د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

له افغان ځواکونو د امریکا او ناټو د ملاتړ نوې بڼه څه مرسته کولی شي؟


ارشیف، افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال
ارشیف، افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال

امریکا او ناټو یو ځل بیا ژمنه کوي چې د افغان ځواکونو روزنې، ملاتړ او پوځي تجهیز ته به دوام ورکوي.

د امریکا دفاع وزیر جنرال لوېډ اسټن او د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په واشنګټن کې له‌خپل‌منځي غونډې وروسته ویلي، له افغانستان او له افغان ځواکونو د دوی د ملاتړ نوې بڼه به د دې لامل شي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له خپلو خلکو ښه ساتنه وکړي.

جنرال لوېډ اسټن له افغانستانه د امریکايي عسکرو وتلو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، دا بهیر ښه روان دی: "له افغانستانه د امریکايي عسکرو د وتلو بهیر په ښه ډول روان دی. هغه ډول چې ما په اپریل میاشت کې په بروکسل کې وویل، متحده ایالات له خپلو شریکانو ملاتړ ته دوام ورکوي، ځکه دوی هم په وتو کې دي."

د امریکا دفاع وزیر جنرال لوېډ اسټن
د امریکا دفاع وزیر جنرال لوېډ اسټن

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ بیا که له یوې خوا په افغانستان کې د دې سازمان د نظامي حضور پای رانږدې بولي، خو ډاډ ورکوي چې د افغان ځواکونو له ملاتړ سربېره به، د دوی د روزنې لپاره به د امکاناتو چمتو کولو بشپړه هڅه کوي.

سټولټنبرګ زیاته کړه: "زما پیغام دا دی چې موږ په افغانستان کې خپل پوځي حضور پای ته رسوو، موږ به په تل‌پاتې توګه له ملکي لارې د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړو. موږ د افغان ځواکونو لپاره د ملاتړ او امکاناتو چمتو کولو هڅه کوو. لکه له هېواده د باندې د افغان ځواکونو روزنه او د هوايي ډګرونو جوړول چې د زېربناوو په برخه کې هم مرسته کوي. اړتیا ده چې موږ همغږي ولرو، له خپلو شریکانو سره یو ځای کار وکړو، ځکه موږ اوس په افغانستان کې خپل نظامي حضور پای ته رسوو."

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو سرمنشي متحده ایالاتو ته تللی او تمه ده چې له جمهور رییس جو بایډن سره هم وګوري. د دی لیدنې یوه موضوع افغانستان او له افغان ځواکونو د ملاتړ څرنګوالی دی.

بل‌خوا بیا د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کینټ مککنزي له افغانستانه د امریکايي عسکرو د وتلو د نیمايي بهیر له بشپړېدو خبر ورکوي.

ښاغلي مککنزي چې د ټیلیفون له لارې یې د خبریالانو پوښتنې ځوابولې وویل، له افغانستانه د امریکايي عسکرو د وتلو بهیر به د سېپټمبر تر ۱۱مې بشپړ شي، خو زیاته یې کړه، دوی به د افغان ځواکونو له روزنې سربېره، له افغانستانه د باندې د ترهګرۍ ضد عملیات وکړي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته د افغانستان د وضعیت او سولې روانې پروسې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:"زه باور لرم چې افغان حکومت خبرو ته چمتو دی، خو طالبان باید د خبرو لپاره ورته ریښتني او روښانه ژمنتیا ولري، څو یوه سیاسي حل ته لاره وموندل شي. څنګه ډول چې موږ وځو، باید یو سیاسي حل وي چې دا ځای ونیسي. زه فکر کوم افغان حکومت د دې لپاره چمتو دی، خو باور نه لرم چې طالبان دې داسې یوه کار ته حاضر وي، خو د دې وخت را رسېدلی او وخت هم ډېر کم پاتې دی. "

مککنزي وايي، افغان حکومت خبرو ته چمتو دی، خو طالبان باید د خبرو لپاره ورته ریښتني او روښانه ژمنتیا ولري
مککنزي وايي، افغان حکومت خبرو ته چمتو دی، خو طالبان باید د خبرو لپاره ورته ریښتني او روښانه ژمنتیا ولري

خو طالبان بیا دا خبره نه مني او ویاند یې ذبيح‌الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل، دوی د سولې هر ډول خبرو بشپړ چمتووالی لري.

له افغانستانه د امریکايي او ناټو عسکرو د وتلو له پیل یو میاشت او ۷ ورځې تېرېږي. تمه ده چې دا بهیر د سېپټمبر تر ۱۱مې بشپړ شي.

که څه هم تمه وه چې د بهرنیو عسکرو د وتلو له اعلان وروسته به، تاوتریخوالی را کم شي، خو په تېرو نږدې دوو میاشتو کې په دغه هېواد کې جګړه تر بل هر وخت پرتله خونړۍ شوې او د ملکیانو په ګډون د مرګ‌ژوبلې شمېره تر ټولو لوړ ګراف ته رسېدلې ده.

XS
SM
MD
LG