د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۴

صبح کابل: القاعده بېرته راځي، امریکا پاتې کېږي که وځي؟


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د القاعده وسله‌والې ډلې بېرته راتګ، د سولې پر وړاندې خنډونه او په دې وروستیو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس د درېیمې څپې د پراخې خپرېدا په اړه سرمقالې خپرې کړې دي.

  • صبح کابل

صبح کابل په خپله نننۍ ګڼه کې لیکلي القاعده بېرته راځي، امریکا پاتې کېږي که وځي؟

سرمقاله لیکونکي لیکلي که څه هم د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د خپلو سرتېرو د وتلو د نېټې د اعلان پر مهال وویل چې القاعده ډله نوره ختمه شوې، خو په خواله رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې دغه ډله بیا د منظم کېدو په حال کې ده.

وړاندې راغلي چې د افغانستان استخباراتو هم دغه مسئله درک کړې او وېره لري چې القاعده به د طالبانو په مرسته یو ځل بیا د نړۍ لپاره ګواښ شي.

د سرمقالې لیکونکی د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس احمد ضیا سراج د تېرې ورځې خبرو ته په اشارې چې ويلي وو "القاعده ډله د افغانستان په څو ولایتونو کې فعاله شوې او په منظم ډول به خپل فعالیتونه پیل کړي" لیکلي چې امریکا اوس هم د افغانستان جګړه کې خپلو هدفونو ته نه‌ده رسېدلې.

لیکوال ټینګار کوي چې امریکا له طالبانو سره په دوحه کې د شوې هوکړې له مخې بايد په طالبانو دا ومني چې له القاعده سره خپلې اړیکې پرې کړي.

  • هېواد

هېواد ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې د سولې راوستو د هڅو د پراختیا په مقابل کې د دښمن له‌خوا د جګړې د دوام هڅې هم پراخې شوې دي.

د سرمقالې لیکونکی لیکي چې دښمن په ټول وس د دې لپاره کار کوي چې په افغانستان کې د سولې روانه پروسه له ناکامۍ سره مخ کړي. هغه ادعا چې طالبانو په ځلونو رد کړي او ويلي چې د سولې د خبرو پلوي دي.

وړاندې راغلي دا په داسې حال کې ده چې د بهرنیو ځواکونو تر وتو وروسته باید طالبانو جګړه بس کړې وی، ځکه د ليکوال په اند "دا جګړه مردوده ګڼل کېږی او ورور وژنه ده".

د لیکوال په باور، ولس په دې جګړه کې له ټولو ډېر ځپل کېږي، وژل کېږی او مالونو ته‌یې زیان اوړي.

خو د سرمقالې لیکونکی په پای کې پر افغان طالبانو غږ کوي چې نور له جګړې لاس واخلي او تاوتریخوالی ودروي.

د سرمقالې د ليکوال په خبره په اوس وخت کې دا جګړه ډېره خطرناکه شوې ده، په دې جګړه کې طالبان، القاعده، داعش او نورې ترهګریزې ډلې برخه لري او له پاکستانه رهبري کېږي.

افغانستان

د افغانستان ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې په هېواد کې د کرونا ویروس بیا ځلي چټکې خپرېدا ته په اشاره لیکي چې افغانستان لپاره یو ځل بیا د زنګ خطر.

د سرمقالي لیکونکي لیکلي چې د عامې روغتیا وزارت له وروستي اقدام سره چې ټول تعلیمي او تحصيلي بنسټونه‌یې د دوه اوونیو لپاره رخصت اعلان کړ داسې ښکاري چې افغانستان یو ځل بیا د کرونا ویروس له جدي حالت سره مخ کېدونکی دی.

د لیکوال په حواله، د کرونا درېیمه څپه په داسې حال کې بیا به تېزېدو ده چې د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې هم دغه ویروس خپرېدا پراخ شوی.

خو لیکوال د یوې بلې مسئلې وړاندوینه هم کړې ده او ليکلي دي چې د افغانستان عامې روغتیا وزارت غواړي یو ځل بیا د مرستو د جلبولو لپاره د دې ویروس ظاهره بڼه لویه وښیي او خلک ترې ووېروي.

دا په داسې حال کې ده چې یوازې د تېرې ورځې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دې ويروس ۶۵۴ مثبتې پېښې په ټول افغانستان کې ثبت شوې.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې یوازې ۲۰ کسان په تیرو دوه ورځو کې د دې ویروس له امله مړه شوي دي.

په ټول افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر شاوخوا ۷۰ زرو ته ورسېد.

XS
SM
MD
LG