د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

ازبیکستان د یوې خپلواکې پولنډۍ خبریالې 'ویلژیوسکا' د کار مخه ونیوله


پولنډۍ خبریاله اګنیژکا پیکولیچکا ویلژیوسکا
پولنډۍ خبریاله اګنیژکا پیکولیچکا ویلژیوسکا

د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې د یوې خپلواکې خبریالې د کار مخه ونیوله.

دا پولنډۍ خبریاله اګنیژکا پیکولیچکا ویلژیوسکا نومېږي چې د سږ کال په لومړیو کې یې د ازبیکستان د بهرنیو چارو د وزارت چارواکي په جنسي ځورونې تورن کړي و. دې ویلي و چې چارواکو پر دې فشار راوستی دی څو د کار د جواز د تمدید لپاره د ازبیکستان په اړه مثبت راپورونه ورکړي.

خو د ازبیکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند یوسف کوبولجانوف پرون په ټیلګرام کې ولیکل چې د الجزیرې د خبریالې اګنیژګا پیکولیچکا ویلژیوسکا جواز د دې لپاره تمدید نه شو چې دې د ازبیکستان قانون تر پښو لاندې کړی و.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند دا نه دي ویلي چې دې خبریالې د قانون کومه ماده نقض کړې ده؟

خو مېرمن پیکولیچکا ویلژیوسکا د دې تور په اړه په ټویټر کې لیکلي دي چې د بهرنیو چارو د وزارت دا ادعا چې دې د ازبیکستان د خلکو سپکاوی کړی دی، سمه نه ده.

دې همدا راز څرګنده کړې ده چې د بهرنیو چارو د وزارت دا ادعا هم سمه نه ده چې دا یې قومي او مذهبي شخړو ته په هڅونې او د دې هېواد په کورنیو چارو کې په لاس وهنې تورنه کړې ده.

مېرمن پیکولیچکا ویلژیوسکا وایي، د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت پر دې دا تور هم پورې کړی دی چې دې د ماشومانو د خوندیتوب له قانونه چې د هغوی د روغتیا لپاره ښه نه دی، سرغړونه کړې ده. د دې په وینا دا د دې د غلي کېدو لپاره هڅې دي.

د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت د فبروري په لومړیو کې له مېرمن ویلژیوسکا بښنه غوښتې وه او ویلي یې و چې هغه مامور چې له دې یې شکایت کړی و، له کاره ګوښه شوی دی.

تاشکند کې د بریتانیا سفیر تیم تارلوټ د ازبیکستان د چارواکو دا پرېکړه چې د دې خبریالې جواز نه تمدیدوي، خواشینونکې وبلله
تاشکند کې د بریتانیا سفیر تیم تارلوټ د ازبیکستان د چارواکو دا پرېکړه چې د دې خبریالې جواز نه تمدیدوي، خواشینونکې وبلله

دې خبریالې چې د ګارډین او ایرو ایشیا نیټ خپرونې لپاره هم کار کاوه، ویلي دي چې له دې بښنې سره د دې د کار جواز د درېیو میاشتو په مخه تمدید شو.

په تاشکند کې د بریتانیا سفیر تیم تارلوټ د ازبیکستان د چارواکو دا پرېکړه چې د دې خبریالې جواز نه تمدیدوي، خواشینونکې وبلله او په ټویټر کې یې ولیکل چې د رسنیو ازادي په دې معنی ده چې د خبریالانو ملاتړ وشي او له هغوی دفاع وشي ان که دوی انتقادي او له جنجاله ډک مطالب هم لیکي.

د بې پولي خبریالانو سازمان د ازبیکستان د بهرنیو چارو د وزارت دا پرېکړه غندلې ده او هغه یې د رسنیو د ازادیو د مخنیوي هڅه بللې ده.

دې سازمان د ازبیکستان له حکومته غوښتې دي چې دې خبریالې ته اجازه ورکړي چې خپل کار ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG