د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۵

د نشه يي توکو د زيانونو په اړه پر دېوالونو د رسامۍ کمپاین په بشپړېدو دی


د پوهاوي کمپاین
د پوهاوي کمپاین

ازادي راډیو د هنر سالار بنسټ په همکارۍ د نشه یي توکو د زیانونو،کښت او قاچاق په اړه د خلکو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه په ۷ ولایتونو کې د دیوالي نقاشیو لړۍ پیل کړې.

دغه کمپاین تر اوسه د کابل په ګډون ننګرهار، هرات، کندهار، هلمند، بلخ او بدخشان ولایتونو کې بشپړې شوې او ژر به په نیمروز ولایت کې هم ترسره شي.

د ټولو ولایتونو اوسیدونکو له ازادي راډیو سره په مرکو کې د زهرو کاروان خپرونې له مسؤلینو او هنرسالار بنسټ نه مننه وکړه چې د خلکو د پوهاوي په موخه یې دغه لړۍ پیل کړې.

نیمروز ولایت به هم ډېر ژر د دغه نقاشیو کوربه وي‌
نیمروز ولایت به هم ډېر ژر د دغه نقاشیو کوربه وي‌

دوی وايي، دغه دیوالي نقاشۍ د نشه يي توکو د زیانونو او د کوکنارو پرځای د بدیل کښت لپاره د بزګرانو د هڅونې غوره لار ده.

نیمروز ولایت به هم ډېر ژر د دغه نقاشیو کوربه وي‌ او وروسته به د دغې لړۍ وروستۍ نقاشۍ هم په کابل کې وي او په دې سره به د نقاشیو دا کمپاین پای ته ورسېږي.

ددې راپور غږیزه بڼه ددې تړوني له لارې هم اوریدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:48 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG