د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

د زهره د اعتیاد کیسې؛ "له نشو پرېښودو وروسته نورو روږدو ته انګېزه ورکوم"


ارشیف، یوه معتاده مېرمن
ارشیف، یوه معتاده مېرمن

ډاکټران تر درملنې وروسته په روغتيايي مرکزونو کې معتادينو ته کار ورکول نورو معتادینو ته د نشې پرېښودلو لپاره په هڅولو او انګېزه ورکولو کې ډېر مؤثر او ګټور بولي.

زهرا يوه له هغو مېرمنو څخه ده چې تر درملنې وروسته اوس د معتادينو د درملنې په يوه روغتيايي مرکز کې کار کوي او د نورو بستري شوېو معتاينو لپاره يوه ښه بېلګه بلل کېږي.

څو میاشتې مخکې زهرا د معتادو ښځو او ماشومانو د درملنې په روغتيايي مرکز کې بستري شوې وه، خو کله چې روغه شوه، نو له هماغه مهال راهيسې په همدې روغتيايي مرکز کې د صفاکارې په صفت کار کوي.

۳۵ کلنه زهرا د بستري شوېو معتادينو سره د خپل اعتياد د وخت کیسې کوي، له هغوی سره خپلې تجربې شريکوي او د خپل علاج د برياليتوب راز ورته وايي، په همدې ډول نور معتادین هم دې ته هڅول کېږي چې علاج ته غاړه کښېږدي او بېرته عادي ژوند ته راوګرځي.

یو شمېر معتادې مېرمنې
یو شمېر معتادې مېرمنې

زهرا د نشې پرېښودلو لپاره کلکه اراده يو مهم شرط بولي او له معتادينو هيله لري چې له نشو د ځان ساتلو لپاره ځان په يو کار مصروف کړي.

نوموړې وايي: "د معتادينو لاس نيوی کوم او خپلې تجربې ورسره شریکوم، ورته وايم چې زه هم پخوا معتاده ومه، خو دا دی اوس روغه يمه، په همدې ډول له معتادينو سره ډېرې خبرې کومه، هغوی حیران شي چې ما څنګه نشه پرېښودله. غوښتل په لاس راوړل دي، کله چې يو څوک وغواړي نشه پرېښودلای شي."

زهرا څو ځله نشه پرې ایښې، خو کله چې کور ته راغلې، نو د خپل خاوند له خوا بېرته په نشو اخته شوې ده. دې په روغتيايي مرکز کې د نورو معتادينو په شان هر ځل ۴۵ ورځې د نشې پرېښودلو دوره تېره کړې، خو بيا هم نهيلې شوې نه ده او ډاکټران عادي ژوند ته د زهرا بېرته راګرځېدلو لپاره د هغې دا کلک هوډ د ستاينې وړ بولي.

د معتادو ښځو او ماشومانو سل بستريز روغتيايي مرکز يوه ارواپوهه ناجيه بخشي وايي چې مېرمن زهرا تر دې مخکې هم يو ځل نشه پرې ايښې، ولې بېرته په نشو اخته شوه، خو دا چې د نشې پرېښودلو کله اراده يې درلوده، نو د نشې پرېښودلو لپاره يې څو ځله ځان بستري کړ او اخر بريالۍ شوه چې روغه شي.

بخشي زیاته کړه: "د معتادينو درملنه په دوو پړاوونو کې کېږي، لومړۍ پړاو چې يې تېر شو زه پوه شوم چې دا پر ځان چندان باور نه لري، خو پياوړې اراده لري او ويل به يې هر ډول چې کېږي زه بايد پر خپلو پښو بېرته ودرېږم، خو نه پوهېدل چې څنګه دې هدف ته ورسېږي، وروسته يې موږ ظرفیت جوړ کړ، پرځان باور مو يې ور زيات کړ، کمزوري ټکي مو يې د قوت په ټکو واړول، په دې پړاو کې يې په خپله خوښه له موږ سره کار وکړ او اوس زموږ همکاره ده."

زهرا وايي چې اوس د پخوا په شان په بشپړ ډول روغه جوړه ده او د هر ډول کار کولو وس او توان لري، زهرا اوس داسې روغه شوې لکه بیخي چې معتاده شوې نه وي.

  • د روغتون فضا

د دې روغتون مرستیاله فريما نيکهت وايي چې له کار سره د زهرا مينه تر پخوا ډېره شوې او اوس خپلو پخوانيو ترخو تجربو ته په کتو سره خپل ورسپارل شوی کار ډېر په صداقت سره کوي.

نوموړې وايي: "ما وليدل چې د دې مېرمنې توانايي او استعداد ښه دی، غواړي د کار کولو له لارې خپلو اولادونو ته خوراک او پوښاک برابر کړي، خو ستونزې يې درلودې او ويل به يې چې زه باید ځان او بچيان له دې ستونزو وژغورم، په رښتیا هم چې په دې کار کې بریالۍ شوه، دا یوه پياوړې ښځه ده، پر ځان باور لري او کار يې هم ډېر ښه دی. "

ډاکټران اوس زهرا د نورو معتادينو لپاره يوه ښه بېلګه بولي او وايي چې که نور معتادين هم د نشې پرېښودلو لپاره کلکه اراده وکړي، نشه پرېښودلای او بېرته عادي ژوند ته راګرځېدلای شي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اوریدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:21 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG