپ مشر مطیع الله سرور ازادي راډیو راډیو ته وویل: "که دولت دی که طالب دی دا وضاحت ورنه غواړو چې د حقپرست قاتلان څوک وو او په کومه ګناه په شهادت رسیدلی دی، خبریالان هره ورځ په پرلپسې ډول په افغانستان کې وژل کیږي، د خبریالانو زړه له کار نه تور شوی دی، ان خبریالان په اوسنیو شرایطو کې له افغانستانه وځي، حالات دومره ترینګلي دي چې څوک کار ته زړه نه شي ښه کولی او باید دا موضوع وڅیړل شي، له دې وروسته موږ ددې تحمل نه لرو چې زموږ خبریال دې ووژل شي، هغه که په جګړه کې وي او یا کوم بل ځای کې."

ازاد خبریال شفیع الله افغانزی وايي چې د حفیظ الله حقپرست وژل کېدو د دې ولایت ټول خبریالان او د رسنیو کار کوونکي غمجن کړي او غواړي چې د دې پېښې عاملان پیدا او د خپلو کړو سزا وویني.

د باران رسنیز ګروپ مشر مطیع الله سرور وايي خبریالان هره ورځ په پرلپسې ډول په افغانستان کې وژل کیږي، د خبریالانو زړه له کار نه تور شوی دی،
د باران رسنیز ګروپ مشر مطیع الله سرور وايي خبریالان هره ورځ په پرلپسې ډول په افغانستان کې وژل کیږي، د خبریالانو زړه له کار نه تور شوی دی،

نوموړی وايي، خبریالانو تل هڅه کړې چې واقعیتونو ته انعکاس ورکړي، نو دوی باید په نښه نه شي او د ژوند او فعالیت خوندیتوب ته يې پاملرنه وشي.

د لوګر د ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزي هم په خپلو خبرو کې د جګړې له ښکېلو لورو وغوښتل، په هغو ځایونو کې دې له جګړو ډډه وکړې چې د ملکي خلکو د تلفاتو وېره په کې موجوده وي.

نوموړي وویل، ملکي وګړو ته د زیان د مخنیوي مساله يې څو-څو ځلي په امنیتي مجلس کې شرېکه کړې او په دې یې ټېنګار کړی چې په ملکي هدفونو کې دې په کلکه له جګړو ډډه وشي.

د لوګر د ازادو خبریالانو د اتحادیې رئیس نورالله ستانکزي د غونډې ۵ ماده ېیزه اعلامیه ولوسته چې په یوه برخه کې داسې راغلي وو.

په لوګر کې وژل شوی خبریال حفیظ الله حق پرست
په لوګر کې وژل شوی خبریال حفیظ الله حق پرست

دی وايي: "د شهید حفیظ الله حقپرست د شهادت پېښه دې د جګړې ښکېل اړخونه په جدي او هر اړخیزه توګه وڅېړي، قاتل دې پیدا او د قانون منګولو ته وسپارل شي، ژورنالېستان او خپلواکې رسنۍ ملکي اهداف دي؛ د جګړې له دواړو لورو غوښتنه کوو چې د دوی خوندیتوب او مصؤنیت برخې ته جدي پاملرنه وکړي، د ژورنالېستانو له ملاتړو ټولنو، افغان دولت او نورو اړوندو بنسټونو څخه غوښتنه کوو ترڅو د شهید حقپرست له کورنۍ سره مرستې وکړي."

محمدګل نیازی د حفیظ الله حقپرست ورور دی نوموړی وايي، حقپرست یو داسې څوک وو چې له خدمت پرته يې چا ته زیان نه وو رسیدلی.

نوموړی زیاتوي، حقپرست په کلي او قوم کې هم د خیر سړی وو، غوښتنه يې دا ده چې د رسنیو بنسټونه او نورې ادارې د ده پر کورنۍ همیشنۍ پاملرنه او مرسته هېره نه کړې.

تر اوسه هېڅ یوې ډلې د حقپرست د مړینې مسوولیت نه دی منلی.

حفیظ الله حقپرست له ۱۷ کالونو راهیسې یعنې د ۲۰۰۴میلادي کال راپه دېخوا په لوګر او یو شمېر نورو ولایتونو کې له بېلابېلو رسنیو سره د خبریال او د خپرونو د وړاندې کوونکي په توګه کار کړی و، خو له تېرو شااوخوا شپږو میاشتو راهیسې یې له کومې رسنۍ سره دنده نه درلوده.

XS
SM
MD
LG