د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۴

ایران کې لویه برخه خلکو په ولسمشریزو ټاکنو کې د نه‌ګډون کمپاین پيل کړی


ارشیف
ارشیف

په ایران کې د ۱۴۰۰ کال د ولسمشرۍ ټاکنو د ۲۰ ورځني کمپاینونو په رانږدې کېدو سره یوه لویه برخه خلکو په دې ټاکنو کې د نه‌ګډون کمپاین پيل کړی.

اکثر دا هغه خلک دي چې د حکومتي ځواکونو یا حکومت پلویو ډلو له‌خوا یې د کورنۍ غړي ځورول شوي، وژل شوي یا اعدام شوي دي.

د "رأی بی رأی" یا "رأی نمی‌دهیم" کمپاینونو لویه برخه د ۱۳۹۸ کال د عقرب/لړم په مظاهرو کې د وژل شویو، د سپاه پاسداران په راکټونو د لګېدلې الوتکې د قربانیانو او اعدامیانو کورنۍ دي.

د ۱۳۹۸ کال د لړم په میاشت کې د ایران لسګونه لوی او واړه ښارونه د حکومت ضد پراخو مظاهرو شاهد و چې په‌کې د دولتي ځواکونو له‌خوا مظاهره‌چیان وځپل شول. که څه هم امریکايي چارواکو هغه وخت د وژل شویو مظاهره‌چیانو شمېر یو نیم زر شاوخوا بللی و، د بخښنې نړیوال سازمان بیا له دولتي ځواکونو سره په اخ‌وډب کې د وژل شویو ایراني مظاهره‌چیانو شمېر ۳۰۰ تنه ښودلی و.

زرګونه کسان بندیان شوي هم دي چې له ډلې یې ګڼ په اعدامونو محکوم او د یوه مشهور پهلوان نوید افکاري په څېر یې ځیني ان اعدام شوي هم دي.

نوید افکاري
نوید افکاري

تازه د انتخاباتو پر ضد د کمپاینونو په لړ کې ګڼو ښځو په ټولنیزو شبکو د خپل وژل شویو وروڼو، زامنو یا خاوندانو عکسونه ایښي او خلک‌یې هڅولي چې په ټاکنو کې له ګډون ډډه وکړي.

یوه هم د وژل شوي رضا معظمي ګودرزي مور فېروز معظمي ده چې خبرې یې د ازادې اروپا/فردا راډیو خپرې کړي: "۱۸ میاشتې وشوې چې زوی یې رانه واخیست. د زړه ټوټه‌یې رانه لیرې کړې. زه مې د خپل ځوانیمرګ زوی لپاره چې ټولې هیلې یې خاورې شوې رایه نه‌ورکوم."

د محسن جعفر پناه په نوم د یوه بل وژل شوي ځوان خور سمیه جعفرپناه هم له خلکو غواړي چې په ټاکنو کې له ګډون ډډه وکړي.

دا وايي: "زه د ایران اسلامي جمهوریت ته رایه نه‌ورکوم. تاسې او خدای که رایه ورکړئ، څو دا بلا چې په ما راغلې په تاسو رانه‌شي. رایه نه‌شته."

تمه ده د ایران ولسمشرۍ ټاکنې سږ جون په ۱۸مه نېټه وشي.

د ولسمشرۍ ټاکنو د کاندیدانو د نوم‌لیکنې بهیر
د ولسمشرۍ ټاکنو د کاندیدانو د نوم‌لیکنې بهیر

ښايي په همدې یو دوه ورځو کې د نګهبان شورا له‌خوا د ولسمشرۍ ټاکنو د کاندیدانو وروستی نوملړ اعلان شي.

د کاندیدانو نوم‌لیکنه وختي پای ته رسېدلې او دا څو ورځې نګهبان شورا خپلې څېړنې کولې څو وروستی نوملړ برابر کړي.

په پېژندل شویو کاندیدانو کې د قضائیه قوې د رئیس تُندلاری ملا ابراهیم رئیسي او د پارلمان د مخکېني رئیس علي لاریجاني نومونه ډېر اخیستل کېږي.

رئیسي د ایران له رهبر ایت‌الله علي خامنه‌اي سره نږدې اړیکې لري.

محمود احمدي نژاد هم چې دوه دورې ولسمشر پاتې شوی، ځان کاندید کړی.

یوازې یوه ښځه کاندیده ده چې ښايي د نګهبان شورا له‌خوا تأیید نه‌شي ځکه په تېرو ۱۲ دورو کې هېڅ یوې ښځې د کاندیدانو وروستي نوملړ ته لار نه‌ده موندلې.

ځینو کاندیدانو بیا د ټاکنیز کمپاین له رسمي دورې مخکې د همدې اوونۍ له سره کمپاینونه پیل کړي او تر ډېره‌یې له خپلو ټولنیزو شبکو د یو بل پر ضد د بیانونو په ورکولو کار اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG