د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۶

اسټرالیا کابل کې خپل سفارت تړي؛ افغان حکومت: د نړیوالو سازمانونو امنیت ساتو


ارشیف، افغان امنیتي ځواکونو د امنیت د ټینګ د یوې ادارې تر مخ ولاړ دي.
ارشیف، افغان امنیتي ځواکونو د امنیت د ټینګ د یوې ادارې تر مخ ولاړ دي.

ټاکل شوې چې اسټرالیا نن جمعه (د غبرګولي ۷مه) په کابل کې خپل سفارت وتړي. اسټرالیاوي چارواکو مخکې ویلي وو، په افغانستان کې د لنډ وخت لپاره ځکه خپل ډیپلوماتیک فعالیتونه دروي چې په دې هېواد کې د ناامنۍ پېښو اندېښمن کړي دي.

‎خو د جمهوري ریاست مرستیال ویاند محمد امیري که څه هم په ځانګړي ډول ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو سره د دغه سفارت د تړل کېدو په اړه څه ونه ویل، خو ټینګار یې وکړ چې افغان حکومت په دغه هېواد کې د ټولو بهرنیو استازولیو د امنیت خوندیتابه ته ژمن دی.

امیري زیاته کړه: "د افغانستان جمهوري اسلامي حکومت د خپلو ټولو ژمنو پر بنسټ، د ټولو سفارتونو او نړیوالو ‌‌‌‌‌‌ډیپلوماټیکو ادارو امنیت ساتي."

جمهوري ریاست وايي د ټولو بهرنیو استازولیو د امنیت خوندیتابه ته ژمن دی.
جمهوري ریاست وايي د ټولو بهرنیو استازولیو د امنیت خوندیتابه ته ژمن دی.

‎ازادي راډیو هڅه وکړه، څو کابل کې د اسټرالیا سفارت له چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړي، خو د بیا بیا تماسونو او پیغامونو ته یې تردې دمه ځواب نه دی ویلی.

‎خو د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د اسټرالیا لومړي وزیر هان سکاټ مورېسن اعلان وکړ چې د مې په ۲۸مه نېټه چې نن جمعه کېږي، په کابل کې به خپل سفارت وتړي.

‎درې ورځې وړاندې په کابل کې د اسټرالیا سفارت د دغه هېواد لومړي وزیر یو بیان خپور کړی و او په هغه کې راغلي وو، دوی تمه لري چې د دې سفارت تړل لن‌‌‌‌‌‌ډ مهاله وي او د امنیتي حالات په ښه کېدو بېرته خپل فعالیتونه پیل کړي، خو ټینګار یې کړی چې د افغانستان ثبات او پرمختګ ملاتړ کولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

‎پرون پنجشنبه په اسټرالیا کې د افغانستان سفیر وحیدالله ویسي، د اسټرلیا په پارلمان کې د اسټرالیا د دفاع وزیر، ښاغلي پیټر ډټن، سره هم کتلي.

‎د اسټرلیا دفاع وزیر ویلي چې هغه هېواد له افغانستان سره دوه اړخیزو اړیکو ته ژمن دی او په افغانستان کې به له ثبات او پرمختګ سره مرستې ته دوام ورکړي.

اسټرالیا په تېرو ۲۰ کلونو کې له افغانستان سره د نابرابرۍ د مخنیوي، د ښځو او نجونو حقونو او معیشت پرمختګ او ترهګرۍ سره په ګ‌‌‌‌‌‌ډه مبارزه کې مرسته کړې.

‎دغه هېواد له ۲۰۰۱ راهیسې له افغانستان سره د پراختیا او بشري مرستو په برخه کې ۱.۵۱ میلیارده ډالر لګولي.

‎د دغه هېواد چارواکو ویلي چې په افغانستان کې شخړې لپاره د افغانانو په مشرۍ سوله يیز حل ملاتړ او د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنو خوندي کولو کې مرسته کوي.

اسټرالیا له افغانستان سره د پراختیا او بشري مرستو په برخه کې ۱.۵۱ میلیارده ډالر لګولي.
اسټرالیا له افغانستان سره د پراختیا او بشري مرستو په برخه کې ۱.۵۱ میلیارده ډالر لګولي.

‎اسټرالیا لومړنی هېواد دی چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ له پیلیدو سره هم مهاله په افغانستان کې خپل سفارت تړي.

اسټرالیا په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې شااوخوا اتیا سرتېري لري چې له نورو نړیوالو ځواکونو سره یې وتل پيل شوي دي او ټاکل شوې ده چې د سېپټمبر تر ۱۱مې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.

اسټرالیا وروسته له هغې په کابل کې د خپل سفارت د تړلو پرېکړه وکړه چې په وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې جنګ جګړو زور اخېستی دی.

XS
SM
MD
LG