د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۶

اوسېدونکي: د غزني رهبري مرکزي دولت ته د روان وضعیت په اړه رښتیا نه وايي


د غزني ښار
د غزني ښار

د غزني اوسېدونکي ادعا کوي چې سیمه ییزه ملکي او نظامي رهبري مرکزي دولت ته د غزني د روان بد وضعیت په اړه رښتیا خبره نه کوي او په وینا یې په دې ولایت کې امنیتي حالات ورځ تر بلې خرابېږيږي.

د غزني د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکی قومي مشر حاجي علي خان چې اوس د دې ولایت په ښار کې ژوند کوي ادعا لري، د غزني سیمه ییزې ملکي او نظامي رهبري مرکزي دولت ته د غزني د روان وضعیت په اړه رښتیا خبره نه کوي.

علي خان د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د مرکز د محاصرې او د دغه ولسوالۍ د امنیه قوماندان د یادونې ترڅنګ وايي، سیمه ییزې رهبري مرکزي حکومت ته غزنی ګل ګلزار جوړ کړی ، ځکه خو دلته امنیت ورځ تر بلې خرابېږيږي.

علي خان زیاته کړه: "جمهوري ریاست ته چې هرڅوک حال ورکوي، ورته وايي هېڅ ستونزه نه شته، دلته امن امان دی، هېڅ شی والله که وي، خو دا ټول یې وینو."

علي خان وايي سیمه ییزې رهبري مرکزي حکومت ته غزنی ګل ګلزار جوړ کړی
علي خان وايي سیمه ییزې رهبري مرکزي حکومت ته غزنی ګل ګلزار جوړ کړی

علي خان دا خبره په داسې حال کې کوي چې د غزني ډېری اوسېدونکي هم ادعا کوي چې سیمه ییزه ملکي او نظامي رهبري مرکزي دولت ته د غزني د روان وضعیت په اړه رښتیا او حقیقت خبره نه کوي.

ځینې مدني فعالان هم ورته ادعا لري. د منار مدني ټولنې غړی امین الله بهار وايي، تېره ورځ یې یاده ستونزه د غزني له والي سره شریکه کړې او د ډاډ سره یې اسناد هم ورښکاره کړي و چې په هره خبره کې یې مرکزي دولت ته رښتیا او حقیقت ویلی دی.

بهار زیاته کړه: "په دې کې شک نه شته چې سیمه ییزې مسوولې ادارې ولې مرکز ته کاذب معلومات ورکول، که څه هم موږ پر دغې مسئلې نن ورځ له والي صیب سره ناسته درلوده، والي خپل هغه ټول اسناد کوم چې یې مرکزي دولت ته لیږلي وو، حقیقت هم هغه څه چې دلې دي، هغه یې رسولي وو."

بهار وايي، که د غزني محلي او نظامي چارواکي مرکزي دولت ته د غزني په اړه رښتیا نه وايي، خو ځینې ولسوالان او د ولسوالیو امنیه قوماندانان بیا د غزني سیمه ییزې ادارې ته د ولسوالیو حقیقت نه بیانوي چې لامل یې د محلي ادارو له لوري مرکزي دولت ته کاذب معلومات ورکول دي.

خو د غزني محلي او نظامي چارواکي بیا د خلکو دغه ادعا نه مني او وايي، دوی شېبه په شېبه د غزني د ترینګلي وضعیت په اړه له مرکزي ادارې سره په اړیکه کې وي.

امنیه قوماندان مل پاسوال حکمت الله کوچی وايي، د ملکي ادارو په اړه قضاوت نه کوي، خو په نظامي برخه کې له مرکز سره ښه همغږي لري او دې برخه کې ورته حقیقي معلومات ورکوي.

امنیه قوماندان مل پاسوال حکمت الله کوچی
امنیه قوماندان مل پاسوال حکمت الله کوچی

کوچي زیاته کړه: "د ملکي ادارو، که والي صیب دی که نور مسوولین دي د هغوی په اړه موږ ارزیابي او قضاوت نه لرو، ولې موږ بیا د خپل صلاحیت او مسوولیت په رڼا کې تر اوسه د خدای په فضل دفاعي او امنیتي سکټور په سیمه ییزه کچه او همدغه شکل په مرکز کې له معدون قدمي سره موفق قدمي سره همجوار قدمي سره ښه همغږي لري."

د غزني والي بیا مرکزي حکومت ته د غزني د وضعیت په اړه حقیقت او رښتیا ویل خپله دنده ګڼي.

د غزني والي سید عمر نورستانی
د غزني والي سید عمر نورستانی

سید عمر نورستاني ازادي راډیو ته وویل: "دا زموږ مجبوري ده چې د غزني په اړه مرکزي ادارې ته حقیقت او رښتیا خبره وکړو، څو هغوی له موږ سره په هره برخه کې همکاري وکړي او دا موږ کړي دي، د حقایق ویلو په نتیجه کې بیا مرکزي حکومت په دومره برخو په ځانګړي توګه په نظامي برخه کې له موږ سره ډېره مرسته کوي."

دا په داسې حال کې ده چې غزني دا وخت له یوه سخت ترېنګلي حالت سره مخ دی، جګړې یې د ښار تر څنډو رسېدلي دي، له مرکز او څنګلورو ولایتونو سره یې لارې د وسله والو طالبانو په واک دي، ځینې ولسوالۍ یې سقوط دي، یا یې مرکزونه محاصره دي او یا یې لارې بندې دي.

XS
SM
MD
LG