د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۸

ډاکټران: ځينې کورنۍ ښځينه معتادو ته اجازه نه ورکوي چې روغتون کې بسترې شي


ارشیف، یو شمېر معتادې مېرمنې
ارشیف، یو شمېر معتادې مېرمنې

د افغانستان له نژدې درې لکو معتادينو څخه په سلو کې تر لسو لږ يې له کوره بهر او پاتې نور يې په کور کې د کورنۍ د غړو په مخ کې نشه کوي.

له دې لارې د کورنۍ هغه غړي هم معتاد شوي چې نه غواړي معتاد شي، خو د کور دغه ډول وضعیت د دوی اعتیاد ته لاره اواره کړې ده.

  • زهرا څه ډول په نشو اخته شوه؟

زهرا چې د خپل مېړه له خوا په نشو اخته شوې وايي، په نشو تر اخته کېدو وروسته د کورنۍ پر غړو سربېره نژدې خپلوانو هم اړيکې ورسره پرې کړي دي.

زهرا زیاتوي: "له ما سره هيچا همکاري و نه کړه، خو دا ځل مې خور راسره پخلا شوه، ويل راشه له نشه يي توکو تېره شه، دا دی زه هم پنځه کاله کېږي چې نشه مې پرې ايښې ده، ستا عمر خو هسې هم تېر دی، د زوی او لور راتلونکی ژوند په پام کې ونیسه."

زهرا وايي په نشو تر اخته کېدو وروسته د کورنۍ پر غړو سربېره نژدې خپلوانو هم اړيکې ورسره پرې کړي
زهرا وايي په نشو تر اخته کېدو وروسته د کورنۍ پر غړو سربېره نژدې خپلوانو هم اړيکې ورسره پرې کړي

د عامې روغتيا وزارت د نشه يي موادو غوښتنې کمولو رياست چارواکي وايي چې د ښځينه معتادينو موندل او هغوی په روغتيايي مرکزونو کې بستري کول ډېر ګران کار دی، ځکه چې خلک د مېرمنو نشه شرم بولي، خپلو معتادو مېرمنو ته اجازه نه ورکوي چې په روغتيايي مرکزونو کې بستري شي او يا ډاکټران په کورونو کې په منظم ډول د هغوی درملنه وکړي.

  • د معتادې شکریې کیسه

شکريه چې د کورنۍ له خوښې پرته د کابل په يوه روغتيايي مرکز کې بستري شوې ده وايي، يوه مياشت کېږي چې د معتادينو د درملنې په دې روغتون کې بستري شوې ده، خو کورنۍ يې دا کار شرم ګڼي، ان دا چې د کورنۍ يو غړی يې هم د پايواز په توګه روغتون ته نه دی ورسره راغلی.

نوموړې وايي: "وروڼو مې ما ته اجازه نه راکوله او راته ويل به يې، خلک خبرېږي او بيا موږ ته پېغور راکوي چې خور دې د پوډرو نشه کوي. ما ورته وویل چې ما د ښځينه معتادينو د درملنې په روغتون کې بستري کړئ، دوی ويل ته معتاده يې داسې فکر کوې چې د نړۍ ټولې ښځې معتادې دي؟ هېچا زما خبرې ته غوږ و نه نيو، له کومې ورځې راهیسې چې دلته بستري شوې يمه هېڅوک مې پوښتنې او پايوازۍ ته نه دي راغلي."

  • د ملګرو ملتونو څېړنه

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې څېړنې ښيي چې په نړۍ کې له هرو سلو معتادينو څخه درې يې ماشومان دي او د ماشومانو د اعتیاد اصلي علت دا دی چې ميندې نشه کوي.

د معتادينو د درملنې د يوه روغتيايي مرکز ارواپوهه ناجيه بخشي وايي، د دوی کار کوونکي هم په دې برخه کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

بخشي زیاتوي، کله چې دوی ښځينه معتادينې بستري کوي، نو د هغوی کورنۍ ناوړه چلند ورسره کوي: "کله چې کورنۍ معتادو مېرمنو ته د درملنې اجازه ور نه کړي، دا زموږ لپاره یوه لويه ستونزه ده او موږ تل له دغسې ستونزو سره لاس او ګرېوان يو. کله چې موږ په یوه ناروغ پسې د هغه کور ته ورځو او يا يې د درملنې په بهير کې تعقيبوو، نو کورنۍ يې زموږ سره جنجال کوي او راته وايي چې موږ خو بې ناموسه نه یو، موږ څنګه خپلې ښځې ته اجازه ورکړو چې په روغتون کې بستري شي، خو کله چې پوه شي قناعت کوي او بیا مشکل نه جوړوي."

روغتیا وزارت وايي د ښځينه معتادينو موندل او هغوی په روغتيايي مرکزونو کې بستري کول ډېر ګران کار دی
روغتیا وزارت وايي د ښځينه معتادينو موندل او هغوی په روغتيايي مرکزونو کې بستري کول ډېر ګران کار دی

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، هغو مېرمنو چې پخوا د ناسمو باورونو له مخې تارياک او نور نشه يي بوټي د درملنې لپاره استعمالول، اوس يې ډېری مېرمنې په هېرويينو او ښيښه معتادې شوي دي.

ډاکټره قنديګل الکوزۍ وايي چې معتادو مېرمنو ته د درملنې او روغتيايي مرکزونو کې د بستري کېدو اجازه نه ورکول، د دې سبب شوي چې معتادې مېرمنې د وخت په تېرېدو سره د نشه يي موادو د استعمال اندازه هم ډېره کړي.

اغلې الکوزۍ وايي: "ډېرې کورنۍ شته چې معتادې مېرمنې، خويندې او لوڼې، ان دا چې تر درملنې وروسته هم هغوی په ناوړو نومونو يادوي او په بده سترکه ورته ګوري. دغه ډول ناوړه چلند د دې سبب کېږي چې معتادین د نشه يي موادو اندازه ډېره کړي، ستونزه يې نوره هم لويه شي او نه غواړي چې درملنه يې وشي. معتادينو ته پېغور ورکول او له هغوی سره ناوړه چلند خپله د دې لامل کېږي چې معتادين له درملنې څخه ډډه وکړي او د نشه يي موادو اندازه ډېره کړي."

د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې د نړۍ له هرو درېيو معتادينو څخه يوه يې ښځه ده، خو د نړۍ له هرو پنځو معتادو ښځو څخه يوازې يوه يې روغتون ته د تګ امکانات او درملنې اسانتياوي لري.

ددې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اوریدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:57 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG