د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۵

د ناټو نننۍ غونډه پر افغانستان راڅرخي؛ څه ژمنې به وکړي؟


ارشیف، د ناټو غونډه، عکس تزیني بڼه لري
ارشیف، د ناټو غونډه، عکس تزیني بڼه لري

په افغانستان کې به د ناټو د مخته تګ لار د دغه سازمان د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو د نننۍ غونډې د بحث یوه اصلي موضوع وي.

دا غونډه په انلاین توګه د سرمنشي ینس سټولټنبرګ په مشرۍ او د دېرشو غړیو هېوادونو په ګډون جوړیږي.

ینس سټولټنبرګ د ازادي راډیو دا پوښتنه چې د اوږده مهال لپاره ناټو له افغانستان سره څه ژمنه لري داسې ځواب کړه: "شک نشته چې افغانستان له سختو ننګونو سره مخ دی او وړاندې لار اسانه نه ده. په عین حال کې زه کلک باور لرم چې افغانانو باید یو وخت نه یو وخت د خپلې راتلونکې بشپړ مسوولیت په غاړه اخیستی وای. په افغانستان کې یوې دایمي سولې ته د رسېدو یواځینۍ لار د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسه ده. دې ته په کتو چې موږ خپل پوځي حضور پای ته رسوو موږ به له دغه هېواد سره ملاتړ جاري ساتو د خپل ملکي حضور په مټ، د ظرفیت جوړوونې، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل، د هوايي ډګر په شمول د ځینو مهمو تاسیساتو د ساتنې په برخه کې د مرستې او له هېواد بهر د روزنو له لارې."

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو سرمنشي افغان ځواکونه هم وستایل چې په سختو شرایطو کې د خپل هېواد د امنیت او دفاع بشپړ مسوولیت پر غاړه لري.

هغه وویل، د افغان ځواکونو له غښتلتیا او مېړانې اغېزمن شوی دی.

د ازادي راډیو د پوښتنې د ځواب په دوام ښاغلي سټولټنبرګ د ناټو په هغه هوډ هم ټینګار وکړ چې غواړي همدا کال په افغانستان کې خپل شل کلن پوځي حضور ته د پای ټکی کېږدي.

سټولټنبرګ زیاته کړه: "موږ په تدریجي توګه له یو لک پوځیانو نه خپل حضور دې برید ته را کم کړی چې سږ کال به په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پای ته رسوو. زه ننګونې کمې نه ګڼم. موږ هلته شل کاله و، خپل ملاتړ ته به دوام ورکوو مګر نور په افغانستان کې د پوځي حضور له لارې نه."

د ناټو سرمنشي وویل، افغان ځواکونه په سختو شرایطو کې د خپل هېواد د امنیت او دفاع بشپړ مسوولیت پر غاړه لري.
د ناټو سرمنشي وویل، افغان ځواکونه په سختو شرایطو کې د خپل هېواد د امنیت او دفاع بشپړ مسوولیت پر غاړه لري.

له نننه پوره یوه میاشت وړاندې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پروسه پیل شوه.

ناټو هم له امریکا سره په ګډه او همغږه توګه له افغانستانه د پوځیانو ایستل پيل کړي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو سره په یو وخت جګړو هم زور اخیستی. د هلمند مرکز لښکرګاه او د لغمان مرکز مهترلام شااوخوا سیمو کې د وروستیو څو اوونیو جنګونه د تاوتریخوالي د زیاتېدو لویې بېلګې دي.

خو افغان چارواکي وايي چې په جګړو کې برلاسي د دوی په برخه ده او د ناټو او امریکا په مرستو هم ډاډمن دي.

د دفاع وزیر اسدالله خالد چې تازه له درملنې وروسته دندې ته راستون شوی پرون دوشنبه (د غبرګولي ۱۰مه) په کابل کې د افغان کمانډو ځواکونو د فراغت یوې غونډې ته په دې اړه وویل: "تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې ستاسې د تعلیم او تربیې، لګښتونو تمویل او وسایلو او وسایطو د تمویل لپاره نړۍ او په ځانګړي ډول ناټو موږ سره قرارداد لري او ان د اړتیا پر مهال شاید د هغوی هوایي قوتونه له موږ سره په هغه ځای کې چې اړتیا وي مرسته وکړي."

اسدالله خالد وايي نړیواله ټولنه به له افغانستان سره تر ۲۰۲۴ کاله مرستو ته دوام ورکړي
اسدالله خالد وايي نړیواله ټولنه به له افغانستان سره تر ۲۰۲۴ کاله مرستو ته دوام ورکړي

دفاع وزیر خالد په روانو جګړو کې د افغان ځواکونو له وړتیا ډاډ ورکړ او ویې ویل چې همدا ځواکونه به د سولې ساتونکي هم وي.

د ناټو ترڅنګ چې د افغان ځواکونو د ملاتړ ډاډ یې ورکړی امریکا د ۲۰۲۲ میلادي کال په مخه په خپله پوځي بودیجه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له صندوق سره مرستو د زیاتېدو خبر ورکړی.
له درې سوه میلیونه ډالره زیاته شوې بودیجې سره به د امریکا له لوري د افغان پوځ د ملاتړ ټوله بودیجه ۳ میلیارده او درې سوه میلیونو ډالرو ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG